نظــر

کندهاري‌ چارواکو کارنامې …..!

دلوی امپراتور ستر احمدشابابا ټاټوبی ، د میرویس خان نیکه ښار ، دافغانستان سرنویشت ټاکونکی ولایت ، د احمدولي خان  ،  خاکریزوال ، خان محمد ، عبدالمجید بابي ،  غلام حیدر خان ښاروال  ټاټوبی زما «کندهار» نن دلوپرو چارواکو په منګولو کښېوتلی دی . دداسي‌ بې بردوباره چارواکو په منګولو کښېوتلی چې نه خو دځان عزت ساتلای سي او نه هم دخپل ولس او خلکو ، نه خو داسلام مقدس دین ته احترام لري‌ او نه هم پښتني دود، دستور او عناناتو ته . زه دلته دټولو کندهاري چارواکو خبره نه کوم البته هغه کسان یادوم چې په دې ولایت کې ناوړه او نه بخښونکې لوبه پیل کړې یا په بله معنا داسي کړنې کوي چې زموږ دخوارولس ټاټوبي ته په شعوري او لاشعوري توګه زیان وراړوي .

دکندهار دچارواکو درویې ، ناوړه چلند ، زور زیاتي ، رشوت او اختلاص خبره خو پټه نه ده او له بده مرغه دافغانستان دنورو ولایتونو په څېر دا هر څه دلته هم په خورا اوج او موج پر مخ روان دي . دا هغه خبري دي‌چې خلک یې یوڅه زغمي‌ او هغه په دې چې په نور افغانستان کې هم دا خبري ډېري عام دي . خو په کندهار کې دولایت دمحترم مقام ، داطلاعاتو او کلتور ریاست ، دښاروالۍ ریاست ، د رادیو تلویزون مقدس مقام چې دټولو هغو یې مخامخ رابطه له ولس سره ده ، ځیني کړنې دردونکې او ژړه وونکې دي‌.

درواني اګوسټ میاشتي ‌پر لومړۍ نېټه بینوا ویب پاڼې یو تاریخي او له ثبوتونو ډک راپور خپور کړ چې په هغه کې د ولایت مقام مرستیال عبدالقدیم پتیال چې د انجینئر عبدالطیف اشنا ځای ناستی دی ، داطلاعاتو او کلتور ریس دواخان مینه پال چې دپیاوړي‌ لیکوال  عبدالمجید بابي ځای ناستی دی ، قاضي عمر چې دښاروال غلام حیدرخان ځای ناستی دی او نورالله نوري‌ چې دملي راډیو تلویزون دمشرتابه مقدسه دنده ورسپارل سوې ده ،‌په یوه دښته کې دشرابو په نشه کې لت پت او له ښاره ناخبره ښکاري .

په دې کې شک نسته چې شراب اوس په افغانستان کې ډېر عام دي او تر ډېره یې دافغانستان ګڼ چارواکي او دپیسو خاوندا څیښي ، خو په کندهار او یوه پښتني ټولنه کې دداډول خلکو چې مهم بستونه یې دي او هره ورځ ولس ورسره مخامخ دی داسي یو عمل کول دبخښلو وړنه دی .

زه ریس صاحب او دهغه کورنۍ پېژنم ، پخپله ریس جمهور صاحب شراب نه څیښي البته دچرسو څکولو په تړاو یې خبري کېږي ، خو دهغه دورور قیوم خان کرزي‌ له لوري پر کار ګومارل سوي ‌چارواکي ‌داسي کړنې کوي چې ډېري شرمناکې دي .
زه دلته دقیوم خان او دوالي دمرستیال پر خبره باندي یوڅه رڼا اچوم . دکندهار دولایت دمقام مرستیالي ته کاندید دډنډ ولسوال احمدالله نازک وو چې پخپله دملي امنیت دلوی ریس او دکندهار دپخواني والي اسدالله خالد له لوري قیوم خان ته ورپېژندل سوی وو، خو دا چې هغه په قوم بارکزی وو او قیوم خان ته دمنلو وړ نه وو نو هغه ددې چوکۍ وړ ونه بلل سو او دا چوکۍ پتیال صاحب ته ورکړل سوه .
پتیال صاحب په ښکاره ښه اخلاق کوي او له خلکو سره په خبرو کې نرمه لهجه لري ،خو په اصل کې دولایت مرستیال نه بلکه دقیوم خان کرزي نوکر دی . ددې خبري‌ علت دادی چې قیوم خان دخپلو پروژو ساتنه په ولایت کې دننه په دغه ځوان باندي‌ کوي . ځکه اوس توریالی ویسا دقیوم خان خبري ته سم غوږ نه ایږدي نو ځکه یې هغه په څنګ کې دا کس کښېنولی دی .

