د ولسمشر بي سرلیکه وینا

نن ټکی آسیا – سرلیکنه:

نن د ګډ حکومت مشرښاغلي اشرف غني د ملي شورا د دواړو جرګو ګډې ناستې ته يوه فوق العاده وينا وكړه.

د کابل وروستي برید چې له امله یې تر۴۰۰ زیات کسان مړه او ژوبل شول ولسمشر او ټول حکومتي چارواکي په یوه محرج موقف کې راوستل.

ولسمشرغني غوښتل له دغه محرج موقف څخه د ځان ایستلو په غرض یولړ نمایشي حرکات وکړي ترڅو د خلګو پام له ځانه واړوي، هماغه وچې له یوې خوا يي د یاد برید د قربانیانو په ویرکې دوه ورځنی ماتم اعلان کړ او له بلې خوايي له رسنیو څخه دا خبره په ډیر شد ومد تبلیغ کړه چې د دوشنبې په ورځ به د دواړو جرګو د غړیو په مشوره د یوې فوق العاده وینا په ترڅ کې د هیواد د وروستیو پیښو په اړه برخلیک ټاکونکي پریکړه وکړي.

خو نن چې کله د فوق العاده تشریفاتو او سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ولسمشرد ملي شورا په تالارکې خپله وینا پیل کړه په هغه کې بیاهم هماغه پخواني تکراري شعارونه ول چې د هیڅ ډول نوښت نښه ورکې نه ترسترګو کیده.

د ولسمشر په ننۍ وینا کې چې هیڅ کوم مشخص عنوان یې نه درلود د خپلو نیمګړتیاوو پړه پر پاکستان وراچوله کومه چې له تیرو ۱۵ کلونو راهسیې د ارګ ناستو چاواکو د ځان خلاصونې یواځنۍ وسیله ده.

ښاغلی ولسمشرپه خپلې وینا کې د ګډ حکومت له ټولونیمګړتیاووڅخه په تجاهل سره په افغانستان کې شته مشکلات ټول د پاکستان دلاس وهنې محصول وګڼل او د هغو د حل په اړه یې برخلیک ټاکونکي پریکړه دا وه چې په دې اړه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په مراجعې سره جدي دیپلوماتیک ګامونه اخلي!!!

ولس مشر په ننۍ فوق العاده وینا کې دې ته هیڅ اشاره ونه کړه چې پاکستان ته زمونږ د یوه ګاونډي هیواد په توګه څرنګه په افغانستان کې د مداخلې زمینه مساعده ده؟

د یوه مستقل هیواد په داخلي چاروکې د بل هیواد مداخله هغه وخت شوني وي چې د یاد هیواد مدافعه وي سسیټم کمزوري او د مقابلې وړتیا يي له لاسه ورکړې وي.

افغانستان چې دامریکا په شمول د نړۍ د ۴۸ هیوادونو پوځي او سیاسي حمایت ورسره دی ولي یې مدافعه وي سیسټم دومره ناتوانه دی چې د خپل یوه ګاونډې هیواد د مداخلې د مخنیوي توان نه لري؟

د ۴۸ هیوادونو پر پوځي اوسیاسي حمایت سربیره کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون لري اوپه هغه کې تر ټولو اساسي ټکی د امریکا له لوري په افغانستان کې د بهرني مداخلې مخنیوی دی ، ښاغلی غني د ملګرو ملتونو ادارې ته د مراجعې په ځای ولي خپل مشکل مستقیما له امریکایانو سره نه مطرح کوي ؟

که له ولسمشر سره دا ومنل شي چې په هیواد کې امنیتي ستونزې د پاکستان د مداخلې له وجې دي ، نو د نورو هغو زرګونو ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه به د نوموړي ځواب څه وي چې ګډ حکومت ورکې ترستونې غرق دی.

اداري فساد، د حکومت داخلي اختلافات ، بي کاري ، له هیواد څخه د لکونو ځوانانو فرار، د مخدره توکو زیاتوالی، پر بشري حقونو تیری او…

نن خو ولس مشر وکړای شول په دې پلمه ولس او د خپل حکومت غړي تیرباسي چې ګواکی دوی به د پاکستان د مداخلې ستونزه ملګرو ملتونو ته د شکایت له لارې حل کړي، سبا که په کابل او یا د هیواد په بل ځای کې بیا دغسي مشکل پیښیږي دهغه له ملامتي څخه د ځان خلاصولو لپاره به څه پلمه لټوي؟

ولس مشر باید پر دې خبره ځان پوه کړي په کوم هیواد کې چې داخلې ستونزې نه وي هلته قطعا بهرني هیواد ته د مداخلې امکانات نه میسر کیږي، نوموړی که ریښتیاهم د خپل هیواد د ستونزو د حل واک او صلاحیت لري لومړی باید له خپل ولس سره موجودې ستونزې حل کړي، ولس قانع کړي چې له ده سره د بهرنیانو د مداخلې په مخنیوي کې مرسته وکړي … بهرنیان که امریکایان دي ، که ملګري ملتونه او که بل هرڅوک دي هغوی نه د افغانستان داخلي مشکلات حل کول غواړي او نه باید د خپلو ستونزو د حل توقع له پردیو څخه وشي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پردیس
میلمه
پردیس

دا سر لیکنه د یوه پاکستانی او یا هم دهغوی د ایجنت له خوا لیکل شوی ده/ بی له کوم شک او شبهی/

mayak khan
میلمه

وائې چې یو له شا څخه نشوی پسې رسیدلی ( دچارچوبي مریی په څیر ) بل ورته ویلې چې له مخه پرې را وګرځه/ یوه لسیزه اوڅوکالونه تیر شول چې بې وزله آفغانان دپردیو یرغلګرو او داخلې ګوډاګیانو له لخوا په بې رحمي سره وژل کیي زنداني کیږي او ځورول کیږي خو نه دغه ځناور په وحشت ماړه شول اونه ئې دآزادي غوښتونکو آفغانانو دپاڅون څپې غلې کړي، هنوز لا هم چارچوبي پردی واک غلام دوژنو اوشکنجه کولو له لارې څخه دغلام حکومت واګې کلکه ول غواړي، زه نه پوهیږم چې دغه نیمچه خام خیاله ولې نه پوهیږي چې ملتونه… نور لوستل »