واشنګټن منلې چې سوريې ته يې سرتيري لېږلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما منلې، چې سوريې ته يې د ځايي ملېشو او کردي جګړه مارانو د روزنې لپاره ۲۵۰ سرتيري لېږلي دي.

د امريکايي چارواکو په وينا د دې سرتېرو د لېږلو موخه دا ده، چې د سني ملېشې دې ته اړ کړي، چې کردانو سره يو ځای د جهادي ډلو پر ضد په ګډه جګړه وکړي.

واشنګټن په داسې وخت کې سوريې ته د خپلو سرتېرو پر لېږلو اعتراف وکړ، چې وړمه ورځ امريکايي ولسمشر ويلي و، چې سوريې ته به د ځمکنيو سرتېرو لېږل ستره تېروتنه وي.

اسوشيټېډ خبري اژانس ليکلي، چې په اضافي سرتېرو کې د ځانګړو عملياتو او د طبي مرستو رسونو ډلې هم شته.

د سپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر سوريې ته د نورو پوځونو د لېږلو پرېکړه تصويب کړې ده.

له تېرو پنځو کالو راهيسې، چې سوريې کې د بشارالاسد د رژيم پر ضد ولسي پاڅونونه روان دي، تر اوسه په کې له دوو لکو زيات کسان وژل شوي او له لس ميليونه زياتو کسانو خپل کورونه او هېواد پرېښی دی.

د سوريې په کډوالو کې څلوېښت لکه کسانو خپل هېواد پرېښی او ډېری يې هڅه کوي، چې په مرګونو لارو ځانونه تر اروپا ورسوي.

بارک اوباما وايي، چې د ده په مشرۍ ايتلاف به پر داعش خپلو بريدونو ته دوام ورکوي او له هغو سيمو به يې ګوښه کوي، چې له کوم ځای څخه دوی اروپا ته خپل جنګيالي رالېږي او نړيواله ټولنه بايد پر روسيې او ايران فشار راوړي، چې د دې ستونزې حل کې د زړه له تله مرسته وکړي.

امريکايي ولسمشر پر هغو هېوادونو نيوکې وکړې، چې پارلمان يې سوريه کې خپلو هېوادونو ته د مداخلې اجازه ورنکړه او دوی له امريکا غوښتنه کوي، چې په دې اړه بايد ډېر څه وکړي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې امريکا او روسيه غواړي، سوريه د خپلو موخو لپاره په داسې طريقه سره ووېشي، چې د بشارالاسد او ايران ګټې او واک په کې خوندي شي، د سوريې او عراق کردانو ته جلا هېواد جوړ شي.

د عربي چارو شنونکی عبدالباري عطوان وايي، چې د سوريې تر ټولو ځپل شوی ولس سنيان به «در په در پاتې وي او دغه جګړه به تر اوږدې مودې همداسې روانه وي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د