ټکنالوژي

د ایچ ټي سي د سمارټ فون تصویرونه او ځانګړتیاوې افشا شوي (تصویرونه)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د ایچ ټي سي (HTC) کمپنۍ په دې وروستیو کې د سختو ماتو له امله له سختو مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی خو په دې وروستیو کې دغه کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) معرفي کړ چې کولی شي دغه کمپنۍ له دغو سختو حالاتو څخه وژغوري.

د ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) غښتلی او پیاوړی سمارټ فون تر څنګ دغه تایوانۍ کمپنۍ غواړي یو متوسط سمارټ فون هم نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه سمارټ فون د ډیزایر (Desire) د لړۍ نوی سمارټ فون دی او ایچ ټي سي ډیزایر ۸۳۰ (HTC Desire 830) نومول شوی.

د افشا شوو راپورونو پر بنسټ دغه کمپنۍ خپل دغه متوسط سمارټ فون کې متوسط هارډوییر کارولی چې له ایچ ټي سي ۱۰ سره به ډیر زیات توپیر ولري. دغه سمارټ فون ځینې غوره ځانګړتیاوې هم لري چې کولی شي د کاروونکو توجه جلب کړي.

د خپاره شوو راپورونو او تصویرونو پر بنسټ د ایچ ټي سي ډیزایر ۸۳۰ (HTC Desire 830) نومې سمارټ فون کې فلز نه دی کارول شوی چې دا د هغو کاروونکو لپاره چې فلزي سمارټ فون خوښوي یو ښه خبر نه دی.

د دغې سمارټ فون ډسپلې له ۱۰۸۰*۱۹۲۰ ریزلوشن لرلو سره ۵.۴۶ انچه دی. دغه سمارټ فون کې د مډیاټېک MT6753 ډوله ۱.۳ ګیګابایټ پروسېسر ځای پر ځای شوی.

د دغې سمارټ فون له ځانګړو ځانګړتیا څخه د ۳ ګیګابايټ ریم او ۳۲ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرل دي کوم چې کولی شي د زیات شمیر کاروونکو توجه جلب کړي. کاروونکي د فایل ثبتونې وړتیا زیاتولو لپاره اضافي میموري کارډ هم استعمالولی شي.

تر دې دمه د دغې سمارټ فون بشپړ ځانګړتیاوې نه دي په ډاګه شوي او په دې اړه معلومات شتون نه لري چې د دغې سمارټ فون د بیټرۍ ځانګړتیا څومره ده او بیه يي څو ټاکل شوې.

4-6-620x413 6-4-620x385 12-1-620x385 23-1-620x370 44-620x581 Leaked-images-of-the-HTC-Desire-830-620x367

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx