افغانستان

طالبان د مخابرو له لاري د ملي اردو عسکر ځانته جلبوي

نن ټکی اسیا: په یوه ویډیو کي چي په دې وروستیو کی د طالبانو د پلویانو له لوري په اجتماعي پاڼو کي نشر شوي، په کښي څرګندیږي چي طالبان د مخابرو له لاري خپل مخالفینو افغاني عسکرو ته دعوت ورکوي، او هغوی د امریکایانو په ضد بریدونو ته هڅه وي، او د امریکایانو د صف پرېښودلو ته بلنه ورکوي.

په دغه ویډیو کي چي لاندي یی تاسو کتلای سئ، یو طالب دعوت ورکونکی د افغاني عسکر غیرت را پاروي، او د افغانستان ښځي د افغاني دلالانو په لاس امریکایانو ته سپارل کیږي، چي د هیڅ مسلمان غیرت یی نه مني، د افغاني غیرت خو لا پریږده. او زیاتوي چي امریکایان د قران کریم او نورو مقدساتو توهین هم کوي.

طالب عسکر ته وایی چي زما مسلمان ورور یی، او قسم دي می په ذو الجلال وي که مي ته پر دوږخ پيرزو یی، نور ستا خوښه ده.

د بلي خوا د ملي اردو عسکر ورته د امریکایانو د یو ظلم داستان وایی، او طالب ورته وایی چي بلکل دا خبره تصدیقوم، دا کارونه امریکایان نه یوازي په هلمند او یا کندهار کي کوي، بلکي هغوی تر دې ناروا ظلمونه په ټولو ولایتونو کي کوي.

باید وویل شي چي امریکایان او غربیان له ډیره وخته په دې هڅه کي دي چي څرنګه خپل د هغو عسکرو د مرګ شمېر را ټیټ کړي، چي د افغاني عسکرو له خوا وژل کیږي، خو له بلي خوا داسي ښکاري چي طالبان هم نوي نوي لاري پيدا کوي، تر څو افغاني عسکرو ته قناعت ورکړي، او هغوی د امریکایانو په خلاف وسلو را پورته کولو ته تشویق کړي.

داسي ویل کیږي چي طالبان نه یوازي په محلي سطحه د وړو مخابرو څخه کار اخلي، بلکي یوه غټه مخابره یی د هیواد په جنوبي او شمالي ولایتونو کي فعاله کړي، پر کوم چي په مخصوص وخت کي خپل د کامیابیو خبرونه نشروي، او هم د خپل ملګرو صفونه منظم کوي، او هغوی ته پر اسلام او هیواد د سر قرباني کولو دعوتونه ورکوي.

طالبان وایی چي دوی د ملا محمد عمر مجاهد د فرمان سره سم د افغاني عسکرو لپاره د دعوت او ارشاد په نامه مستقل کمیسون جوړ کړی، چي دنده یې افغاني عسکرو او اربکیانو ته بلنه ورکول دي، تر څو د کفارو صف پریږدي، او خپل د افغانانو او ولس سره په څنګ کي ودریږي، او د بهرني یرغل په خلاف په جهاد کي برخه واخلي.

{youtube}anXBennZ_bg{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x