ټولنیزه برخه

د یوه سید او تور غلام کیسه

حامد افغان

کیسه کا: په خراسان کې یو تور سکڼی غلام و، الله زیات علم پرې لورولی و، ډېر دینداره او متقي انسان و، په خلکو ډېر ګران و او هر چا به مینه ورسره کوله، یوه ورځ جومات ته په لاره په ډېر درنښت ډېر خلک شاومخته ورسره روان وو، چې یو سید په نیشه حالت کې په مخه ورغی، خلکو کوښښ کاوه هغه لیري کړي خو هغه ځان ده ته ورورساوه، له جامو یې ونیو او ورته ویې ویل: اې تور مخیه! اې کافره او د کافر زویه! زه د رسول الله لمسی یم سپکه سپانده یم، او ستا دومره درنښت کیږي؟! په ما خلک بدرد وایي او ته عزتمن یې؟! ما خلک شړي او ستا احترام کوي؟!!

خلکو هڅه وکړه هغه بدمست سید وډبوي خو دې غلام عالم خلک منعه کړل او خلکو ته یې وویل: دی باید د خپل نیکه په خاطر پوهه کړو، نو سید ته یې وویل: اې سیده! ما خپل باطن سپین کړی او تا خپل باطن تور او لړلی دی، نو خلک زما له توره مخه لاندې سپین سپېڅلی زړه ویني، ما ستا د نیکه سپېڅلې لاره او اخلاق خپل کړي دي، او تا زما د کافر نیکه لاره نیولې ده، نو ما خلک ستا د صالح نیکه په شکل کې ویني او تا خلک زما د کافر نیکه په صورت کې ګوري. نو خلک پر ما ستا د نیکه د لمسي ګومان کوي او پر تا زما د کافر نیکه د لمسي ګومان کوي نو طبعاً ستا سره زما د نیکه په څېر چلند کوي او زما سره ستا د نیکه په څېر چلند کوي.

محترم سادات وروڼه رښتیا هم د ډېر درنښټ او احترام وړ دي، د دوی د احترام په اړه نبوي حدیث راغلي دي، خو دا درنښت او احترام به هلته ترلاسه کوي چې د خپل نیکه پر لاره روان وي، او د خپل نیکه لاره تر نورو زیاته ټینګه کړي، دوی ته په کار هم دا ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره ټینګه ونیسي او نور خلک هم هغې لارې ته راوبولي، او که داسې نه وي نو یواځې نسب او سیادت یې نشي ژغورلی او نه په یواځې سیادت سره درنښت او احترام ترلاسه کولی شي. د قرانکریم د دې قاطع حکم مقابله بل هیڅ شرعي نص نشي کولی چې کرامت او شرافت یې تر ټولو متقي انسان ته وربښلی دی، ان اکرمکم عند الله اتقکم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x