نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

دا خو هغه څه وو چې ما په خپلو سترګو ولیدل، په خپلو غوږو مې واورېدل، اوس به یو څو داسې خاطرې هم در سره شرېکې کړم چې نورو ملګرو د خپلو ځانو په هکله راته کړې دي، او هغوی يې عملا قرباني شوي دي:

په ریاست ۹۰ کې د قندهار ولایت یو کس را سره ملګری شو هغه راته ویل چې زه یې له قندهار نه راوستم، وايي یوه ورځ د مازدیګر مخه وه زه د کور له دروازې چې را بهر شوم ګورم له کور نه په سل مترۍ کې ګڼ امریکايان او  ور سره داخلیان زمونږ د کور پر لوري را روان دي، زه هم ور روان شوم، د ودرېدو یې راته وویل، ودرېدم چې را لنډ شول، سمدستي یې ونیولم، لاسونه مې یې را وتړل، پر سر یې کڅوړه را واغوسته، او همدلته یې ځای پر ځای کې کېښینولم!

نور دوی کور ته ننوتل، په کور کې د ماشومانو شور ماشور، د لوښو کړنګ او کړونګ شو،  له ښه ځنډ وروسته بیرته را ووتل، موټر ته یې پورته کړم، که ګورم زما بوډا پلار چې یو څه عصبي تکلیف یې هم درلود هغه یې هم زما په څېر تړلی په موټر کې را سره کېنولو!

په دغه شپه یې د مشر ملا صاحب کورته بوتلم، هلته داسې یوه خونه وه چې پاس په کونج کې یې چت ته لنډ یو لوی میخ ټکوهل شوی و، له ما یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې، اخوا دیخوا یې پوښتنې کولې ما ورته ویل چې زه په دې کیسو بالکل نه یم خبر، یو موبایل ور سره و، په هغه کې نمبرې وې د هغه په اړه یې پوښتنې را نه کولې، ما ورته ویل چې دا موبایل خو زما نه دی، او نه مو له ماسره نیولی دی، زما خپل موبایل دغه دی، چې تاسو را نه واخیست، سیم کارت یې هم زما په نامه دی، که په دې کې څه وي زه د ټولو ځواب ویلی شم!

دوی راته ویل چې دغه بل موبایل مونږ ستا کورته لنډ چې کوم موټر ولاړ و په هغه کې مو وموندلو، اوس یې باید ځواب ووایې!

ده ویل چې زمونږ له کور نه نېږدې سل متره اخوا یو زوړ موټر ولاړ و، دا موبایل دوی په هغه کې پیدا کړی و، زمونږ کور د قندهار په ښار کې دی، او په ښار کې معمولا خلک یو ځای او بل ځای موټر ودروي.

  کوم څه چې دوی غوښتل له ماسره نه وو، آخر چې شپه پخه شوه، امریکایان بهر ته ووتل، داخلیانو زه را ونیوم، د پښو په غټو ګوتو یې په یو رنګه خاص نیلوني کلک تار باندې وتړلم، او بیا یې دغه تار له پاس چت سره نېږدې ميخ پورې ټینګ وتړلو، زما سر ښکته هسې لږ په ځمکه لګېدلو او پښې مې پورته شوې نور دوی دوهلو پیل را باندې وکړ! ښه ډېر یې ووهلم، ما به چې هر څو چيغې ووهلې دوی نه پرېښودم، یو دوه کسان یې له خونې بهر ودرولي وو، هغوی به څار کولو چې امریکایان را نه شي، کله به چې امریکایان دې لوري ته راغلل نو هغو دوو کسانو به غږ را وکړ چې امریکایان راغلل، دوی بیا وهل ودرول، کله به چې هغوی تېر شول بیا به یې ویل چې ځئ هغوی لاړل بیا به یې د وهلو پیل را باندې وکړ لنډه دا چې نېږدې تر سهاره یې همداسې ووهلم!

آخر چې څه په لاس ور نغلل، را ښکته یې کړم، پښې مې داسې پړسېدلې وې چې هغه د نیلون کوم تار چې زما ګوتې یې پرې تړلې وې هغه بالکل زما په ګوتو کې ننوتی و، ګوتې مې له پړسوب نه دومره شوې وې لکه یو یو لاس! دوی کوشش وکړ چې له ګوتو مې تار  خلاص کړي، مګر هغه تار نه معلومېدو، ډېر کوشش یې وکړ، په پای کې په ډېر تکلیف سره هغه تارونه په یوې وړې قینچي غوڅ کړل، زما پښې داسې شوې وې چې د ودرېدو نه وم!

له دې مخکې امریکایانو سپی راته راوستو، په سپي به یې یرولم، را خوشی به یې کړ، هغه به را باندې را منډه کړه، ما ویل ټوټې ټوټې یې کړم، خو چې را لنډ به شو خوله به یې نه لګوله، په اول ځل یې چې را خوشی کړ سخت یې ویرېولم، خو کله چې را لنډ شو غلی شو، له هغه وروسته بیا یو څه ډاډه شوم چې ځه خوړل خو نه کوي!

دا خو په شپه کې هر څه تېر شول، زما مې له پلار سره سودا وه چې هغه به یې څه رنګه کړی وي، بیا یې د قندهار زندان ته بوتلم، هلته خبر شوم چې زمونږ کور یې ټول لټولی و، لوښې يې مات کړي وو، ما په کور کې یو ځای ۱۳ لکه کلدارې ایښې وې هغه یې هم وړې وې!  څو ورځې د قندهار په زندان کې وم، وروڼو مې دخلاصېدو لپاره لاره برابره کړې وه که ګورم چې دا دي کابل ته یې راوستم، له ده سره یې شپږ اوه کسان نور هم راوستلي وو، ده ویل چې په طیاره کې یې هم همداسې لاس تړلي او پر سر کڅوړې را وستلو.

