نظــر

پاکستان د بلې لوبې تیاری نیسي

عبدالله مومند

د افغانستان او پاکستان اړیکې مخ په سړیدو ا و حتی زیامنن کیدونکي دي. په کابل کې چې د ملي امنیت ریاست باندي کوم برید وسو، افغان چارواکوپه پراخ ډول په پاکستان نیوکې وکړي، د ولسي او مشرانو جرګو غړو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان سره هر ډول د سولې مذاکرات ختم اعلان کي.

په څلور اړخیزو ناستو کې هغه وخت چې پاکستان په نړیواله کچه د افغانستان د خوله چوپ کیدو ته اړتیا لرله، همدا ګټه پاکستان وکړه، او له دي سره سره يې نړیوال اعتبار چې له لاسه وتونکی وو، بیرته یې یو ډول اعاده کړ.

هر ځل چې پاکستان د سولې اړوند خپلو ژمنو کې ناکام راځي، په پاکستان او افغانستان کې ځینې داسي پيښې کیږي چې پاکستان د هغو له امله ځان په کورنیو چارو کې بوخت ښيې.

د څلور اړخیزو ناستو ۵مه ناسته چې د پاکستان له واکه وتلی وه چې افغان طالبان مخامخ د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي، په همدي وختونو کې په لاهور کې د عیسویانو په کورینو داسي حمله وسوه چې په سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښتله. د پاکستان پوځ  د غبرګون په ډول هله هوله جوړه او اودپنجاب  په  جنوب کې یې یو ډول نمایشي عملیات پېل کړل،  له دي سره همهاله يې دپوځ په لاس راپورته سوي دسیاسي  ګوندونو مشران هریو عمران خان، شیخ رشید، او مولاناطاهرالقادري ته یوځل بیا دنده وسپارله چې د موجوده حکومت په وړاندې ګواښونه جوړ کړي،  د همدې موخې له پاره خام مواد پوځ ورته  په لاس ورکړل، تر څو پاکستان یو ډول ځان په خپلو کورنیو چارو کې مصروف وښيې.

اوس چې د افغانستان د حکومت او خلکو له خوا په پاکستان نیوکې تر حد زیاتې سوې، پاکستان هڅه کوي چې د پخوا په ډول یوځل بیایوه لوبه وکړي، اشرف غني ته به دالوبه نوي وي، مګر پاکستان ته هم هغه زړه لوبه ده چې ډیر ځله يې د همداسي لوبو څخه ګټه پورته کړي.

که د فشار او چل له لاري طالبان مذاکراتو ته کینول کیږي، نو دا کړنې پخوا هم پاکستاني چارواکو کړي، خو کومه ښکاره او يا پټه نتیجه يې نه ده ورکړي، نه خو کله په جنګ کې کوم کموالی، او نه هم دسولې په لاره کې کوم دپام وړ نرمښت ښکاره سوي.

په ۲۰۱۱ ز. کال کې پاکستان په چل او فریب سره ځینې ټیټ پوړي طالبان یو ځانګړي ځای ته دعوت کړل، هلته چې کله طالبان ورغلل، د احمد ضیاء مسعود او عطامحمد نور استازي هم ناست وو، د کراچۍ ښار وو، کله چې طالبان پوه شول چې پاکستان مکر کړی، او په چل کې يې دوی د افغان حکومت له غړو سره کینول، هغه ټیټ پوړو طالبانو هیڅ ډول د زړه د راز خبره ونه کړه. د احمدضياء مسعود او عطامحمد نور استازو ته چې پاکستان د طالبانو سره د خبرو کولو وعده ورکړي وه، هغوی هم پوه سوه چې اصلا پاکستان دغه ټیټ پوړي طالبان په چل کې ددوی سره ناستې ته راوستلي دي. همغه وو چې هغه ناسته نه رسنیزه سوه او نه يې بیا ځل دویمه ناسته باندي خبرې وسوي.

په ۲۰۱۳ ز. کال کې ځینو طالبانو څخه د پاکستان ځینو چارواکو وغوښتل چې یو ځای کې ورسره چای وڅښي. داچې افغان مهاجرین د پاکستان په مهمو او غټو ښارونو کې میښت دي، طالبانو ته نږدې کورنۍ هم اوسیږي، او طالبان ځکه تګ راتګ کوي چې په پاکستان کې نږدې ۳ میلیونه افغانان ژوند کوي.

