اصلي دښمن څوک دی، د دښمن پوځونه که د هغه افکار او نظريات؟

مولوي عبدالهادي (مجاهد)

د اسلام او د کفر تر منځ دښمني د آدم علیه السلام له زمانې راروانه او په مختلفو مراحلو تېره شوې ده، خو تسلسل یې دوامداره دی. د تاریخ په اوږدو کې د اسلام په خلاف د کفر دښمنۍ په بېلابېلو وختونو کې خپل شکل او کيفيت ته تغيير ورکړی او پدې دښمنۍکې یې هر ډول مادي او معنوي وسائل په کار اچولي دي.

دا چې د الله تعالی د حق دین په خلاف د کفر دښمني په بېلابېلو شکلونو کې دوام لرلی نو الله تعالی هم په هره زمانه کې د هماغې زمانې د حالاتو او شرائطو مطابق د کفر او ګمراهیو په خلاف د مقابلې لپاره انبیاء او شریعتونه رالیږلي دي. او دا ځکه چې لکه څنګه چې د کفر په انواعو نظریاتو او فلسفو کې بدلون راځي نو د هغو د له منځه وړلو لپاره نوي دعوت، نوي تعامل او د بشریت د نوي نسل د لارښوونې لپاره د نويو پیغمبرانو رالېږلو ته هم ضرورت پېښ شوی چې دا سلسله په محمد صلی الله علیه وسلم تمامه شوې ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته د کفر د ټولو انواعو او اشکالو په خلاف مقابله او د هغو له شر څخه د انسانانو د ساتلو مسؤولیت د دې دین علماوو ته روپاتې شو. او د اسلام په تاریخ کې چې تر کومه وخته د دین علماوو د اسلام د بیان تر څنګ کفر او د هغه ډولونه او نظریات هم خلکو ته ور معرفي کول نو خلکو به هم کفر پېژاند چې هم به یې خپل ځان او هم خپله ټولنه ورڅخه ساتله، او هم به یې د هغه د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کولې. خو له کله راهیسي چې د اسلام ښوونې په تعلیمي نصابونو کې د کفر د معاصرو انواعو، اشکالو او نظریاتو پېژندګلوي او د هغو په خلاف په معاصر شکل مبارزه ورکه شوه او د مسجد ملا، د مدرسې استاد، د منبر خطیب، د کتاب مؤلف او شارح او د خانقاه مرشد د دې زمانې خلکو ته د کفر د معاصرو  ډولونو لکه د سیکولریزم، ډیموکراسۍ، کمونیزم، هیومنیزم، لیبرالیزم، وضعي قوانینو، تنصیر، استعمار ، استشراق او د معاصر کفر د نورو ډولونو د نظریاتو او عقائدو په خلاف څه ونه ویل او و یې نه لیکل، او د هغو لوري ته د بلونکو اشخاصو او احزابو په خلاف یې علمي او فرهنګي مبارزې ته ځای ور نه کړ، نو هماغه وو چې د کفر دغه معاصر ډولونه او د هغو نظریات په خطرناک ډول د اسلامي نړۍ په ولسونو کې خپاره شول، او د نویو نسلونو په ملیونو ځوانان یا ورڅخه متأثره شول، او یا یې هم په  صف کې ودرېدل او بېرته یې د اسلام په خلاف دښمني شروع کړه.

د معاصر کفر خطر پدې کې دی چې هغه اسلامي ټولنو د صريح کفر په نامه نه راصادریږي، بلکې هغه پداسې نومونو او شعارونو ځانته په اسلامي ټولنو کي ځای پیدا کوي چې په ظاهره یې له نومونو د کفر نښې نه ښکاري، او د آزادۍ، دیموکراسۍ، سیاسي او دیني پلورالیزم، پرمختګ، مساوات، ټولنیز بدلون، د بیان او عقیدې د آزادۍ، د بشر د حقوقو، د ښځو د حقوقو، عقلانیت، قانون مندۍ، نړیوالو قوانینو، نړیوالو اصولو، مدني ټولنې او دېته  په ورته نورو نومونو د مسلمانو ټولنو پر ژوند ځان حاکموي، او دا ټول هغه اصطلاحات دي چې هر یو یې په غرب کې خپل فلسفي مفهوم او مدلول لري چې له یوې مخې د اسلام په مخالف قطب کې قرار لري.

