ادبي لیکني

تاسو لمونځ روژه کړئ ، موږ به ډک بوتلان اخلو/ حسان شلګری

له ډیره وخته  زموږ په عرفاني او غنایي شاعرۍ کې څه سیمبولونه را روان دي ،  شراب ، میخانه ، ساقي ، مینا ، خمار ، مستي ، سکر ، صحو او . . .

رحمان بابا فرمایي

چې دارو د درد وغم دي هغه می

ساقي راکړه  یوه دوه جامه پیاپی

می دخپلو لبو را ، نه دانګورو

چې اول یې نوشیدن وي  پسې قی

جام دمیو چې غمخوار دکل جهان شو

زه به اوسم په دا غم کې تا بکی

راشه یوځل خومې هسې مست خراب کړه

چې خبر نه شم له حاله دهیڅ شی

 

که لوړ بیتونه وځیرو ، رحمان بابا به له ساقي نه صراحتا دشرابو غوښتنه  کوي ، او غواړي چې ځان مست کړي ، دا یواځې رحمان بابا نه دی ، چې بیا بیا شراب غواړي ، دفارسي ادب وتلي شاعر خواجه حافظ شیرازي هم دخپل دیوان په لومړني بیت کې دشرابو غوښتنه کړې .

الا یا ایها الساقي ادر کأسا وناولها

که عشق آسان نمود اول ولې افتاد مشکلها

همداسې نور د پښتو ادب د مختلفو دورو  شاعران درواخلئ ، چې بیا به دشرابو ، ساقي او مستۍ یادونه کوي . . .  ستاسو څه خیال دی ، چې آیا رحمان بابا  ، حافظ شیرازي یا کوم بل مؤمن شاعر به کله په ژوند کې په شرابو څکه کړې وي ؟ ؟ ؟

ماته خوپه دې اړه  تش ګمان هم دایمان زیان بریښي ، ځکه رحمان بابا یو لوی مجذوب صوفي وو او دا بعیده ده چې داسې کبیره ګناه ترې شوي وي .

که واقعیت ته وګورو زموږ دپخوانۍ او منځنۍ دورې زیاتره  عرفاني شعراء  ژور صوفیان او پرهیزګاره خلک وو ، هغوی چې کله هم یار ،  معشوق ،  شراب ، ساقي ، میخانه  او مستي یادوي ، نو مراد یې خپله اصلي معنی نه وي، بلکې له دې سیمبولو نو د ژورو عرفاني مفاهیمودافادې  لپاره استفاده کوي .

دعرفاني شاعرۍ دڅیړونکو په نظر  په دا ډول شعرونو کې  دشاعر مراد له  میخانې څخه  خانقاه ، له ساقي څخه  مرشد ،  له شرابو څخه توجه یا تلقین ، له مستۍ څخه د قبض دختمیدو او بسط حالت یا وجد او جذب او داسې نور مختلف عرفاني مفاهیم دي .

خو زموږ داوسنۍ زمانې  خلک چې په هرڅه کې دمغز په ځای پوست ته ګوري ، دشاعرۍ په برخه کې هم په همداسې ورکه  او ناسم تقلید کې  غوپه شوي دي .

زموږ اوسني شاعران چې ځانونه دپخوانیو  کلاسیکو او پخو شاعرانو ځایناستي بولي ، کوښښ کوي چې دهغوی تقلید وکړي ، څرنګه چې درحمان بابا ، خواجه حافظ او مولانای روم غوندې پخوانیو صوفیانه شاعرانو  دخپل حقیقي عشق د درد و کرب دبیان لپاره دمجازي عشق مصطلحات   ډیر کارولي دي ، نو اوسني شاعران په ډیره سادګۍ فکر کوي ، چې پخواني شاعران یوازې  خوړین  عاشقان او د انساني مینې ګریوان څيري مینان پاته شوي ، چې داسې عاشقانه اشعار یې ویلي ، دهمدې باور په پایله کې اوسني شاعران  په خپلو شعرونو کې یوازې  دلیلا ، ګودر ، زلفو ، سترګو ، شونډو او نورو عاشقانه سیمبولونو تکرار ته کش شوي دي ، او له شاعرۍ نه یې چې د ټول بشري ژوند هنداره  بلل کیږي ، یوازې  دادم خان او درخانۍ نکل جوړ کړی دی .