اوس خبره دکندهار درادیو تلویزون دریاست ده . هلته قیوم خان نورالله نوري کښېنولی دی دهغه کار او دنده داده چې دکندهار ملي رادیو تلویزون خپرونې به کمزوري ساتي ، اوس تاسو درنو لوستونکو ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې ددې ګټه دقیوم خان کرزي لپاره څه ده ؟

ددې ګټه ښاغلي قیوم خان کرزي ته داده چې هغه پر هیواد تلویزون باندي له امریکا یانو څخه ډېري زیاتي ‌پیسې اخلي‌او دملاعمر له سرای څخه دا پروژه تمویلېږي ، نو که چېري دکندهار ملي راډیو تلویزون ښې خپرونې ولري نو بیا دقیوم خان هیواد تلویزون ته امریکا یان داسي پیسې نه سي ورکولای .

دا علت دی چې نور الله نوري هلته ناست دی او دتلویزون دمشرتابه دا سیټ یې قبضه کړی او د قیوم خان کرزي ‌دګټو لپاره دولس او حکومت ګټي تر پښو لاندي کوي .

په دواخان مینه پال باندي داطلاعاتو او کلتور ریاست چوکۍ ځکه ډکه ساتل سوې چې قیوم خان کرزی خپله یوه مدني ټولنه لري چې داطلاعاتو او کلتور ریاست ته ورته کارونه کوي . که داطلاعاتو او کلتور ریاست کمزوری وي بیا هم دتلویزون په څېر دقیوم خان دمدني ټولنې ګته زیاته ده او دملا عمر په کور کې دجوړ سي‌- آی ـ آې ددفتر لوی فنډ دقیوم خان مدني ټولنې ته ځي ، او که داطلاعاتو او کلتور ریاست قوي ‌سي بیا به دا فنډ راکم سي .

بله خبره داده چې کله دکندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست ته دریس دټاکلو خبره کېده نو دکندهار والي توریالي ویسا خپل ټیم ته وویل چې دقیوم خان او شاولي خان کرزي ددواړو دا خوښه ده چې پر دا سیټ یو کمزوری غلجی کښېني ، ځکه موږ باید په اداره کې یو غلجی ریس هم ولرو او هغه باید داسي کس وي چې همېشه زموږ خبري ته غوږ کښېږدي‌ او زموږ سره په هو کې هو او په نه کې نه ووايي . هغه وو چې بیا دا پرېکړه عملي‌ سوه او دواخان مینه پال چې حقوق یې لوستي دي او په علمي ډګر کې څه لویه لاسته راوړنه نه لري او په اخلاقي فساد تورن کس دی ددې ادارې مشر وټاکل سو . دعلامه حبيبي او بینوا صاحب پر دغه ټغر ناست ځوان مینه پال په محفلونو کې رخصونه کوي ، ښکنځل یې عمومي عادت دی له قلم او کتاب سره ژوره دښمني لري . یو څه وخت دآزادي راډیو خبریال وو او ورسته بیا دکندهار د پریس کلب مشر وټاکل سو چې دسي آی آې یوه پروژه وه او هغه پیسې چې ده او دامریکا ږغ پخواني خبریال فضل الرحمان سره وخوړې نو فضل الرمان کندهار پرېښود او دی په حکومت ننوتی .

اوس راځو دښاغلي قاضي عمر برخي ته :

 قاضي عمر چې په اصل کې په قوم علیزی او د هلمند ولایت اوسېدونکی دی ، په لویه کې دهلمند دپخواني والي شیرمحمد اخوند زاده له کورنۍ سره مخالفت لري ‌او زیات وخت یې په پاکستان کې تېر کړی دی نرم او دښه مزاج خاوند شخصیت دی .
هغه همېشه په پسته ژبه خبري کوې اودنور الله نوري ، پتیال او مینه پال برخلاف یې انګرېزي ژبه هم زده ده . هغه په لومړیو کې دقیوم خان په بغل ځان دهیواد تلویزون ته ننویستلو او ورو – ورو یې پر مختګ وکړ او دکندهار دښاروالي سره دمشاور په توګه وټاکل سو . نوموړي هغه وخت قیوم خان کرزي ته دا نظر ورکړ چې دوی باید داعلاناتو یوه کمپنۍ ولري چې له یوې خوا به یې په ښار کې داعلاناتو پر مارکیټ  قبضه وي او له بلي خوا به دنسیم کرزي چې وروسته یې خپل تخلص بدل کړ او نسیم پښتون یې کړ اړیکي له امریکا یانو سره وروشلوي . نسیم خان هغه وخت داعلاناتو یوه لویه کمپنۍ لرله چې دبي بي سي خبریال میرویس افغان ورسره شریک وو. دغې کمپنۍ زیاتي پیسې له امریکا یانو اخیستې او په ښار کې شاوخوا (۵۰۰) لوحې درولې وې . ددې لوحو امدن دومري زیات وو چې وروسته دمیرویس افغان او نسیم خان ترمنځ داختلافاتو سبب سو . کیدای سي میرویس افغان دغه اختلاف دقیوم خان کرزي په خوښه کړی وي ځکه میرویس افغان کرزیانو ته تر بل هر چا ورنېژدې کس وو، زه دا ویلای شم چې شپه او ورځ به داحمد ولي‌ خان کرزي په کور کې وواو دیوال په دیوال سره اوسېدل . او له بله لوري نسیم خان او کرزیانو یو له بل څخه سخت نفرت کاوه او دواړه لوري‌دملا عمر دکور یعني سي ای آې پر مرستو او پیسو سره جنګېدل .

