ولسمشر ډاکټر اشرف غني

د اشرف غني په خبرو د یاقوت اکا کمینټري

ذره بین

نن چې اشرف غنی  پارلمان کې خبرې کولې، یاقوت اکا د کروندې په څاله کې پښه په پښه اړولې او له راډیو څخه یې  وینا ژوندۍ اورېده چې په یوه نیمه خبره یې خپله فی البدیهه تبصره هم ورشړله.

اشرف غني: تیرو دوه اونیو کې پيښو او په ځانګړي ډول کابل کې  د وروستي برید اړوند متضررینو ته تسلیت وایم.

یاقوت اکا: ښه نو بیا ؟؟

اشرف غني: زموږ امنیتي او دفاعي قوتونو طالبان وځپل او د هغوی د حملو د فاع يې وکړه.

یاقوت اکا: خیالي ګره! تراوسه خو له نیمایي ډیر طالبان لا له نېښه نه دي راخلاص، د هلمند خواته جنګ سکوت ولاړ ده، ته لږ صبر وکړه زور به یې په نهمه میاشت درمعلوم سي.

اشرف غني: څلویښت زره عملیات مو کړي.

یاقوت اکا:  . زوی دې ومره په دې  چارچوبي هندسو چې نه یوه زیاته وي نه کمه. دا به نو د چا عقل درسره ومني.

اشرف غني: طالبان چې شر اچونکي او شر غوښتونکي دي، لوی جنایت يې وکړ.

یاقوت اکا: ته وا ته خو داسې د یوسف خیلو اخندزاده یې چې په مخ دې کافر مسلمانیږي، که طالب جنایت کوي ته خو هم والله که تسپې خرڅوې،تا هم وطن ټوکر ټوکر اود جان کیري په لکۍ پورې تناو کړ.

اشرف غني: د نړۍ بېلابېلو هیوادونو، اسلامي نړۍ، سعودي عربستان، ملګرو ملتونو، ډیرو اسیایې او اروپايې هیوادونو، امریکا، چین، جاپان، اسټرلیا او کاناډا وروستی برید وغانده، او د حملي کونکو تروریسټي ډله نوره هم انزوا کي شوه.

یاقوت اکا: انزوا به دې هم هماغه زړه انزوا وي. هاها

اشرف غني: داچې د حکومت په خلاف راپاڅیدلي، دوی واقعي طالبان نه دي، یاغیان او محارب دي، واقعي طالبان مدرسو کې درس وایې.

یاقوت اکا: ها ها خدای دې خوار کړه، څونه تر مرکنډۍ پک ناخبره یې، ګرده طالبان نیم کال سبق وایي او نیم کال جهاد کوي، کنه ته له ملا تره خیل نه پوښتنه وکړه چې ستا د مدرسې طالبان رخصتۍ چیرې تیروي .

اشرف غني: هغه چې قتلونه کوي، جوماتونه نړوي، دوی حق نه لري چې ځان ته طالب ووايې.

یاقوت اکا: که خدای ته مخ او جان کیري ته شا کړو نو به ووایو چې جوماتونه  خو په اندړو، مارجه،ډنډغوري او ګورتیپه کې ټول اربکیانو ړنګ او په ډنډ شهاب الدین کې یي په توپو وویشتل، اربکیان رښتیا هم ځان ته د طالب ویلو حق نلري.

اشرف غني: پاکستان دې طالبان په دوه اقسامو نه تقسیموي، چې یو ښه او یو بد طالب.

یاقوت اکا: خو تا خپله هم په دوو ډلو تقسیم کړل چې یو د مدرسې طالب دی او بل د جنګ طالب دی.

اشرف غني: موږ د قرآن په رڼا کې ل دغو باغیانو سره د جګړې حق لرو او داچې په سزا یي ورسوو.

یاقوت اکا: د قرآن په رڼا کې خو یي په قران که رانه ثابته کړې، چې د امریکا پیش خدمتي او د امریکا کافرې ددښمن وژل او د جزاء حق به درته ثابت وي، د ملل متحد په کوم کنواسیون کې یي ګوره کیدای سي داسې کوم حق په کې بیاموندي.

اشرف غني: د حقاني شبکه او طالبان د نورو د ګټو له پاره کار کوي.

یاقوت اکا: ها ها ها زوی دې ومره په دې خبره، ته یې لکه چې  شاجهان احمدزي ته ګټې او د هغه لپاره کار کوې، خو ته هم له امریکایانو سره په نس مزدور یې.

اشرف غني: کساني که با دشمنان کشور همسو هستند آب در اسیاب دشمن میریزند.

یاقوت اکا: په دې خو خر هم پوهیږي چې سپانده او سپیلنی یو شی دی.

اشرف غني: امنیتي او دفاعي قواوي به د حقاني ، داعش او القاعدې او نورو خونکارو ډلو مرکزونه له خاورو سره خاوري کړي، او باغیان به دوزخ ته ولیږي.

یاقوت اکا: طالبان چې دوزخ ته ورغورځوې نو ځان ددوزخ له تاو نه  لږ لرې ساته، هسې نه پلاسټیک دې اور واخلي او له کولمو دې ټسکاله  جوړه سي.

اشرف غني: چا چې ادارې فساد او خیانت کړی هغو ته به جزاء ورکول کیږي.

یاقوت اکا: دا جزاء خو به په کومه ژبه کې شهرک یا ښارګوټي ته نه وایي که داسې وي نو بیا دې خبره د منلو ده. ټنک یو ویري مچ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.