افغانستان

سور صليب: افغانستان له سخت بشري ناورين سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): افغانستان له سخت تاريخي بشري ناورين سره مخ دی.

افغانستان کې د سره صليب مشر  ټيليګراف برتانوي ورځپاڼې ته ويلي، چې د ولسي خلکو مرګ ژوبله، لوږه، نا امنيي او روغتيايي ستونزې د پخوا په پرتله ډېرې زياتې دي.

د سره صليب مشر جينز نيکولس مارټي وايي، چې له کوم وخته ناټو افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، جګړو زرو اخيستی او طالبانو بې ساري پرمختګونه کړي دي.

رويټرز خبري اژانس هم د سره صليب د چارواکو له قوله وايي، چې يوازې له تېرو اوو کالو راهيسې د جګړو، بمباريو او چاودنو له امله يوولس زره ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مارټي ټيليګراف ورځپاڼې ته ويلي، چې تېر ۲۰۱۵م کې د ولسي خلکو ټپيان د تېرو کلونو په پرتله دېرش سلنه زيات شوي وه او د روان ۲۰۱۶ په لومړيو مياشتو کې تر اوسه له شپږ سوو زيات ولسي وګړي ټپيان شوي، چې کېدای شي د جګړو په زياتېدو دا شمېره نوره هم زياته شي.

سره صليب يو ځل بيا ټينګار کړی، چې په جګړو او وژنو کې ولسي خلکو ته ډېر زيان اوړي او د دې لپاره بايد د سولې بهير ګړندی شي، مګر ولسمشر غني تېره ورځ د سولې پر ځای پر جګړه ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې د عفوې زمانه تېره شوې، اوس به هر څه د جګړې په زور کوي.

دولس زره امريکايي او ناټو سرتېري په افغانستان کې پراته دي او ژمنه يې کړې، چې د افغانستان د پوره امنيت او سوکالتيا پورې به په هېواد کې پاتې وي.

په عين حال کې غربي رسنۍ وايي، چې د نړۍ په کچه له سوريې وروسته دويمه درجه افغانان دي، چې له هېواده وځي او د مرګ پر لارو اروپا ته ځانونه رسوي.

رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې افغانان په هېواد دننه له سختو اقتصادي، امنيتي او روغتيايي ستونزو سره مخ دي او د هېواد پنځوس سلنه خلک د خپلې درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي.

د سره صليب مشر وايي، چې ناټو د ۲۰۱۴م په پای کې افغانانو او نړيوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی پوځي ماموريت پای ته رسېدلی، امنيت راغلی، ښوونځي فعال شوي، مګر ځمکني حقايق د ناټو د ځرګندونو او ډاډ خلاف دي او د هېواد امنيت د پخوا په پرتله نور هم خراب شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x