نظم: چنار سيوری

چنار سيوری

هلته پورې باغچه ده
پکې ښکلې ګلدسته ده
له هغه ځایه او دغه ځایه
په ټولیو او په زولیو
په خوشحالیو او په سختیو
رادرومې له کلونو
د ګلدستې په تمه تمه
وایې فیض واخلو له دې چمه
خو ګلدسته زما سینه کې
کله څوک ورته پریږدمه
دا قافله د غمازانو
وې روانه تر سهاره
شاګردان د تورو شپو دې
دی په تمه د رڼاوو
ګمان نه کړم چې ړڼادې
واخلې تورتمونه
پرون او نن مې تېر دی
د زهرو په یو غوړپ کې
پریوتې مې له لاسه
ګلدسته ده معطره
همدغه یې لامل دی
چې خفه یم لالهانده
باغچه مې ډېره زیاته
خوښه بې حسابه
حیران یمه ودیته
چی وستایم یې څنګه؟
هجران یې دومره خوږ دی
وصل به یې وې څنګه؟
د صبر ونه مې موندله
تر مازدیګره مې څارله
هاغه دی چنار مې شو تر سترګو
راغلم چې سیورې ته یې دمه شم
انځور ته په کتو کتو
دلته خوب راباندې راغی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د