fbpx

د کرکټ نړیواله اداره ملي لوبډلې ته ۵۰۰۰۰۰ ډالره ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د کرکټ نړیوالې ادارې خپلې کلنۍ غونډې کې د نورو مهمو پریکړو تر څنګ اعلان کړی چې د افغانستان د کرکټ پرمختګ لپاره ۵۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره ورکوي.

دغه پریکړه د کرکټ نړیوالې ادارې د بازار موندنې او پرمختګ په غونډې کې وکړه. د کرکټ نړیوالې ادارې ویلي چې د لنډې مودې لپاره دغه ۵۰۰۰۰۰ ډالره به د یوه ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ته ورکول کیږي.

د کرکټ نړیوالې ادارې وویل چې دغه بودیجه د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ته د دې لپاره ورکول کیږي چې دغې لوبډلې وتوانیږي له یو بل سره دوه اړخیزو لوبو ته ادامه ورکړي کوم چې له هغوي سره به مرسته وکړي چې نړیواله درجه بندۍ کې خپل مقام وساتي او د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته د غوراوی له سیالیو پرته لار ومومي.

د ۲۰۱۴ په جنوري کې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو نړیوالې درجه بندۍ کې شامل شول او له دغې نیټې څخه په لسو لوبډلو کې دوه نور هم اضافه شول.

انګلینډ او نور هغه اوه لوبډلې چې په درجه بندۍ کې له نورو لوبډلو څخه وړاندې دي به د ۲۰۱۷ زیږیدیز کال د سپټمبر په ۳۰مه په مستقیم ډول د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام ته لار ومومي.

په دې وروستیو کې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو په انټرکانټینیټل جام کې کوم چې د کرکټ نړیوالې ادارې په مالي مرسته په لار اچول شوې کې هم ګډون کړی. انټرکانټینیټل جام د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره ډیر مهم دی.

د افغانستان او ایرلینډ تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لړۍ د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د جولايي د میاشتې په څلورمه پیلیږي. دا به لومړی ځل وي چې افغانستان د پنځو یوه ورځنیو سیالیو په لړۍ کې د ایرلینډ په خلاف لوبه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د