دهمدې غلط باور په رڼا کې چې (شاعري یعني دجنسي مینې داستان ) اوس خبره دې ته رارسیدلې ، چې د چا په شعر کې دزلفو او خالونو بیان نه وي ، هغه ته ګردسره دشاعر په سترګه نه کتل کیږي او شعر یې شعار بولي ،په داسې حال کې چې شعر د ټولنې د زړه غږ بلل کیږي ، معلومه خبره ده چې دانساني ټولنې د زړه غږ یوازې  دجنسي محبت لپاره  نعرې سورې او  انګولاوې نه دي ، بلکې ټولنه  دعقایدو ، افکارو ، اجتماع ، سیاست  او نورو  ډیرو برخو کې تردې  لوړ ارزښتونه  او ارمانونه لري .

زموږ د زمانې دغه مصنوعي او تکلفي مینان ( شاعران ) چې هر یو ته ځان  مجنون  او فرهاد ښکاري ، په ډیره سادګۍ فکر کوي ، چې د رحمان بابا  او حافظ شیرازي په لار روان دي ، په داسې حال کې چې ددوی او هغوی ترمنځ  خورا ستره فاصله او فرق موجود دی ، هغوی که عاشقانه شعرونه ویل  ، نو یو مورد یې ورته درلود ، ځکه  هغوی دالهي عشق جلوو وهلي او دتصوف دلارې لارویان وو ، چې دخپل حقیقي عشق داستان یې په مجازي مصطلحاتو بیاناوو ، زموږ  دزمانې شاعران چې دتصوف او الهي عشق بوی یې نه دی لیدلی او نه یې تجربه کړی ، او دمجازي  عشق په برخه کې هم  په داسې ټولنه کې اوسي چې که  په کوم  معشوق یا معشوقه د مینتوب دعوه وکړی  ، نوخلک به یې  له وهلو په منډو ستړی کړي ، وچ په وچه  دعشق او هجران قصیدې غږوي ، او دومره زیاتې یې غږوي ، چې بل څه ورته  بیخي شاعري نه بریښي .

د شاعرانو دهمدې غلط فهمۍ او ناسم  ځای بوختیا له امله  خو دختیځ  مفکر  اقبال لاهوري ویلي ، چې (دختیځ دمعاصرو  شاعرانو دناکامۍ لوی راز دادی ، چې ددوی په ذهن باندې ښځه سپره ده ، او ټول عمر یوازې دښځې داندامونو په ستایلو تیروي )، رښتیا هم زموږ شاعران دښځې صفت دومره بوخت کړي ، چې نور ژوند او جهان ترې پاته دی ، که چیرې ددوی ذهن دښځې له انحصار نه راووزي ، ژوند ، نړۍ ، بشریت ، ټولنه  او تاریخ وویني ، دژوند عیني ارمانونه درک کړي ، او بیا یي دشعر په ژبه بیان کړي ، نو هغه مهال به دوی رښتیني شاعران وبلل شي ، ځکه په رښتیا به یې د ټولنې دترجمانۍ حق اداء کړی وي ، یوازې  له  سره ترپښو  . . . له سپینو پوندو  تر تورو زلفو . . .  درست عمر دښځې صفت  ته  د ټولنې ترجماني نه شو ویلی . . .  په هرحال

