نړۍ

مصر کې د سيسي پر ضد لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل):له هغې وروسته، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د دغه هېواد دوه جزيرې سعودي عربستان ته وسپارلې، د نوموړي پر ضد پراخې مظاهرې او لاريونونه پيل شوي دي.

مظاهره‌چيان وايي، چې ولسمشر سيسي ملي خيانت کړی او بايد له خپلې دندې لاس واخلي.

تېره ورځ راهيسې پلازمېنه قاهره کې سلګونه پوليس او پوځيان ځای پر ځای شوي او پر مظاهره‌چيانو يې اوښکې بهوونکی ګاز هم شيندلی دی.

راپورونه وايي، چې حکومت د ژورنالېستانو په ګډون لسګونه لاريون کوونکي نيولي دي.

چارواکو ګواښ کړی، چې د امنيت خرابولو په نيت به د هرې هڅې مخنيوی کوي.

په ګڼو سيمو کې د حکومت له لوري پر مظاهرو د بنديز سربېره هم زرګونه کسانه د سيسي پر ضد مظاهرو ته راوتلي دي.

مظاهره‌چيان شعارونه ورکوي، چې «حکومت پرېږدئ، ډوډۍ، ازادي او جزيرې د مصر دي.

پوليسو پر لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي ګولۍ توغولوي او د برقي ډنډو پر مټ يې د مظاهرو د له منځه وړلو هڅه کړې ده.

د مصر کورنيو چارو وزير مغدي عبدالفغار ګواښ کړی، چې هر څوک د هېواد امنيت ته ګواښ پېښوي، پر ضد به يې سخت ګامونه پورته کړای شي.

د بشري حقونو يوه اداره وايي، چې يوازې د درې ساعتونو په ترڅ کې د يوولسو ژورنالېستانو په ګډون ۱۳۳ مظاهره چيان نيول شوي دي.

څه موده وړاندې، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز مصر ته تللی و، مصري ولسمشر د يو ځانګړي تړون له مخې د دغه هېواد دوه جزيرې «صنافير او تيران» سعودي عربستان ته وسپارلې.

مظاهره‌چيان شعارونه ورکوي، چې «حکومت پرېږدئ، ډوډۍ، ازادي او جزيرې د مصر دي.
مظاهره‌چيان شعارونه ورکوي، چې «حکومت پرېږدئ، ډوډۍ، ازادي او جزيرې د مصر دي.

د نوموړي له دې ګام وروسته هېواد کې تاوتريخوالی زيات شوی او مظاهره‌‌چيان وايي، چې ولسمشر بايد له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري پر خلکو د زور زياتي او کمزوري اقتصاد له امله د سيسي پر ضد ولسي کرکه مخ پر زياتېدو ده او دغه کارونه به د مصر په راتلونکي ناوړه اغېز ولری.

۲۰۱۳م کې، چې سيسي  ولسمشر مرسي د پوځي کودتا پر مټ له واکه لرې کړ، تر اوسه امنيتي ځواکونو له زرو زيات سوله‌‌ييز لاريون کوونکي وژلي، له څلوېښت زرو زيات کسان يې په ګڼو تورونو بنديان کړي دي.

په دغو کسانو کې د اخوان المسلمين اوله، دويمه او درېيمه درجه مشران شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x