fbpx

امریکا دوستم ته ويزه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم چې په دې وروستیو کې غوښتل امریکا ته ولاړ شي، امريکا د ويزې له ورکولو انکار کړی.

د نیویارک ټایمز ورځپانې په وینا د داسې یو هیواد چې ټول اقتصادي او نظامي تکیه یې پر امریکا ده، دوهم کس یې (جنرال دوستم) غوښتل چې امریکا ته ولاړ شي، او هلته د امریکایانو سره د طالبانو په خلاف عملیاتو باندي خبري اتري وکړې، خو امریکا ويزه نه ده ورکړې.

دغې ورځپاڼې ليکلي، چې یوازېنۍ ستونزه د دوستم په ویزه کې دا ده، چې نوموړی په جنګي جرایمو تورن دی.

ورځپاڼه وايي چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دوستم غوندي جنایتکاره شخص رسیدل یو وار بیا ثابتوي چې په دغه هیواد کې د امریکا ۱۵ کلنۍ جګړې په بشپړه توګه ناکامه شوې. امریکا ونه شوی کړای، چې طالبانو ته ماتې ورکړي، پر ځای یې په داسي یوه حکومت ميلياردونو ډالر ولګول، چې ډېری چارواکي یې په بشریت ضد جنګي جنایتونو تورن دي، د ۱۹۹۰ لسیزه کې د همدې کسانو د وحشتونو له امله طالبان راپورته شول، د امریکايي چارواکو په وینا دغه جنایتکاران او ټوپک سالاران د افغانستان لپاره تر طالبانو لږ ګواښ نه دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي: اوس چې د افغانستان دوهم کس (د ولسمشر لومړي مرستیال) له امریکا څخه د ویزې غوښتنه وکړه، امریکايي چارواکو په پټه د افغانستان حکومت ته خبره وکړه چې ویزه نه شي ورکولای، او افغان حکومت د دې شرم د پټولو په خاطر امریکا ته د دوستم سفر لغوه کړ او په دې اړه یې د نورو معلوماتو له نشرولو څخه ډډه وکړه.

په ۲۰۰۹ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنرال دوستم په اړه ویلي وه چې هغه د یوې «لوړې درجې جنګي جنایت کار دی». په همدې کال افغانستان ته د امریکا سفیر کارل ایکانبري ګواښ کړی و، چې په افغانستان کې د نوموړي پاته کیدل د افغانستان لاسته راوړنو ته تاوان رسوي.

نیویارک ټایمز زیاتوي: په ۲۰۰۹ کې اوسني ولسمشر اشرف غني هم دوستم یو پيژندل شوی قاتل بللی وو، خو کله چې څو کاله وروسته اشرف غني ورته اړتیا پیدا شوه، نو یې د ازبکانو د رایو تر لاسه کولو په خاطر نوموړی خپل لومړی مرستیال وټاکه.

کله چې له دوستم څخه دهغه د لغوه شوي سفر په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي بهانه وکړه چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت اجازه نه ورکوي چې امریکا ته ولاړ شي، خو زیاته یې کړه. « زه په ځانګړې توګه د امریکا تګ ته ډېر لیواله یم، زه د امریکا په پنټاګون او کانګریس کې ډیر ملګري لرم، غواړم هغوی خبر کړم چې په افغانستان کې څه تیریږي، کیدای شي حالات خراب شي، تر کنټرول ووځي، زه غواړم دوی پوه کړم چې د افغانستان په اړه جدي شي».

په ۲۰۱۳ کې هم دوستم د خپل امریکایي دوستانو په واسطه هڅه کړې وه، چې ویزه واخلي، خو هغه وخت هم امریکایانو د نوموړي ویزه رد کړې وه او یوه جګپوړي چارواکي هغه وخت ویلي وه، امریکايي جګپوړي چارواکي نه غواړي چې په امریکا کې د یو داسي شخص سره انځورونه وباسي چې لاسونه یې په وینو لړلي دي. «هغوی له خپلي بدنامي ویریږي».