په تېرې يوې پيړۍ کې کفارو او په خاص ډول د کمونيزم، سيکولريزم او ليبراليزم د مکتب پيروانو خپلې فلسفي، نظريات، سياسي او اجتماعي اصول او خپل فکري او معنوي ارزښتونه له بېلابيلو لارو او د بېلابېلو وسائلو په وسيله په مسلمانانو ومنل.

د دغو پرديو ارزښتونو او سياسي او اجتماعي نظرياتو د تأثير په نتيجه کې په اسلامي نړۍ کې داسې پردي پال نسلونه رالوی شول چې د سياست، قوانينو، تعليم، فرهنګ، اخلاقو، معنوي ارزښتونو، عسکريت او اقتصاد په ډګرونو کې د غربيانو پر لاره روان شول. سيکولر غرب او کمونست شوروي اتحاد پدې وتوانيد چې اسلامي نړۍ خپله داسې يوه مستعمره وګرځوي چې حکام او نظامونه يې پخپله خوښه په دوئ پسې روان شي.

د معاصر کفر د نه پېژندنې او د هغه په اړه د غفلت نتیجه پدې شکل کې هم راووته چې هغه ملا، طالب، مرشد او تبلیغي دعوتګر چې باید مسلمانان یې د معاصر کفر له خطرونو څخه خبر کړی وای د هغوئ لویه برخه نن په خپله لیبرالیزم، دیموکراسي، سیکولریزم، هیومنیزم، تنصیر، استشراق، وضعي قوانین، نړیوال کفري پوځي او  سیاسي تړونونه او د کفر نور اوسني انواع او اشکال په علمي شکل نه پیژني، نو ځکه خو  یې نه  په خلاف مؤثره مبارزه کولی شي او نه یې دغې مبارزې ته په خپلو اهدافو کې ځای ورکړی دی.

زموږ یوه لویه برخه ملایان او مرشدان که د یهودو او نصاراوو په هکله څه معلومات لري هم نو هغه هم هماغه د یونیم زرکلونو مخکني معلومات دي چې اوس په هغه شکل کې واقعیت نه لري. او دا ځکه چې د نن ورځي یهودیت، صهیونیزم او په هغو پورې اړوند نړیوالو او محلي تنظیمونو تقریباً ټوله نړۍ په یوه او یا بل شکل یرغمل کړي ده، او په نړۍ  کې یې د ډېرو مهمو چارو واګي په خپل لاس کې نیولي دي.

همدارنګه نصرانیت هم اوس هغه پخوانی د صومعې او رهبانیت دین نه دی چې عقیده یې په یوه خاصه محدوده کې تأثیر ولري او بس. بلکه نصرانیت اوس په صلیبیت، تنصیر، استعمار او نړیوال نظام بدل شوی چې نړیوالو کاتولیکو، ارتوډکسو، پروټسټنټ کلیساګانو او نورو نړیوالو مؤسسو له لارې یې په بېلابېلو شکلونو ټولې نړۍ ته ځان رسولی دی او د ملیاردونو انسانانو پر ژوندې خپل تاثیر پری ایښی دی، خو  زموږ د ملا، مدرسې، او د خانقاه د مرشد په نصاب کې د دغو لویو خطرونو  په هکله هېڅ هم نشته.

دا چې په مکتب ، پوهنتون، مسجد، مدرسه، خانقاه او تبلیغ کې زده کوونکو ته د کفر د معاصرو ډولونو او  د هغو د نظریاتو په اړه څه نه تدرسیږي نو له دغو دیني او علمي مراجعو څخه يوه برخه فارغیدونکي هم عامو خلکو ته پدې اړه څه نه وایي. نو هماغه وي چې یوه لویه برخه عام خلک د دغو کفري نظریاتو په دامونو کې په یوه او بل ډول ښکیل شي.

د افغانانو د جهادي مقاومتونو په بهير کې د ډېرو لویو افتخاراتو تر څنګ يوه لويه منفي نقطه هم شته چې تل يې جهادي مبارزې له هغې متأثره شوې دي، او هغه دا ده چې دوئ د دښمن په مقابل کې مقاومت کوي، خو د هغه له فکر او نظرياتو سره د مقابلې په ‌‌‌ډګر کې جديت او پوره وړتيا نه لري.