کله چې طالبان نوموړی ځای ته ننوځي، هلته ګوري چې د کوم بهر هیواد کسان هم  انتظار دي، طالبانو پوښتنه وکړه چې ولي مو داسي کار وکړ، پاکستاني چارواکو ورته وویل چې دا یو تصادف وو، په همدي وخت کې دوی هم همدي ځای ته راغلل، اصل کې موږ داسي کوم پلان نه درلود، ولي اوس چې طالبان او چینایان یو بل سره مخ سوي وو، بیرته تګ هم یو ډول توهین وو، نو ځکه طالبان ورسره چای څښلو ته کیناستل.

نوموړی غونډه پرته له کوم تعارف څخه پای ته ورسیده، نیتجه خو لا لری خبره ده، البته پاکستاني پېرانو خپل کار وکړه.

داسي نښې نښاني ښکاري چې پاکستان به بیا همدا زړه لوبه د نوي لوبې په بڼه له افغان چارواکو سره وکړي. ممکن ځینې طالبان په چل او فریب کې کوم ځای ته دعوت کړي، هغوی ته به کله هم ونه وایې چې له افغان چارواکو سره د سولې مذاکرات دي، او یا ممکن چې کله ځینې طالبان داسي ځای کې کلابند او مجبور کړي چې خامخا به له افغان چارواکو سره د خبرو کولو له پاره سر ښوروي.

که د چل او فریب او فشار له لاري خبرو نتیجه ورکولای، په مرې کې خبرو به دوام پیداکړی وای. نه ښايې چې افغان چارواکي په کلونو کلونو وغولیږي.

افغان چارواکو ته په کار ده چې د پاکستان په مقاصدو او اغراضو ځان پوه کړي، هر ځل پاکستان د افغان سیاستوالو له ناپوهي څخه په سمیزه او نړیواله سطحه استفاده کوي.

مهمه داده چې افغان حکومت په خپلو افغان دریمګړو او ناپېلو کسانو باور وکړي، ددي په ځای چې طالب د پاکستان د لاري مجبوروي چې د سولې خبرو ته د فشار لاندي کیني، هغه چې نتیجه به يې په باور نه وي ولاړه، په کارد ه چې له خپلو افغان قومي مشرانو او علماوو څخه غوښتنه وکړي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه مساعده کړي.

تر څو چې افغانان په خپله خوښه یو بل سره کیني نه، او یو بل ته تنازل ونه کړي، تر شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجیح ورنکړي، د افغانستان کشاله به حل نه سي.

ددې ترڅنګ افغانانو ته په کار ده چې دهرکار ابتکار که جنګ وي او یاسوله په خپل لاس کي واخلی، همهاله باید دجنګ اسباب وڅیړی امریکایانو ته پوره قناعت ورکړي چې ټول کار ستاسو د شتون له امله دی، کوښښ وکړي چې جنګ ته په جنګ ځواب ورنه کړي ځکه دا ترینګلتیا نوره هم زیاتوی ،  امریکایانو ته  وویل سي چې محبسونه بند کړي، حکومت د بندیانو دوسیې په انصاف وڅیړ ي،  هغه بندیان چې دبند موده يې پای ته رسیدلي خلاص سي، امریکایانوڅخه پوښتنه وسي چې امنیتی تړون څه معنا؟! ولی پاکستان ته نه وایی چې تاسو هره ورځ یو یو کیلومتر دافغانستان خاوری ته ننوځئ، ولي افغانستان پوځ په مهماتو نه سمبالوي او ټولې هغه  وسلې چې افغانان پرې وژل شوي پاکستان ته ورکړي.

څومره چې افغان حکومت له پاکستان څخه تمه کوي، هومره پاکستان د ځان له پاره د زیات حرص غوښتنه کوي، رنګارنګ امتیاز اخیستل غواړي.  په کار ده چې نور افغان حکومت له پاکستان څخه د سولې تمه وشکوي.

عبدالله مومند

جلال اباد – افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاکراللہ قدرت

داپدی وجہ لوبی راسرہ کوی سی موژپہ خبل منزنی اختلافاتوکی یولہ بلہ سرہ بوخت یو اودشمنانوتہ موندہ ورپام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x