قاضي عمر له موقع ګټه واخیسته او داعلاناتو دکمپنۍ په نوم او دنسیم خان سره دمخالفت په وجه یې ځان دقیوم کرزي تر غوږونو نور هم ورساوه او کار یې پیل کړ. دی پر یوه وخت دښاروالي مرستیا او داعلاناتو دکمپنۍ مشر سو . هغه دهیواد په تلویزون کې هم دمشر دنده پیل کړه او دقیوم خان کرزي اعتباري کس سو .

قاضي عمر دا هڅه وکړه چې غلام حیدر حمیدي‌ چې یوریښتونی هیواد پال شخص وو دنسیم خان په خلاف یې پر پښو ودراوه او نتیجه داسوه چې دیوڅه وخت په تېرېدو سره دنسیم خان کمپنۍ پرشا تګ ته اړه سوه او بلآخره بنده سوه .

ښاغلی عمر لا دښاروالي مرستیال وو چې دکندهار ښار تر ټولو ښه خدمت کوونکی ښاروال غلام حیدر حمیدي په یوه برید کې ووژل  سو . دده تر مړینې وروسته داسي خبري په کندهار کې پیل سوې چې ځانمري برید کوونکي ‌ته لنګوټه ورپرسره سوې وه ،یعني‌ هغه ځانمرګي بریدګر نه وو بلکه په سازشي ډول لنګوټه پرسر ورکښېښودل سوې وه او هدف یوازي د ښاروال وژل نه وو بلکه یو بل کس قاضي عمر تر ښاروالي رسول وو. دا چې بیا دا قضیه ولي‌ پټه وساتل سوه پر دې به بیا یو بل وخت خبري وکړو انشا الله .

وروسته تر دې قاضي عمر په اتوماتیک ډول دکندهار ښار سرپرست ښاروال وټاکل سو او هغه وو چې یو څه موده تېره سوه قیوم خان کرزي یې دښاروال کېدو امر وروسپاره او دی ښاروال شو . چې کله نوموړی دښاروالي‌ دې رتبې ته ورسېدو نو یې په ښار کې نه یوازي‌ دا چې له مالدارو خلکو دپیسو غوښتنې پیل کړې ،بلکه په لویو پروژو کې دځان دشریکولو کار هم پیل کړ. دبیلګي په توګه دکندهار په لومړني شخصي پوهنتون کې دشراکت ونډه یې واخیسته او دپوهنتون ډلي ته یې ښکاره وویل چې لماسره په دې هرڅه کې قیوم خان شریک دی . هم دا راز دکندهار ښار لوی تجار چې پر شا یې دګل آغا شېرزي لاس هم پورت دی (حاجي عبدالله ) ورته یو نوی ګران بیه موټر واخیستو . دښار دنحیو مسئولینو ته یې په ښکاره دپیسو دراغونډولو وویل . زما یو دوست چې خبریال دی راته وویل چې یوه ورځ دښاروالي‌ په یوه خصوصي غونډه کې ښاروال او ځینو مسئولینو خبري سره کولې چې باید پیسې راغونډي کړو ،او دښاروال پر ونډه یې بحث روان وو. هغه وايي چې زه یې ولیدم ماته یې وویل چې ته دي دا خبریالي ایله که ته به نور لما سره زموږ په مطبوعاتي دفتر کې کار کوې . دغه خبریال وايي زه وپوهېدم چې ښار وال مي په یوه ناوړه رنګ ورسره لړي نو ځان مي نا خبره واچاوه چې ما هیڅ نه دي او رېدلي او تر اوسه یې بیا څه نه دي ویلي .