لکه څنګه  چې د مجازي عشق دبیان په برخه کې زموږ شاعران به بې مورده افراط ، غلطې فهمۍ اوړانده تقلید کې واقع دي ، همداسې  دشرابو  ، میخانې ، مستۍ  او ساقي دمصطلحاتو دکارولو په برخه کې هم . . . وړاندې وویل شول چې پخوانیو صوفیانه شاعرانو دغه مصطلحات  دځانګړو  عرفاني مفاهیمو لپاره  مجازا کارول . . .  خو متاسفانه زموږ داوسنۍ زمانې ځینې شاعران او شاعر نمایان داسې فکر کوي ، چې د پخوانیو شاعرانو دغه تعامل واقعي دی ، او هغوی رښتیا شرابیان  او رندان پاته شوي دي .

په اوس وخت کې ډیر داسې شاعر نمایان شته ، چې فرض لمونځ به نه کوي ، او روژه به خوري ، خو که ورته ووایې چې ولې ظالمه اخر مسلمان یې . . . نو دی به وایي چې خوشال بابا ویلي چې

شیخ دې لمونځ روژه کړي ،  موږ به ډکې پیالې اخلو

هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

دهمدې غلط فکر په رڼا کې . . . پرون مې په بینوا ویب پاڼه کې یو مستند راپور لوست ، دراپور په تصویرونو کې لیدل کیږي ، چې دکندهار یو مشهور شاعر  عبدالقدیم  پتیال ، داطلاعاتو او کلتور رئیس  شاعراو خبریال دوا خان مینه پال او ځینې نور انډیوالان یې  یوه شپه کومې صحرا ته په   منظره وتلي ، او په شرابو یې سم  ځانونه پړسولي دي  .

په تصویرونو کې  پتیال ، مینه پال  او نور انډیوالان  یې ښکاري چې دشرابو بوتلونه یې په لاس کي دي ، او ورسره  کبابونه  هم خوري ، که په دې مهال  پتیال او مینه پال ته ویل شوي وای ، چې شاعر صاحب  ! دغه  شراب ولې  څښې دا خو حرام دي ، نو کیدای شي ددوی ځواب به هم هماغه له غلط فهمۍ نه راټوکیدلی ځواب وو چې :

تاسو لمونځ روژې کړئ ، موږ به ډک بوتلان اخلو

هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

فکر نه کوم که دغه ګنګهار شاعر نمایان په دې خبرو سره خپله دا ګناه توجیه کړای شي ، دوی باید په دې پوه شي ، چې دوی د زلفو او ګودر  دبیان غوندې  دشرابخورۍ په برخه کې هم غلط پوه شوي ، رحمان بابا که له ساقي نه شراب غواړي  ، نو مراد یې دادی ، ترڅو خپل مرشد ته ووایي چې ده ته توجه وکړي ، تلقین ورته وکړي ، په عرفاني فیوضاتو یې ونازوي  ، نه داچې نوموړی خدای مه کړه رښتیا شرابي شوی دی .

معاصر شرابیان باید په دې پوه شي ،چې شراب نجس دي ، او څښل یې کبیره ګناه  او لوی ظلم دی ، ځکه شراب دالله تعالی ستر نعمت  ( عقل ) زائلوي ، چې دا الهي نعمت په وړاندې ستره جفا او ناشکري ده .

معاصر متعشق شاعران  باید  د خپلو اشعارو  د عشقي محتوا په اړه هم له سره فکر وکړي ، جنسي غریزه دومره هم نه ده مهمه  چې د سیرابولو لپاره یې  ټول عمر پارونکي بیتونه وویل شي ، دوی دې دضرورت په اندازه عشقي شعرونه ووایي او ډیر وخت دې  د ټولنې  د عیني دردونو ، ستونزو ، ارمانونه  او ارزښتونو بیان ته ورکړي .

چه ګویمت ز مسلمان نا مسلماني

جز این که پور خلیل است و آزري داند

بیا به مجلس اقبال و یک دو ساغر کش

اګر چه سر نتراشد  قلندري داند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x