غوسه او درملنه يې!

 

پالونکي څښتن جل جلاله د انسان له پیدایښت سره سم په هغه کې په فطري ډول ځینې خویونه ایښې دي چې د ژوند په بيلابيلو پړاوونو کې د اړتيا په وخت کې کار ورڅخه واخلي.

ازاله که اماله؟: څنګه چې له شرعي غوښتنو سره سم د د دغو فطري خویونو کارول کله ناکله اړین هم وي، ځکه نو شریعت په بنسټیزه توګه د دې خویونو مخ نیوی (ازاله)  نه غواړې، بلکې (اماله) یانې له باطلې لارې نه د حقې خواته را اړول  یې غواړي . ځکه نوالله تعالی انسان ددې خویونو په کارولو کي خپلسرۍ ته نه دی پرې ایښی بلکې ددې خویونو دکارولو پر مهال يي پر انسان ځینې بندیزونه لګولي او پدې توګه يې دغه خویونه د شرایطو او شرعې قوانینو تر پولي پوري محدود کړي دي.نو یوه مسلمان ته موږ هغه  وخت پوره او کامل انسان وېلای شو، کله چي نوموړی د دې خویونو د کار پر مهال ټول قرآني اوامر، نبوي لارښووني او شرعی حکمونه په پوره توګه په پام کې ونیسي.الغضب

 غوسه،د فطري خويونو له ډلې يو خوي:د پورته  خویونو له ډلې څخه یوه يې هم غوسه ده. انسان چې کله د خپلې غوښتنې او خوښې پر خلاف یو شی ووینې، نو د یوه شیطانې صفت (اور) تر اغېز لاندې راشې، غوسه ورشي، رګونه يې وپړسیږې، مخ يې تک سورشې او له مقابل لورې د کسات اخیستلو لپاره هره روا او ناروا لاره چاره لټوې.همدې حالت ته په شریعت کې غضب اوپه پښتو کې(غوسه) ویل کیږي.

 دنورو خویونو په څېر الله تعالی انسان د دې خوی په عملي کولو کي هم خپلې خوښې ته نه دی پرې ایښی . ښکاره خبره ده که انسان د غوسې پر مهال خپله خوښه وکاروي نوپرځمکه به فساد رامنځته شي او انسانان به په خپلو منځونو کی سره لاس او ګرېوان شي.

دغوسې په اړه الله تعالی په قرآنکریم کي لاندې ارشادات فرمایلي:

د هغو کسانو په ډله کې چې الله تعالی يې صفت بیان کړی چې دهغوی لپاره داسي جنتونه دې چې پلن والی يې د اسمانونو او ځمکې هومره دی دغوسه زغمونکو یادونه هم شوې ده.

الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ. سورة آل عمران آیت ۱۳۴.
ژباړه: هغه کسان چي نفقه ورکوي (خپلي شتمنۍ د خداي په لارکي مصرفوي) په خوښۍ یا تنګسه کې او چي زغمونکي د غوسې وي (سره له قدرته) اوبښونکې دي د خلکو(چي پر دوی یې زیاتی یاتېری کړی وي) .

په بل ځای کي الله تعالی د ښو اخلاقو او نېکو کړو وړو درلودونکو کسانود صفتونو د بیان پر مهال، دغوسې په وخت د بښنې کوونکو کسانو یادونه هم  پدې تورو کې کړي

   فَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى لِلَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ  ۳۶.وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ  سورة الشوری ایت۳۷. ده :

ژباړه:پس هغه چې درکړل شوی دی تاسې ته له اسبابو ددنیا لږ خسیس ده (چې پنا کیږې) اوهغه ثواب چې دالله تعالی په وړاندې دی غوره او تل پاتي کیدونکی دی دهغو کسانو لپاره چې ایمان يې راوړی دی اوخاص پخپل پالونکې توکل کوې. او(بل لپاره د)هغو کسانوچی ځانونه ساتي دوی له غټو ګناوواو فواحشو(نورو ګناهونو) او کله چې غوسه شې همدوی بښنه کوې.

همدا راز د بخاري شریف په یوه روایت کې حضرت ابو هریرة رضی الله عنه فرمايي چي رسول الله صل الله علیه وسلم فرمایلې: لیس الشدید باالصرعة، انما الشدید الذي یملک نفسه عندالغضب. ( بخاري دوهم ټوک ۹۰۳ مخ باب الحذر من الغضب) .

ژباړه: پهلوان هغه نه دی چې بل راوپرځوې، بلکه ریښتینی پهلوان هغه دی چې د غوسې پر مهال یې خپل ځان په واک  کې وي .

نو له پورتنيو نصوصو څخه په ډاګه شوه چې انسان ته نه ښايې چې د غوسې پر مهال له واکه ووځې، بلکې پدې مهال هم اړینه ده چې په خپل اختیار کې واوسېږې ترڅو خپل ورور ته هېڅ ډول دلاس یا ژبې ضرر ور ونه ورسوې.

نو اوس که یوڅوک راولاړیږې او دغوسې په وخت کې بد رد وايې، او بل ته لاس ور اچوې نو هغه له شرعې نصوصو سرغړونه کوې او ځان ګناهګاروې.

دغوسې درملنه :

کله چې انسان غوسه شې نو له دغه حالته ژر تر ژره د ځان ایستلولپاره یې  شریعت ځینې لارې چارې ښودلې، که عمل پرې وشې نو ژر ده چی له دې شیطانې کیفیته ځانونه وباسو.

۱- د بخاری شریف په یو بل روایت کې چې د حضرت سلیمان بن صرد له خولې روایت شوی داتوري راغلې: استب رجلان عند النبی صل الله علیه وسلم ونحن عنده جلوس……فقال النبي صلی الله علیه وسلم اني لاعلم کلمة لو قالها لذهب عنه مایجد، لوقال اعوذ باالله من الشیطان الرجیم. (پورتنۍ حواله)

 ژباړه: موږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست ووچي دوه کسان سره لاس او ګرېوان شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی حالت ته په کتلو سره وفرمایل: له ماسره داسې تورې شته که يې دغه دوه کسان ووايې نو ژربه دغوسې له حالته ووځې، او هغه دادې:اعوذ باالله من الشیطان الرجیم.

څنګه چې غوسه د یوه شیطانې صفت اغېزه ده، نو کله چې انسان ددې تورو په ویلو سره پدې مهال له شیطانه خپله بېزارې وښیې او دخدای جل جلاله په پناه کې ځان ورکړې ، نو مانا یې داشوه چې ګواکې تا له دې حالته د ځان د ایستلو لپاره خدای پاک خپل وکیل وټاکه ،نو دهمدې وکالت له امله الهې  رحمت انسان ته رامخه کړې او شیطان په منډو او ځغاستو شي .

۲ـ همداراز په حدیث شریف کې راغلي چې : ( إذا غضب أحدكم فليسكت ) رواه الإمام أحمد المسند 1/329 وفي صحيح الجامع 693 ، 4027 . 

ژباړه : کله  چې تاسي غوسه شئ نو سکوت غوره کوئ . ( خوله پټه نیسئ )  .

څنګه چې دغوسې پر مهال انسان په ځان نه پوهيږې نو کله ناکله کفري توري دسړي په خوله ورشې، یاهم د مېرمني طلاقونه اچوې .نو ددې لپاره چي داسي کومه ناوړه پېښه در ونه شې ، غوره داده چې سړی پټه خوله پاتې شې .

۳ـ په بل ځای کې حضرت ابو ‌ذر رضی الله  عنه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې :

 ( إذا غضب أحدكم وهو قائم فليجلس ، فإن ذهب عنه الغضب وإلا فليضطجع ) .

ژباړه: کله چي په ولاړه څوک په غوسه شي نو هغه دې کینې، که يې غوسه ورکه شوه خو ډېره ښه، کنه نو پرې دېوځې .

په ځینو نورو مګر ضعیفو مبارکو احادیثو کې بیا دغوسې پر مهال د اود س کولویاهم لامبلو یادونه هم شوې ده. خو پداسې مواردو کې په ضعیفو احادیثو باندي هم استدلال کېدای شې .

روى الإمام أحمد في “المسند” (29/505) وأبو داود (4784) من طريق إبراهيم بن خالد ، قال حدثنا أبو وائل صنعاني مرادي ، عن عروة بن محمد ، عن أبيه عن جده عطية بن عروة السعدي رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : (إِنَّ الْغَضَبَ مِنْ الشَّيْطَانِ وَإِنَّ الشَّيْطَانَ خُلِقَ مِنْ النَّارِ وَإِنَّمَا تُطْفَأُ النَّارُ بِالْمَاءِ فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَتَوَضَّأْ) الحديث

ـ روي عن معاوية بلفظ : (الغضب من الشيطان ، والشيطان من النار ، والماء يطفئ النار ، فإذا غضب أحدكم فليغتسل) .

نوقدرمنو مسلمانانو وروڼو او خوېندو!  کله چې هم غوسه کیږئ، په پورتنو شرعې لارښوونو دعمل هڅه کوئ ، ترڅو د رحمان په ولکه کې راشئ . او د الهې ځانګړې مهربانۍ ‍له مخې په ژوند کې له هر ډول فتنې او فساد څخه خوندې پاتې شئ. الله تعالی دې مونږ ټولو مسلمانانو وروڼو او خوېندو ته د ژوند پر هر ډګر کې په شرعې احکامو د عمل کولو توفیق را په برخه کړي.  آمین ثم آمین .

                                      پــــــــای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د