که د پورتنۍ مدعا د اثبات لپاره د مثالونو په لټه کې شو، نو ښه ډېر مثالونه به وينو چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱– افغانانو د چنګېزيانو په مقابل کې مقاومت کړی، خو د چنګيز د فکر او قانون په مقابل چې (ياسا) نومېده او حق او باطل يې ورکې سره ګډ کړی وو کومه مؤثره فکري مقابله نه ده کړې، بلکې افغانانو پخپله هم په خپل ژوند کې په داسې عرفونو او قوانينو ګذاره کړې چې شريعت، قومي نرخونه، رواجونه، عرفونه او خپلې انګېرنې او نظريات يې ورکې ګډ کړي دي. دين يې د عبادت په ساحه کې منلی، کتاب يې د ملا ګڼلی، او چې په خپلو کې سره په منازعاتو کې اخته شوي نو بيا يې د دې پر ځای چې قضيه يې د فيصلې لپاره يوازې شريعت ته وروړی وي، مقابل لورې ته يې ويلي دي چې (په شريعت راسره فيصله کوې او که په پښتو؟ دواړو ته دې تيار يم) يعنې که شريعت وي او که غير شريعت دواړه منم.

۲– افغانانو د انګريزانو په خلاف ډېرې جګړې کړي دي او ډېرې قربانۍ يې ورکړي، خو د انګريز د عقيدې په خلاف چې (نصرانيت) دی، او د هغه د اخلاقو، سياسي تفکر او فرهنګ په خلاف يې چې ليبراليزم، استعماري توسعه غوښتنه، سيکولريزم او ديموکراسي ده هېڅ کومه جدي، علمي، فکري او فرهنګي مبارزه نه يوازې دا چې کړې نه ده، بلکې ښه ډېر پوهان، مفکرين، سياستمداران او د نظام او د قلم خاوندان يې د انګريزانو پر لاره روان شوي، او  ولس ته يې په بېلابېلو ډګرونو کې اروپايي فکر ورتلقين کړي دی او د هماغه فکر پر اساس یې نظامونه هم جوړ کړي دي.

۳– افغانانو د هندوانو او سکانو په خلاف جګړې کړي دي، د هندوستان ډېرې سيمې يې لاندې کړي، ډيلي يې فتحه کړې، خو د هندوييزم د کفر په خلاف يې چې د شرک تر ټولو بد ډول دی نه کومه علمي او فکري مبارزه کړې، نه يې د هندوييزم د عقائدو، اخلاقو، مشرکانه تمدن او د مسلمانانو په خلاف د هندوانو له بدو عزائمو په پراخه پيمانه د تأليف او فکري مبارزې له لارې راتلونکو ولسونو ته څه پرې ايښي دي. او د دې کار نتيجه يې دا راوتلې چې د دې پر ځای چې په افغانه ټولنه کې هندو او سک ته د مشرک، کافر، اهل ذمه  او د اسلام د دښمن په سترګه وکتل شي، هندو ته (لالا) او  سک ته (سردار) ويل شوي دي چې دواړه د عزت او درناوي الفاظ دي.

نه يوازې دا چې افغانانو ته د هندوانو فکر او فرهنګ د يو کفري او شرکي فرهنګ په حيث نه دی معرفي شوی، بلکې د نظام او بانفوذه سياسي جهتونو له لوري په سيستماتيک ډول کوښښ شوی چې (مسلمان) افغانستان ته له (کافر) هندوستان سره د يو دوست هېواد په حيث پيوند ورکړل شي، او دلته د هندي فرهنګ د خپرېدو لپاره لاره هواره شي.

۴– افغانانو د روسانو په خلاف هم لوی جهاد او اوږده جګړه وکړه او د لويو قربانيو په ورکولو يې د الله تعالی په نصرت له هغوئ څخه خپله خاوره آزاده کړه، خو د کمونيزم د فکر او عقيدې په خلاف یوه علمي، فکري او فرهنګي مبارزه ونه شوه. زموږ  ملا او مدرس ونشوای کولی چې د ولس لوستي نسل ته کمونيزم د (کفر) په حيث ورمعرفي کړي. همدغه علت وو چې په افغانستان کې کمونستان او د کمونيزم د فکر پلويان هم ځانونه (مسلمانان) ګڼي او ټولنې هم هغوئ د کمونيزم د منلو له امله کافر نه دي ګڼلي.

د دې کار نتيجه دا راووته چې نه يوازې دا چې پرون موږ کمونستان له خپلې ټولنې څخه ګوښه نه کړای شول، بلکې نن هماغه کمونستان په بل شکل بيا په همدې مسلمانې ټولنې حاکمان دي، او دې ولس ته د کمونيزم په خلاف د درېدلو سزا ورکوي.

