د کمونستي کودتا ۳۸ کاله پوره شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د غويي ۷مه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ ګڼل کیږي او هم دغه ورځ د افغانستان د بربادۍ پیلامه ګڼل کیږي.

په ۱۳۵۷ل کال د غويي په ۷مه کمونستي جنرالانو کودتا وکړله او ولسمشر یې و وژلو.

سردار محمد داوود د حکومت په لومړني پړاو کې ټوله تکیه په کمونستانو وکړله، د کابېنې نیمايي وزیران یې د خلق او پرچم له ګوندونو څخه وټاکل، مهمې نظامي څوکۍ يې هم د چپي ګوندونو غړو ته ورکړې.

خو د وخت په تېرېدو سره سردار داوود خان له کمونستانو او په ځانګړي ډول له روسانو سره اړیکې خړې او د اسلامي هېوادونو سره اړیکې جوړې شوې.

Day_after_Saur_revolution

د ثور د کودتا څخه یوه ورځ وروسته

د اسلامي هېوادونو سره د اړیکو جوړولو او له روسانو سره تر یوه بریده خرابېدلو له کبله روسانو په افغانستان کې د دوی روزل شوي ملګرو ته امر وکړ چې د داوود خان د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د تاریخي لاسوندونو پر اساس کمونستانو د څو میاشتو د پلان او دسیسو وروسته د غويي په ۷مه ۱۳۵۷ل کال کودتا وکړه، داوود خان چې تر پایه تسلیم نشو، د خپلې کورنۍ له ۳۰ غړو سره یوځای و وژل شو.

د دغې کودتا وروسته افغانستان بیا سمه ورځ ونه لېدله. له همدې ورځې وروسته دادی نېږدې ۴۰ کاله تیریږي، خو جګړه لا هم روانه ده، هر ورځ لسګونه کسان وژل کیږي، کورونه ویجاړیږي او هېوادوال وطن پریږدي.

د غويي کودتا وروسته بهرنیو ته په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره خلاص لاس ورکړل شو او یو نیم کال وروسته شوروي ځواکونه افغانستان ته راوغوښتل شول.

د دغې کودتا وروسته شاوخوا یو نیم میلیون افغانان و وژل شول او تقریبا ۶ میلیونه نور يې په هجرت مجبور شول.

د غويي ۷مې په کودتا د احمدالله احمدزي تبصره

لیکوال او شناند احمدالله احمدزی د غويي د ۷مې د کودتا په اړه نن ټکی اسیا سره د فیسبوک له لارې خپله تبصره شریکه کړه. هغه وايي چې د پخواني پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د کابل حضرت صيبانو، مولوي محمد يونس خالص، قدرت الله حداد، وزير محمد ګل خان مومند او داسې نور ملي مشران هم له نظامه خوابدي وو، مګر نه يې غوښتل، چې دغه روان نظام نسکور شي او ټوله هڅه يې دا وه، چې اصلاح له داخله راولي.

Sardar-Mohammad-Daud-Khan

کودتا چیانو د غويي په ۷مه د ولسمشر محمد داوود خان په شمول د نوموړي د کورنۍ ۳۰ غړي و وژل. هغه تر پایه جګړه وکړه او کودتاچیانو ته تسلیم نشو.

د احمدزي په باور یاد مشران په دې نظر و، چې که يو ځل د افغانستان نظام او اداري جوړښت له منځه ولاړ شي، بيا يې جوړول ناشوني دي. روس پلوي کميونستان له پخوا په دې لټه کې وو، چې د روسانو په مشوره شاهي نظام ړنګ کړي، مګر چانس په لاس نه ورته او د دې لپاره يې سردار محمد داود خان وکارولو.

احمدزي په وینا هغه مهال هم مولوي خالص او نورو مشرانو دا وويل، چې داود خان داسې يو کار وکړ، چې دافغانستان لپاره د تلپاتې زيان په معنا دی. واک ته له رسېدو وروسته، ګڼو کمونستانو غوښتل، چې د داود خان پر ضد کودتا وکړي، مګر د دوی فکري لارښود مير اکبر خيبر د کودتا مخالف و او ويل يې، که موږ د نظام پر ضد کودتا وکړو، ولس کې مو رنګ بديږي، چې بالاخره مير اکبر خيبر مکرويانو کې د خپل کور مخته د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو او پر قبر يې نور محمد تره‌کي او نورو ګواښ وکړ، چې د ده د مرګ بدل به اخلي.

يو شمېر اسناد ښيي، چې د مير اکبر خيبر وژنه د کمونستانو لپاره يوه بهانه او تور يې پر داود خان لګاو، چې دی هغه وژلی، مګر هغه مهال، چې خلقيان او پرچميان واک ته ورسېدل، هېچا د خيبر د مرګ دوسيه ونه څېړله.

د کمونستانو داخلي کړۍ وايي، چې مير اکبر خيبر د کمونستانو د هغو کړيو له لوري ووژل شو، چې د کودتا پلويان وو او له همدې امله يې دوسيه هم تر پايه چا ونه کتله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د