کندهار: ۷ ولسوالۍ دولتي ادرو لپاره ودانۍ نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): د کندهار په اوو ولسوالیو کې د ولسوال، امنیه قومندان او ټولو دولتي کارکوونکو لپاره هېڅ دولتي ودانۍ نشته دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي چې په دغه ولایت کې د ټولو ۱۷ ولسوالیو له منځه ۷ ولسوالۍ د دولتي کارکوونکو لپاره ودانۍ نه لري او له کبله یې حکومتداري اغېزمنه شوې ده.

د شوراک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي نبي بړیڅ پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ او نورو دولتي کارکوونکو لپاره هېڅ ودانۍ نشته دی او دولت خپل ورځني کارونه په کانتینرونو کې سرته رسوي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې میلیونونه ډالر خرچ شول خو په دغه ولسوالۍ کې نه د دولتي کارکوونکو لپاره کومه ودانۍ جوړه شوه او نه هم انکشافي کارونه ترسره شول.

د بړیڅ په وینا په شوراوک ولسوالۍ لومړني خدمتونو (ښوونه او روغتیا) ته جدي اړتیا لري خو په دې لړ کې هېڅ خدمت نه دی شوی.

«په یوه ولسوالۍ کې چې د کار لپاره ودانۍ نه وي، خلک څه ډول په هغه ولسوالۍ کې د کار لپاره لېوالیتا وښيي».

بړیڅ له حکومت وغوښتل چې یادې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او د ولسوالۍ لپاره د ودانیو سربېره کورونه هم جوړ کړي، څو له دې ولسوالیو ونه وځي او کور ته د تګ راتګ په بهانه اونۍ او میاشتې د ولسوالۍ بهر تېرې نه کړي.

د معروف ولسوالۍ یو قومي مشر عبدالله افغان ویلي چې ولسوال او امنیه قومندان په یوه کرايي کور کې خپلې چارې مخ پر وړاندې وړي چې نه د امنیتي اړخه مصوون دي او نه هم د حکومتدارۍ د اصولو سره تطابق لري.

د افغان په باور په دغه ولسوالۍ کې د ښوونې، روغتیا، ښاروالۍ او محکمې په شمول ډیری دولتي څانګې هېڅ فعالیت نه لري.

«د ولسوال او امنیه قومندان سره سره نورو مسوولینو ته هم اړتیا ده چې په بېلابېلو برخه کې خدمتونه وکړي».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د