ادبي لیکني

خبرې عناصر او د استعمال ځایونه

 حشمت سنګروال

خبرې عناصر عبارت له هغو شپږو اساسی پوښتنو څخه دی چې د خبر د بشپړولو لپاره پکاریږی یا عبارت له هغو شپږو اساسی پوښتنو څخه دی چې د یو خبر اسکلیټ جوړوی .

خبرې عناصر د خبر په بشپړولو او پوره کولو کې رغنده او اساسی رول لری او په واسطه سره یې ژورنالست کولی شی چی یو خبر په پوره او بشپړ ډول تر خپلو مخاطبانو پورې ورسوی او د مخاطب په ذهن کې راپیدا کیدونکي پوښتنې ځواب کړی .

خبری عناصر د خبر یو له مهمو بشپړونکو عناصرو له جملې څخه دی چې په کارولو سره یې ژورنالست په لږ وخت کې ډیر څه تر اوریدونکو پورې په ښه او اساسی ډول وړاندی کولی شی .

خبرې عناصر هماغه شپږ پوښتنې دی چی په انګلیسی کې ورته پنځه ډبلیو او یو ایچ وایې او په فارسی کې ورته سه چ او سه ک وایې .خو لکه څرنګه چې ژورنالیزم یو اجتماعی علم دی نو په مشخصه توګه نشو ویلی چې همدغه شپږ پوښتنې دی خو ځینې عالمان یې بیا په نورو ډولونو هم ویشی .

خبری عناصر عبارت دی له :

۱ : څوک
۲: څه
۳: کله
۴: چیرته
۵: ولی
۶: څنګه
۷: څومره

پورتنې پوښتنې عبارت وی له خبری عناصرو ځنې دادی اوس به راشو د هر یو استعمال او د کارولو ځای ته چی کوم په کوم ځای کې استعمالیږی .

۱ــــ څوک :

د څوک عنصر د خبر په عناصرو کې یو له مهمو عناصرو څخه دی چې په مرسته یې په خبر کې د موضوع اړوند ښکیل کسان رانغاړی .
د څوک عنصر په خبر کې کیدای شی یو شخص ، ځای ، اداره او یا هم ځنی نور شیان اوسی او د خبر د لیکلو په وخت کې د اړوندې موضوع مربوط شخص او یا هم اداره ذکر کیږی .

دغه خبرې عنصر مونږ هغه وخت استعمالوو چې په خبر کې مو د خبر د پیښې اړوند ښکیلې غاړې یادول پکې ضروری ښکاری نو په همدغه خاطر ژورنالست باید د خپل خبر د کره والی او اثبات لپآره د مربوط شخص او یا هم اداری غږ تر خپلو اوریدونکو رسوی .

۲ـــ څه :

دغه خبرې ازرښت د پیښې د ډول په اړه معلومات ورکوی چې پیښه څه وه او په څه ډول رامنځته شوی وه.

دغه خبرې عنصر د پیښې په اړه مونږ ته مالومات راکوی چي پیښه په څه ډول رامنځته شوی او څه وه او ددی تر څنګ یې د پیښې لاملونه را سپړی .

۳ـــ کله

لکه څرنګه چې د وخت ښودنه په ژورنالیزم او په خاصه توګه په اطلاعاتی ژانرونو کې ډیر اهمیت لری نو ژورنالیست هم باید د خبر جوړولو په وخت کې د پیښې د پیښیدا وخت مشخص او په ګوته کړی تر څو اوریدنکو ته د وخت په اړه ګونګ سوال پیدا نه شی .

نو ژورنالست باید خبر په ترڅ کې د وخت ښودنې ته ډیره پاملرنه وکړی او په دقیق ډول یې په خپل خبر کې ځای په ځای کړی .

۴ ـــ چیرته :

د ځای ښودنه هم د خبر د کره والی لپاره اړینه ده تر څو مخاطبان په سم او صحیح ډول د پیښې د ځای په اړه معلومات تر لاسه کړی .

ژورنالست کوشش کوی چې د وخت تر څنګ د پیښې د پیښیدا ځای هم اوریدنکو ته ور وښایې او د ځای ښودنه د خبر په بشپړولو کې مهم رول لری ، ځکه که چیرته ژورنالست د پیښې د ځای په اړه مالومات ورنه کړی نو ښایې چې د ډیرو خلکو په ذهن کې به د پیښې په اړه نیمګړی مالومات موجود وی .

۵ـــ ولی :

دغه خبرې ارزښت د پیښې د لاملونو په اړه پوښتنې کوی او د پیښې لاملونه را برسیره کوی ، چې ولی پیښه رامنځته شوی او علت یې څه وه.

ژورنالست د پیښې د واقع کیدو په اړه مالومات را غونډوی لاملونه یې پیدا کوی او بیا یې د خپلو مخاطبانو سره شریکوی .

د خبری عناصرو له جملی څخه هغه عنصر دی چې تحقیق او څیړنې ته ډيره اړتیا لری او د خبری عناصرو له جملې څخه جنجالی عنصر دی .

هغه وخت یې استعالوو چی وغواړو د پیښې د لاملونو په اړه مالومات تر لاسه کړو .

۶ ـــ څنګه :

دغه خبرې عنصر په خبر کې د پیښې د کیفیت او څرنګوالی څخه بحث کوی چې پیښه څنګه آو په څه ډول رامنځته شوی ؟.

دغه خبری عنصر هم د پیښې د ډول په اړه مالومات ورکوی چې څنګه پیښه وه لکه بمبارد وه یا هم موټر بم ………

۷ـــــ څومره :

دغه خبرې عنصر په خبر کې د پیښې د اندازی په اړه مالومات ورکوی چې په پیښه په څومره ندازه وه .

او همدارنګه دغه خبرې عنصر د پیښې د ګټې او زیان په اړه مالومات ورکوی .

او دغه خبرې عنصر هغه وخت استعمالیږی چې ژورنالست وغواړی د پیښې د ارقامو په اړه اوریدونکو ته مالومات ورکړی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x