د نيويارک ټايمز په وينا امريکا، چې اوس دوستم ته د ويزې له ورکولو انکار وکړ او داسې نه ښکاري، چې راتلونکي وخت کې به هم د نوموړي« دغه ارمان پوره شي او امريکايي چارواکو سره دې د افغانستان په موضوع خبرې وکړي.»

نيويارک ټايمز زياتوي، چې امريکايي چارواکي له تېرو څو کالو راهيسې امريکا ته د دوستم له ورتلو سره مخالفت کوي، په داسې حال کې، چې نوموړی له تېرو څو کالو راهيسې د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» او پوځي چارواکو سره له نږدې قوي اړيکې لري او  د امريکا په ملاتړ يې د طالبانو پر ضد قوي جګړې کړي دي.

۲۰۰۱م، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ، د هېواد په شمال کې دوستم هغه قوماندان و، چې امريکايان يې خپل مېلمانه بلل او خلکو ته به يې هغه تفانګچه هم ښودله، چې امريکايي جنرال ټومي فرانکس ده ته ورکړې وه.

نيويارک ټايمز د امريکايانو له سترګو د دوستم غورځېدو ته په اشاره ليکلي، چې د نوموړي «مېلمانه» وروسته له هغې  له ده خوابدي شول، چې ۲۰۰۴م کې يې د کرزي د حکومت پر وړاندې خپلسري پيل کړه او د هېواد په شمال کې يې يو ښار محاصره کړ. هغه مهال امريکا د دوستم پر کور «خطايي بمبار» هم کړی و.

۲۰۰۹م کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې د دوستم پر ضد به د هغو قضيو څېړنه کوي، چې نوموړي زرګونو بې ګناه زندانيان وژلي دي.

نيويارک ټايمز د ۲۰۰۱م هغو پېښو ته اشاره کړې، چې د طالبانو حکومت نسکور شو، دوستم زرګونه طالبان په کانټينرونو کې وږي تږي ساتلي وو، بيا يې له محکمې پرته ووژل او دغه زرګونو کسان يې د طالبانو په نوم په ډله‌ييزه توګه په ليلې دښته کې ښخ کړل.

د دغو وژنو او جنګي جرمونو په اړه، چې کله رسنيو ته خبر راووت، امريکايي چارواکو، او بشري ټولنو وويل، چې دوستم دا وژنې د هغه مهال د امريکايي ولسمشر جورج بوش په امر او مشوره کړي او سي ای اې په دغو وژنو کې شريکه ده.

نيويارک ټايمز وايي، چې سپينې ماڼۍ سره هغه مهال اندېښنه پيدا شوه، که دا قضيه په خپلواکه توګه وڅېړل شي، نو د دوستم تر څنګ به د بوش اداره او سي ای اې هم په دغه بشري جرمونو کې ښکېل وبلل شي او د افغان حکومت او امريکا پر ضد به د افغانانو او نړيوالو غبرګونونه راوپاريږي.

په ۲۰۰۹م بارک اوباما سي ان ان امريکايي تلويزون سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې دی به د دې بشري جرمونو په اړه څېړنه کوي او  رښتيني حقايق به خلکو ته رسوي.

اوباما ژمنه کړې وه، چې «زه به د خپل ملي امنيت څېړونکي ټيم ته دنده سپارم، چې د دغې پېښې په اړه ټول کره شواهد راټول کړي او خلکو ته د پېښې په اړه رښتينې حقايق وړاندې کړو.»

د دغو څېړنو پايله څه شوه؟ نيويارک ټايمز وايي، چې دغه پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده. سپينه ماڼۍ وايي، چې په دې اړه د بهرنيو چارو له وزارت څخه پوښتنه وکړئ او د بهرنيو چارو وزارت هم پوښتنو ته ځواب نه واي.

نيويارک ټايمز وايي، چې افغان حکومت تر اوسه د دوستم له لوري د شوو ټولوژنو په اړه هېڅ څېړنه ده کړې او د تېرو پنځلسو کالو راهيسې دوستم د هغه حکومت مهم غړی دی، چې د امريکا په مالي، پوځي او سياسي ملاتړ ژوند کوي.