د کفر د معاصرو ډولو د پېژندلو ضرورت:

د کفر د انواعو او د هغه د نظریاتو پېژندل هم په هماغه اندازه ضروري دي لکه څومره چې د ایمان پېژندل ضروري دی.

په قرآن کریم کې الله تعالی له مسلمان سره د شیطان د دښمنۍ اعلان او پر دې دښمنۍ د هغه تأکیدونه بيان کړي دي.

شیطان کافر دی او د شیطان مکرونه، دسیسې، طریقې، انسان ته د ده د وسوسو او شبهاتو ور اچول، د ده افکار او نظریات او همدارنګه د ده د پیروانو عقائد او نظریات او د هغوئ ډلې احزاب او نصابونه، سیاستونه، نظامونه، ادبیات او فلسفې ټول د کفر هغه انوع او اشکال دي چې په قرآن کریم کې الله تعالی  پدې مقصد په تفصیل بیان کړي دي چې مؤمنان له هغو څخه ځانونه خبر کړي، د هغو  په دامونو کې له ښکیل کېدلو ځان وساتي، او د هغو د له منځه وړلو لپاره تدابیر او لارې چارې وسنجوي او مناسب وسائل په کار واچوي. نو له همدې امله څنګه چې د ایمان پېژندل ضروري دي تر څو مسلمان مؤمن شي او د ايمان د غوښتنو مطابق عمل وکړې په همدومره اهمیت د کفر پېژندل هم  ورته ضروري دي ترڅو په هغه کې له واقع کېدلو کې ځان وساتي او دښمني ورسره وکړي.

له عمر رضي الله عنه څخه نقل دي چې (ینقض عری الإسلام عروة عروة إذا وُلِدَ في الإسلام من لم یعرف الجاهلیة) ( ). د اسلام کړۍ به یوه یوه ماتیږي کله چې په اسلام کې داسې څو وزيږي چې جاهلیت  نه پیژني.

عمر رضی الله عنه د جاهلیت او کفر نه  پېژندل د اسلام د کړیو د ماتولو سبب بولي، او دا ځکه چې کېدی شي  چې د جاهلیت د نه پېژندلو له امله به څوک په هغه کې واقع شي او بیا له اسلام سره دښمنۍ کوي لکه پدې زمانه کې چې د معاصر جاهلیت د افکارو منونکي د اسلام د دعوی له لرلو سره سره د اسلام او جهاد په خلاف په یوې بې رحمه جګړه کې اخته دي او دکفارو خوا یې نیولې ده.

د اسلام په تاريخ کې اسلامي امت له کفارو سره د مسلسلو جګړو له امله دومره ندی کمزوری شوی لکه څومره چې د کفارو د فرهنګ، عقائدو، دودونو، اخلاقو او سياست د راواردېدلو او په مسمانانو کې د هغوئ د فکري او اجتماعي فعاليتونو له امله کمزوری شوی دی.

د کفارو ناپوځي فعاليتونو په تېرو پنځو پېړيو کې په پرله پسې ډول اسلامي امت له سياسي، فکري، عسکري او اجتماعي انحطاط سره مخامخ کړ، او د حقيقي اسلام له تعليماتو څخه د ليرې والي او د جهادي روحيې  د نه درلودلو له امله په مسلسل ډول د کفارو  په مقابل کې کمزوری شو.

د سياسي، فکري،اجتماعي او پوځي انحطاط د دې اوږدې مودې په پای کې چې الله تعالی د کمونيزم په مقابل کې د افغانانو جهاد د مسلمانانو د بيا ويښتابه يوه ذريعه وګرځاوه او د دې جهاد د تأثیراتو څپه په اسلامي نړۍ کې په پراخه ډول خپره شوه او په لکونو مسلمان ځوانان بېرته اصل اسلام ته راوګرځېدل او د غرب او شرق د کفارو فکري ارزښتونه يې پردي او بې لارې وبلل، او له هغو څخه يې خپله بيزاري او نفرت اعلان کړ، نو کفارو او په رأس کې غرب دغه بهير خپل تر ټولو لوی او خطرناک دښمن وګاڼه، او د هغه په خلاف يې په ټوله نړۍ کې فکري او پوځي جګړه پيل کړه.

