ورزش

شهزاد محمدي ټولې نړۍ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د کرکټ نړیوالې ادارې د ۲۰۱۶ د نړیوال شل اوریز جام غوره لوبې په انتخاباتو کې د افغانستان شهزاد محمدي د خوښوونکو د رایو پر مټ د نړۍ مشهورو لوبغاړو ته ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ لپاره د شهزاد محمدي دوه په زړه پوري شاټونه انتخاب شوي ول چې په لومړی پړاو کې دواړو شاټونو يي د نړۍ پیاوړو لوبغاړو ته ماتې ورکولو سره دوهم پړاو ته ووتل.

په لومړی پړاو کې د سکاټلینډ پر وړاندې د شهزاد محمدي سکوپ شاټ د نړۍ پیاوړی لوبغاړی ډیویلییرز ته په ستر توپیر ماتې ورکړه. د سویلي افریقا په خلاف وهل شوې شپږیزه چې شهزاد محمدي له شاټ وروسته په خپل شاټ باوري وي او توپ ته نه ګوري د نړۍ بل غښتلی او پیاوړی لوبغاړ ویراټ کولي ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

په منځلوبه کې هم د سکاټلینډ پر وړاندې د شهزاد محمدي سکوپ شاټ د هندوستان سریش راینا ته د په ستر توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووت. د سویلي افریقا پر وړاندې د شپږیزې شاټ جسپرېټ برما ته سختې ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته ووت.

په نیمه پایلوبه کې د شهزاد د دوو شاټونو تر منځ سیالي وشوه. په نیمه پایلوبې کې د سویلي افریقا پر وړاندې شپږیزه هغه شاټ و چې د سکاټلینډ په وړاندې د شهزاد سکوپ ته ماتې ورکړه. د سیالۍ په دغه پړاو کې د شهزاد سکوپ ۴۰٪ او د شهزاد شپږیزه ۶۰٪ رايې ګټلې وې.

پایلوبه کې د شهزاد شپږیزې او د بنګله دیش د سومیا سرکار د کیچ نیونې تر منځ سیالي پیل شوه. په دغه برخه کې شهزاد له سخت رقابت سره مخ شو ځکه چې د بنګله دیش خلک چې د نورو لوبغاړو په وړاندې شهزاد ته رایه ورکړې وه اوس غوښتل چې له خپل ملي لوبغاړی ملاتړ وکړي.

خو بیا هم شهزاد د بې شمیرو افغانانو او نړیوالو خوښوونکو د رایو پر مټ د بنګله دیش سومیا سرکار ته ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام د غوره لوبې ګټوونکی شو. په پایلوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د شهزاد شپږیزه ۵۳٪ رايې خپلې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x