افغانستان

د طالبانو سیاسي دفتر غړي پاکستان ته نه دي تللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۵ل): طالبانو ته نږدې سرچینو هغه راپورونه ناسم بللي چې ګویا د طالبانو د سیاسي دفتر غړي له قطر څخه پاکستان ته رسیدلي دي.

نن د ورځې په اوږدو بي بي سي خبر ورکړی وه چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی پاکستان ته رسېدلی ترڅو له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني. د بي بي سي د راپور پر اساس مولوي جان محمد او مولوي شهاب الدین دلاور چې د نوموړي دفتر غړيتوب لري، په پاکستان کې دي او ټاکل شوې چې روانه اونۍ له افغان حکومت سره په مذاکراتو کې ونډه واخلي.

خو نن ټکی اسیا ته یوې باوري سرچینې ویلي چې پاکستان ته نوموړو طالب مشرانو د تګ راپورونه دروغ دي او هیڅ حقیقت نه لري.

سرچینه زیاتوي چې مولوي جان محمد او مولوي شهاب الدین دلاور دا مهال په قطر کې دي او هیڅ هیواد ته یې سفر نه دی کړی.

که څه هم طالبانو د تېرې مارچ میاشتې په پنځمې نیټې د یوې رسمې اعلامیې په صادرولو سره په څلور اړخیزه غونډو کې له خپل ګډون څخه انکار کړی، خو ټاکل شوې چې د روانې میاشت په پای کې به د څلور اړخیزو غونډو پنځمه ناسته هم ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د څلور اړخیز بهیر له هرې ناستې وړاندې په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د طالبانو استازي به هم په کې ګډون کوي، خو طالبانو هر ځل دغه راپورونه په کلکه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x