ښار وال دقیوم خان له نوم نه ګټه واخیسته او همداراز یې خپل تګ راتګ ، خپلي خبري او هرڅه دقیوم خان په ډول عیار کړل .

قاضي عمر چې ټول عمر په پاکستان کې پاتې سوی دی ، دډېرو په اند دپاکستان استخباراتو ته کار کوي . هغه په ښکاره دپاکستان مخالف او سختي ښکنځلي کوي ،خو په اصل کې دقیوم خان او پټو دولتي رازونو انتقال کوونکی بلل کېږي .

ماته دکندهار ښار یوې معلیمي چې درنګینه حمیدي نېژدې ملګرې ده ،او رنګینه حمیدي دقیوم خان مدني ټولنه چلوي وویل چې یو ځل دکندهار امنیه قوماندان رازق خان ته داستخباراتو ریس اسدالله خالد ویلي وو چې پر قاضي عمر ژور نظر وساتي ، او هغه وو چې رازق خان ورته ۳ ځانګړي بارډیګاډان ورکړل او دبارډیګاډانو کار دهغه څارل وو، خو په دې ډول رازق بریالی نسو چې دهغه اسرار ترلاسه کړي . بیا وروسته اسدالله خالد قیوم خان ته وویل چې ددوی دملي‌امنیت داطلاعاتو پر بنسټ دا کس دپآکستان لپاره کار کوي ، او قیوم خان دا خبره نه وه ورسره منل بیا دقیوم خان او ښاغلي خالد ترمنځ دیو څه وخت لپاره اختلاف هم پیدا سو . دا چې ددې ښوونکې دا خبره به څومره حقیقت ولري یانه خو کیسه یې داسي ده چې دانسان زړه ته لوېږي ،ځکه ښاغلی عمر زیات مرموز حرکات لري .

اوس راځو اصلي موضوع ته چې ددغو چارواکو له لوري‌ دپښتني دود تر پښو لاندي کول ، په ډله یزه توګه دشرابو څیښل او همداراز په محفلونو کې ځوانان او هلکوان رخصول هغه څه دي چې په ټوله کې افغانستان او په ځانګړي ډول دکندهار داوسېدونکو لپاره دمنلو وړنه دي .

اوس حکومت څنګه دا تمعه لري چې دداسي چارواکو سره دي ولس مرسته وکړي ، دهغوی دبریالیتوب دپاره دي ولس قرباني ورکړي ، دهغوی د ګټو لپاره دي ولس خپلي ګټي تر پښو لاندي کړي . دا ممکنه نه ده .

زما په اند که چېري څوک دا لیکنه تر قیوم خان کرزي یا شاولي خان او یا هم تر ریس جمهور پوري رسولای سي دا به یې دافغانستان له مظلوم ملت سره مرسته وي . ځکه قیوم خان پوهېږي چې پورته لیکل سوي هرڅه رښتیا دي . هغه کېدای سي نور ددغه ناوړه اشخاصو له حمایې څخه لاس واخلي ،ځکه نور دده رنګه ورباندي بده ده . کیدای سي دې خلکو دا عمل شعوري کړی وي او دا حکومت بد نامه ول غواړي ، کنه نو داسي یوه محفل ته کیمره وړل او بیا عکسونه اخیستل بې حکمته کار نه دی .

که شاولي خان کرزی دا لیک ولولي ښايي هغه به خپل ورور وپوهوي چې له دې مرداري ځان راوباسي ، او که ولسمشر ترې خبر سي ښايي همېشه دمسلماني او پښتونولي دعوه کونکې ولسمشر دې خلکو ته ښکاره جزا ورکړي او مکافات یې کړي .
خو که پر دا موضوع باندي دکندهار والي‌ ، توریالی ویسا ، قیوم خان کرزی او حامد کرزی او دکندهار ولایتي شورا پټه خوله پاتې سول ،بیا نو ددې معنا داده چې طالبان چې دحکومت په خلاف څه کوي هغه سم دي ، ځکه چې هغوی به ورته کسانو ته ارو مرو جزا ورکړي .

وسلام

لیکونکی: ببرک کندهاری


===========

مهمه یادونه: لکه څرنګه چي د نن ټکی آسیا پالیسي ده، دا لیکنه او په کښي راغلي ټول معلومات یوازي او یوازي د لیکوال نظر څرګندوي، او دهغه خپل معلومات دي، د نن ټکی آسیا له خوا د نظر او معلوماتو موافقت ورسره په هیڅ ډول اړین نه دی.

مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x