fbpx

امریکايي سناتور له ځانه ۵۰ کاله کشر هلک سره واده کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): امریکايي سناتور حاریس وفورډ پرون یکشنبه اعلان وکړ چې تر ده ۵۰ کاله کشر هلک سره به واده وکړي.

وفورډ چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د مشهور نوماند جان کینډي سلاکار هم پاتې شوی پرون ویلي چې له ۲۵ کلن متیو چارلټن سره به واده وکړي.

وفورډ تر دې وړاندې مېرمن درلودله چې په ۱۹۹۶ز کال کې د سرطان له کبله مړه شوه. نوموړی له دغې مېرمنې څخه درې بچیان هم لري.

وفورډ په یوې مقاله کې د «یو ځل یې بیا مینه وموندله، خو دا ځل له نارینه سره» تر عنوان لاندې چې تازه په نیویارک ټایمز کې خپره شوې لیکلي چې په ۷۰ کلنۍ کې يې دا فکر هم نه کولو چې دی به بیا عاشق شي او واده به وکړي. «خو زما د ژوند تېر ۲۰ کلونو زما ژوند د دوه مینو کیسه جوړه کړله».

وفورډ لیکلي چې ۲۵ کلن ماتیو چې دی به ورسره واده وکړي، ورته ویلي چې دی که څه هم له عمره زوړ دی خو زړه یې ځوان دی.

څه موده وړاندې د امریکا سترې محکمې په دغه هېواد کې د همجنسبازانو واده ته جواز ورکړ. ډیری مسیحیانو د امریکا لخوا د همجنسبازانو واده تر توندو نېوکو لاندې راغی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د