fbpx
karzai-with-bombing-victem

اولسمشري ماڼي که دفاتحه خوانی ماڼي

امیر مأمور ته، اولسمشر اولس ته او پاچا رعایا ته دپلار، حامی او ولي حیثیت لری. دلوږی، تندی اوصحت غم به ئی ورسره وی. دعزت، شرف اوناموس ساتنه به ئی کوی. دظالمانو اواشغالګرانو په مقابل کی به ئی دفاع کوی. غم به ئی خپل غم ګڼي او درد به ئی داسی احساسوي لکه دخپل پلار ، ورور او مور، خو متأسفانه دافغان اولس سره برعکس معامله کیږی.
د ټول اولس د اِرادی او خوښي برخلاف ورته اولسمشر ټاکل کیږی.
دغه اولسمشر بیا د اولس دبی عزتي او ناموس تلفي ننداره کوی.
دظالمانو او اشغالګرانو حمایه کوی.

د اولس لپاره دخوراک، څښکاک او صحت پیسی خپل او د نورو ملګرو جیبونو ته غورځوی.
خو پدی هم اکتفا نکوی بلکه دفاتحه خوانی په ماڼي کښی ناست او د اولس په فاتحه اخستلو سره خپله اولسمشریزه دنده هم سرته رسوی.
د اولس د غم او درد په مقابل کښۍ خپلو نمائشی او مکارانه حرکاتو سره دفاتحی شرعي او دودیز حیثیت هم پامالوي.
او د فاتحو معیار یی هم ډیر جلالي دي چي یوازي دمور ،پلار او یا ورور په شهادت هم درسره غمرازي نکوي ترڅو چي د روزي خان او یا جان محمد نبی غوندي دکورني لس، دولس غړي د له لاسه نه وي ورکړي.
او یا د زنګاوات غوندي فاجعه نه وي رامنځته شوي .
دمیدان وردګو، کونړ، خوست او نورستان غوندي هیواد شموله ړندی بمباري، شپني عملیات او فردي وژنه هم دده دخواخوږي اوغمرازي سبب نه ګرڅی .
دا ځکه چي دوي خو افغانیستان هم فاتحي ته برابر کړي ؤو خو الله ته به نه وه منظوره .
پداسي واکمني او اولسمشری کښي زما تعجب هغه قاضي اوحکیم ته رازي چي دا واکمني او دغه اولسمشری خو درته تغلب په قدرت ښکاره نشو خو هغه مجاهد او د اولس بچی چي فی الحال دملت څخه په دفاع کښی قربانی ورکوي د روزي خان او امثالهم د قاتلانو څخه انتقام اخلي.
 دزنګاوات دمسؤلینو سره په جګړه اخته دی د اولسمشری او حکومت دعوه یي هم تراوسه نده کړي ستا لخوا په زوروواکي او تغلب په قدرت متهمیږي .
آیا همدا ستا قضاوت دي.اوپدي حلاتوکښی د حکمت تقاضا همدا ده .  دملت واقعی مشران داولس په زړونو کښي ځاي لري استقلال، ارامې، او خوشحالی ورته مهیا کوی د ظالم، قاتل او اشغالګر په مقابل کی یی دفاع کوي۰د دقتل، ظلم او وحشت په صورت کی د فاتحه په ځای د قاتلینو او مسولینو څخه دانتقام اخستلو سره د اولس زړونو ته صبر او تسلیت ورسوی۰دداسی مشرانو څخه بیا اولس هم ځانونه قربانوی ، لوږه او تنده ورسره زغمي۰چی دغه تعلق بیا د یو سرلوړي او کامیاب ملت سبب هم ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د