fbpx

«طالبان د خبرو مېز ته هڅول يوازې د پاکستان دنده نه ده»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا د افغان ولسمشر اشرف غني هغه څرګندونې رد کړې، چې پاکستان د سولې  په بهير کې له زړه همکاري نه کوي.

پاکستان وايي، چې د سولې مېز ته د طالبانو راوستل، يوازې د پاکستان کار نه دی.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پاکستان د هر ډول ترهګرۍ مخالف دی او په دې اړه يې د ولسمشر غني هغه خبرې «ناسمې» وبللې، چې پاکستان د ښو او بدو طالبانو پاليسي چلوي.

ښاغلي غني د ملي شورا ګډې ناستې ته په خپلو خبرو کې پر پاکستان غږ کړی، چې طالبان دې د سولې خبرو ته نه راولي، بلکې جګړه دې ورسره وکړي او يا دې له خپلې خاورې وباسي.

پاکستان وايي، چې دوی د څلور اړخيزو ناستو په ترڅ کې هڅه کړې، چې طالبان د سولې بهير کې راګډ کړي او زياته کړې يې ده، چې د جګړې له لارې سوله او بريا نه شي ترلاسه کېدای.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې طالبان وحشيان او باغيان وبلل او زياته يې کړه، چې څوک زموږ د سولې هڅې نه مني، پر ضد به يې جګړه کوو او  «دوزخ»ته به يې لېږو.

اشرف غني په خپلو خبرو کې طالبان د پاکستان «غلامان» وبلل او زياته يې کړه، چې مشران يې په پېښور او کوټه کې ناست دي او خپل جنګيالي افغانستان ته د جګړې لپاره رالېږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د اشرف غني په ځواب کې وويل، چې افغان ولس پوهېږي، چې څوک غلام دی او څوک د خپلواکۍ لپاره له سر او ماله تېر دی.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دی او دوی غواړي، چې افغانستان امنيت راشي؛ ځکه د افغانستان امنيت سره د پاکستان سوله او ثبات هم تړلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د