 نوموړي ویل سره له دې چې زه يې په قندهار کې ډېر زیات ووهلم، د پښو له ګوتو یې را ځوړند کړم، سپي یې را باندې را خوشي کړل خو دومره نه وم یرېدلی لکه د ریاست ۹۰ زیرزمنیو ته یې چې را ښکته کړم، هسې مې د کڅوړې تر یو سوري ولیدل چې پنجرې دي او خلک پکې را ځوړند دي، دا زما په ژوند کې اول ځل و چې په پنجرو کې مې انسانان په ځوړند حالت کې ولیدل، دغه صحنې ما ته کټ مټ هغه د قصابانو قصابخانې را په یاد کړې! په پنجرو کې چې مې ځوړند خلک ولیدل داسې راته ښکاره شول لکه هغه په قصابخانو کې چې یې پسونه را ځوړند کړي وي، او له دې سره مې د قیامت ورځ او هغه ددوزخ تصور مخې ته راغی، ځکه مونږ له ملا صاحبانو نه اورېدلي وو چې ویل به یې په قیامت کې به خلک په دوزخ کې را ځوړند وي! چیغې به وهي، ژړاوې به وي! ما چې ریاست ۹۰ ولیدو نو دوزخ را په یاد شو! او په دې یقینې شوم چې له دې ځایه ژوندي وتل نشته، همدلته به مو قصابي کوي او بیا به مو لکه دکمونیستانو د تېر دور پر مهال په دښتو اوغرونو  کې تر خاورو لاندې کوي!

  نوموړی ملګری چې له مونږ سره په یوه خونه کې و، یوه ورځ یې له خونې نه بهر کړ، ډېر وخت تېر شو، بیرته راغی، دغریب ډېر فکر خراب و، ملګرو پوښتنه ترې وکړه چې ولې؟ ډېر خو به یې نه وې تکلیف کړی؟ ده ویل یه! بیا یې وروسته ما ته وویل چې په مخ مخ يې په چپلاخو ووهلم! او په رښتیا د غریب مخ تک سور شوی و!

 دغه ملګري ویل چې څارنوالان ډېر راته په غوسه شول چې ولې حال نه وایم! تر دې چې په خصي کولو یې وګواښلم ! له دې سره یې یو کس  لاړو یو ماشین یې راوړ، مخې ته یې راته کېښود، که حال وايي ویې وایه او که حال نه وايې نو بیا دې په دې باندې خصي کوو! زه یو ځل وبېرېدم ما ویل داسې نه چې دا ظالمان رښتیا همداسې وکړي، بیا مې ویل چې څه کوي ویې دې کړي، ځکه هغه څه چې دوی په ما پورې تړلي له ما سره نشته، نو څه وکوم، درواغ خو نه شم ورته ویلی! وایي ما ورته ویل چې هر څه کوئ ویې کوئ، کوم څه چې تاسو له ما نه غواړئ له ما سره نشته!

لږ دلایل مې ور سره وویل، لنډه دا چې له خصي کېدو بچ شوم!

 ددغه ملګري خبرې بالکل پر ځای وه، په رښتیا هم چې د وحشي څارنوالانو یو وحشت دا و چې سړی به یې له ثلاثي مجردو نه نیولو، په ګوتو کې به یې ټينګ ونیولې داسې په زور کې به یې تاوولې چې ډېرو بندیانو به سملاسي ضعف وکړ!

خپله له ماسره یې هم ددغه وحشت هڅې وکړې مګر ما تر پایه مقاومت ور سره وکړ، یو سپین ږیری ځناور کمونیست څارنوال و، ډېره هڅه یې وکړه چې له همدې … نه مې ونیسي مګر دا چې بوډا وو سم زور یې نه رسېدو، اګر چې زما په لاسونو کې ولچک هم وو، خو بیا هم یو چل مې زده شو، او هغه داسې چې دواړه ولچک لاسونه مې د ورنو په منځ کې ټینګ ونیول، ده چې هر څو کوشش وکړ چې لاس مې اخوا کړي او خپل کار وکړي ونه توانېد! او همدا به یې راته ویل چې زه دې دا… در نه وباسم! له اولاد نه دې بې غمه کوم! چې نطفه دې بالکل ورکه شي، تر څو اولاد نه وزیږوي ځکه هغوی به هم بیا ستا په څېر کېږي!

 کله چې په دې نامراده هڅه کې ناکام شو نور یې په سر، پر مخ، د وهلو پیل را باندې وکړ! خو الحمد لله له دغه وحشت نه بچ شوم، او الله ته مې ډېر سوال کولو چې یا الله له دې بې شرمۍ نه خومې وساتې نور که هر څه کوي خو چې دا وحشت را سره ونه کوي، هر انسان بیا خصوصا مسلمان په هېڅ صورت دا نه خوښوي چې څوک یې عورت ته لاس ور وړي، خو ما ته ډېره لویه بې حیايي ښکارېده! الحمد لله الله تعالی ترې وساتلم!

خو نورو ملګرو چې کیسې را ته وکړي ډېر سخت یې تکلیف کړي وو، آن چې ځینو ځینو ته خو یې دایمي مرضونه پیدا کړي وو!

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

—————————

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x