په دې مرحله کې یوه برخه خلکو چې ځان اسلامي نهضتونه، منځلاري مسلمانان او ديموکرات اسلامي احزاب ګڼل د اسلام  په سياسي فهم کې د انحراف له امله او ياهم د ځينو سياسي مصالحو په خاطر د کفارو مقابلې ته راونه وتل.

دغو خلکو هم د خپل فکري انحراف او يا هم د غرب د مادی او پوځي قوت له وېرې د جهادي بهير له لارويانو څخه خپله لاره بېله کړه او له غرب سره د پیوند اخیستلو او د هغوی په نړیوال صف کې ځانته د ځای پیدا کولو په مقصد د جهادي فکر او تګلارې خاوندان توند لاري، بنسټ پالي، ترهګر او ورانکاري وګڼل او پدې کار سره يې د دښمن ادعا تأييد او د هغه تله ور درنه کړه چې دې کار هم د دوئ اسلامي مصداقيت تر پوښتنې لاندې راووست، او هم يې د امت ډېری ځوانان د جهادي بهير پر افاديت شکمن کړل چې  د دې دواړو و کارونو فايده د دښمن ځولۍ ته ورولوېده.

د دښمن له فکر سره بايد څه وکړو؟

د دې لپاره چې لکه څنګه مو چې اسلامي ټولنه د کفارو له پوځي اشغاله آزادول غواړو د هغوئ له فکري اشغاله  يې هم آزاده کړو نو د فکر، فرهنګ او تعليمي نصابونو په ډګرونو کې دقیقو، سنجول شویو او د تطبیق وړ اقداماتو ته ضرورت لرو چې ځينې يې په لاندې ډول یادوو:

۱– د هغه نظام او هغو سياسي او فکري جهتونو د نسکورولو او مقابلې لپاره باید جدي، هر اړخيز او مسلسل کوښښ او مبارزه وشي چې په بېلابېلو ډولونو د کفارو د سیاسي، اجتماعي او فلسفي افکارو د خپرولو تر شا ولاړ دي. او دا ځکه چې که دوئ په اسلامي ټولنه کې د پرديو د افکارو د خپرولو لپاره په پراخ  ډول د کار تر شا ولاړ نه وي نو دښمن مو په مخامخ ډول هر فرد نشي مخاطبولی، او نه مو د ټولنې ډېر خلک تر خپل تاثير لاندې راوستلی شي. د دغې مقابلې لپاره په جهادي صف کې د پوځي او فکري مقابلې وړتیاوو پیدا کول تر ټولو ضروري کار دی.

۲– د ديني او دنياوي تعليم له دواړو نصابونو څخه باید په پوره زیرکتيا او جديت ټول هغه مفردات او مضامین ووېستل شي چې د کفارو له فکر، فرهنګ، سياست او د هغو له اجتماعي او فلسفي ارزښتونو سرچينه اخلي. که چېرې دولت او رسمي جهتونه دغه کار نه کوي، نو لږ تر لږه په نارسمي مجال کې خو باید دا کار په حتمي ډول ترسره شي.

۳ – د ديني او دنیاوي تعلیمي مؤسسو او مدارسو په نصابونو کې باید د کفر او ګمراهۍ د معاصرو ډولونو، اشکالو او نظریاتو لکه کمونيزم، سیکولرزم، ډیموکراسۍ، ليبرالیزم، هیومنیزم،نشنلزم، ګلوبلایزیشن، وضعي قوانينو او د غرب له لوري د جوړ شوي معتدل اسلام په د رد اړه مضامین داخل کړای شي او په معقول، مدلل او مؤثر ډول تدریس شي.

مسلمانان باید په خپلو نصابونو کې د خپلو لوستونکو لپاره د کفارو د عقيدوي، سياسي، اخلاقي انحطاط معاصر او ښکاره مثالونه وړاندې کړي، ترڅو کفار هغوئ ته د آيډیل او مقتدا په حيث نه بلکې د داسې خلکو په حیث ورښکاره شي چې باید هدایت ورورسول شي او له کفر څخه يې نفرت وشي.

