افغانستان

جنرال دوستم پر امنيت شورا نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل):د ولسمشر غني لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د ګډ حکومت د مشرانو او ملي امنيت شورا ترمنځ د بې باورۍ او نه همغږۍ له امله خوابدی دی.

جنرال دوستم، چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د هېواد په شمال کې دی، وايي، چې د ګډ حکومت او ملي امنيت شورا ځينې غړي هڅه کوي، چې د ده لوري د روانو نظامي عملياتو مخالفت وکړي.

نوموړي امريکا غږ ته وويل، چې «هر وخت زه کوم وړانديز وکړم، هغه نه منل کيږي، دوی فکر کوي، چې دوستم شمال کې نور ګوندونه کمزوري کوي او غواړي، چې خپل جنبش غښتلی کړي، دوی زما له رښتينولي نه دي خبر، نومونو ته ګوره، مقامونو ته ګوره، زموږ هر يو پروفيسرو ډاکټر او ستر جنرال دی، مګر څلور تنه طالبان نه شو تباه کولای. زه سپينه خبره کوم، چې له امنيتي مسوولين ډېر خوابدی يم.»

جنرال دوستم وايي، چې امنيتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د جګړو توان لري، مګر د حکومت له لوري د جګړې لپاره د وړ ستراتيژي نه شتون او د مشرانو ترمنځ نه همغږي د دې لامل شوې، چې د امنيتي ځواکونو قربانۍ او هڅې په اوبو لاهو شي.

له دې وړاندې هم، چې جنرال دوستم فارياب کې د طالبانو پر ضد جګړو لپاره تللی و، د حکومت مهمو کسانو په دې اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

يو شمېر لوړپوړو چارواکو ويلي و، چې د جنرال دوستم له لوري دا ډول عمليات د خپلسرو ملېشو د جوړولو په معنا دي، دې سره به هېواد کې د ګډوډۍ حالت نور هم پراخ شي او بيا به هر څوک غواړي، چې د طالبانو د ځپلو په نوم عمليات وکړي.

هغه مهال دولسمشرۍ ماڼۍ وياند ويلي و، چې ولسمشر د جنرال دوستم له لوري د پوځي عملياتو ملاتړ کوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د جنرال دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور ترمنځ شخړه د واک او ځواک پر سر ده او هر يو هڅه کوي، چې شمال کې خپل نفوذ پراخ کړي.

د څارونکو په اند ولسمشر د جنرال دوستم تر شا ولاړ دی او اجراييه رييس د عطا محمد نور تر شا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط کله چي د ښونځۍ زده کړی وم . هلته يوه سرليک کي يي لپکلي وه ( دايي ګز دا يي ميدان ) . قيصه داسي وه چي يه باټي ويشتلې چي څو ګزه او څو ګزه ټوپ يي وهلی دی ، چي د عقل او قپاس څخه وتلي باټي او لافي يي ويشتلې. د مجلس يوه غړي ورباندي ږغ کړ، چي فلانيه دا يي ګز او يي ميدان. اوس هم رشيد دوستم کله چي بيخوده او خمار سي ، په لافو او شافو پيل وکړي . ولي هغه پخوانۍ د تښتي ځغاستي يي هيري دي.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x