
کابل او ننګرهار کې سیلابونو درانه تلفات اړولي
د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وایې، د تېرې ورځي د بارانونو له کبله راغلیو سیلابونو لسګونو کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د دوی په وینا د سروبي په ولسوالۍ کې راوتلو سیلابونو په پایله کې د مړو شمیره چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، د ۹۰ تنو څخه واوښته او په لسهاوو نور یې ژوبل کړي دي د مړیو له ډلې کابو ۴۰ یې تر خاورو-خځلو لاندې موندل شوي او د نورو لټون روان دی. .
ویل کیږي سیلابونو د سروبي ولسوالۍ پر بازار سربېره ورڅېرمه کلیو کې درانه زیانونه اړولی او په سلهاوو کورونه يې ویجاړ کړي دي .
بل خوا داسې راپورونه هم شته چې ګنې په لسګونو نور خلک چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي،تر دې مهاله ترې تم دي او د مرګ-ژوبلې هېڅ درک یې نشته.
د سروبي یوه اوسېدونکي لعل محمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې سیلابونو څلور کلي ویجاړ کړي دي او پدې څلورو کلیو کې د ۹۶ تنو مړي د اوبو او خټو څخه را ایستل شوي دي. د نوموړي په وینا سیلابونو له ۴۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي دي.
بل پلو له ننګرهار څخه ترلاسه شوی خبر وایې،چې د سیلابونو له کبله د سره رود ولسوالۍ شاوخوا لسو تنو اوسېدونکیو خپل ژوند له لاسه ورکړی.