۴ – د مېډیا، ټولنیز ارتباط د وسائلو او د ژورنالیزم مؤثر استعمال پدې لاره کې تر ټولو مهم کار دی. او دا ځکه چې دغه ذرائع په دې زمانه کې د پیغام رسولو او د اجتماعي ذهنیت د تشکیل مهم وسائل دي، او په یوه ځل په مليونونو انسان مخاطبوي او په هغوی کې مثبت او یا منفي تحول راولي. غرب د همدغو وسائلو له لارې ټوله نړۍ مسحوره کړې ده او په پراخه پیمانه يې د نړۍ ولسونه تر خپل تأثیر لاندې راوستلي دي.

د امریکا په مقابل کې چې جهادي صف تر یوه حده د پيغام رسولو معاصر وسائل وکارول که څه هم چې په ډېر مسلکي شکل او پراخه پیمانه نه وو خو بيا يې په نړۍ کې د غرب جادو ورماته کړه او د همدغو وسائلو له لارې يې نړۍ ته د خپلې بریا او د دښمن د ماتې شواهد وړاندې کړل.

۶ – د اسلام حقیقي تشریح او له هغه څخه د خرافاتو او انحرافاتو څنډل او له نورو نظریاتو سره د هغه د پیوند کارۍ مخه نیول بل هغه مهم کار دی چې د جهادي نظريې او اسلامي فکر خاوندان باید ورته د خپل کار په اولویاتو کې ځای ورکړي. او دا کار ځکه ضروري دی چې کفار له همدغو عواملو څخه د اسلام په بدنامه او په هغه باندې د نویو نسلونو د باور د کمزوري کولو لپاره کار اخلي.

نن ورځ په اسلامي نړۍ کې او هم په افغانستان کې ډېر داسې څه د اسلام په نامه خپاره شوي چې هغه له ريښتينې اسلام څخه ډېر لرې دي. او  هم له داسې ډېرو مهمو اسلامي اعمالو او عقائدو خلک غافل شوي او يا يې ورته په اهميت نه دي کتلي چې هغه په دين کې د لوړې مرتبې اعمال او عقائد دي. نو په کار ده چې د مسلمانان او بیا په خاص ډول د جهادي صف یوازې د کفارو جنګیالي په دښمنۍ ونه نيسي، بلکې اصلي دښمني مو باید د دښمن له نظریاتو سره وي. او هر هغه څوک چې د دښمن د افکارو ممثل وي هغه خپل دښمن وګڼو او له هغه سره د مناسب تعامل لارې وپېژنو.

د دښمن د افکارو، نظرياتو، فرهنګ او د هغه د ملګرو او پيروانو خطر ځکه د هغه د پوځونو او جنګياليو تر خطره ډېر دی چې هغه خو به ماتې وخوري او وبه تښتې، خو افکار او ملګرې به يې په هر حالت کې دله پاتې وي، او په سلګونو کلونه به دلته د اسلام او مسلمانانو په خلاف په يوه او بل ډول فعاليتونه کوي او په هر نسل کې به يوه برخه خلک د اسلام او اسلامي نظام په خلاف دروي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Melatt Yar
میلمه
Melatt Yar

جزاک الله الخير !
الله مو صحتمند او کامياب لره مجاهد صيب!
ستاسو ټولي ليکني وايم .
او په درنښت درنه هيله کوم چې د معاصر کفر ټولو ډولونو او د هغوي تعريفونه او نور دمعاصرکفرفلسفي مسايل په هکله يو ليکنه وکړي او که کتاب وليکي نو نور علی نور .
ځکه فکري پوهنه کتاب ډير ماثر تمام شو لله حمد.
چيرې چې ملګری ووينم نو د فکري پوهنې د کتاب ويلو توصيه ورته کوم.
کاشکی ستاسو يو عادي شاګرد وی.
د الله لپاره درسره مينه لرم او اميد لرم چې په ژوند کي دې ووينم.

په درنښت
اسلام عليکم ورحمت الله.

حاجی
میلمه
حاجی

ډیر مهم او ښه لیکنه …
الله دی جزای خیر درکړی ..

haider
میلمه
haider

ګرانه وروره مجاهد صاحب سلام علیکم. تاسو په دی لیکنی کی لیکلی دی چې
؛د اسلام او د کفر تر منځ دښمني د آدم علیه السلام له زمانې راروانه ؛ ، ما ته تعجب او خندا راغله. د ادم علیه السلام په وخت کي اسلام چیرې ؤ؟ اسلام خو ډیر وخته پس راغی. لطفا مخکې د دې نه چي یوه لیکنه وکړئ ، لومړی خپل معلومات بشپړ کړئ، دا به له لوستونکو سره مرسته وکړی.