افغانستان

د ملا محمد رسول د مړینې ګونګوسې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو له لیکو وتلیو کسانو یو تن «ملا محمد رسول» په اړه داسې ګنګوسې دي چې په هرات ولایت کې وژل شوی دی.

ملا محمد رسول ته نږدې سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې څه موده مخکې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو او سیمه ییزو اربکیانو ترمینځ جګړه ونښته، نوموړی چې د اربکیانو په پلوۍ د طالبانو په خلاف جنګېده، تر جګړې وروسته یې د مړي او ژوندي درک معلوم نه دی.

سرچینه زیاتوي چې له پېښې وروسته د نوموړي د ژوند په اړه کره معلومات نه شته او هیچا نه دی لیدلی او زیات ګومان کېږي چې په نښته کې وژل شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې درې اونۍ وړاندې نن ټکی اسیا داسې راپورونه تر ګوتو کړي وه چې د ملا محمد رسول نږدي ملګری «عبد المنان نیازی» په پلازمېنه کابل کې دی او د ملي امنیت په ځانګړي میلمستونونو کې له دولتي چارواکو سره لیدنې کتنې کوي.

نن ټکی اسیا ته یوې جلا سرچینې د عیني شاهد له قوله ویلي وه چې څه موده وړاندې یې عبد المنان نیازی له خپل یو ملګري «ننګیال» سره په داسې حال کې لیدلی چې په الوتکه کې له هرات ولایت څخه کابل ته روان وه. خو عیني شاهد د ملا محمد رسول د برخلیک په اړه ناخبري ښيي.

د طالبانو صف د پرېښودو په لومړیو وختونو کې ملا محمد رسول په پرلپسې توګه په مطبوعاتو کې مرکې او څرګندونې کولې، خو له تېرو دریوو میاشتو راهیسې په رسنیو کې نه دی راڅرګند شوی.

ملا محمد رسول ته نږدې سرچینې وايي چې د شینډنډ له پېښې وروسته د نوموړي دغه یوناڅاپي رسنیز غیاب هغه شکوک لا پیاوړي کوي چې د سیمه ایزو اربکیانو په څنګ کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

تېره میاشت داسې راپورونه هم خپاره شول چې ملا محمد رسول په پاکستان کې نیول شوی دی، خو موثقو منابعو د دغو راپورونو پخلی نه دی کړی. هغه مهال عبد المنان نیازي دغه راپورونه ناسم بللي وه، خو لا یې هم د خپل ملګري د ژوند په اړه کره شواهد نه دي وړاندي کړي.

که چېرې ملا محمد رسول وژل شوی وي، نو د هغه نږدی ملګری «ملا عبد المنان نیازی» یوازینی هغه څوک ګڼل کیږي چې له دې وروسته به د طالبانو د مخالفت چارې په یوازې ځان پرمخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x