تيو کراسي؛ د واکمنۍ سالمه بڼه !

ليک: عبيدالله ســــاحل

په ټوله کې غرب، مستشرقين او په ځانګړي توګه د نړۍ يهود هڅه کوي، چې اسلامي نړۍ کې هغه اصطلاحات، چې اسلام/ مذهب ته ډير نږدې او د مسلمانانو د برياليتوب راز پکې نغښتی وي، تحريف کړي او يا يې له منځه يوسي. کله داسې هم کيږي چې ثقه او منلي اصطلاحات په ډير مهارت سره تعديل کړي او بيا له همدې اصطلاحاتو نه په استفادې سره خپل فعاليتونه مخ ته وړي. دوي هڅه کوي چې دغه بدلون په هغو اصطلاحاتو کې راوړي، چې د نظام/ حکومتدارۍ سره تړاو لري، عام ديني مفاهيمو ته يې دومره پام نه وي. ځکه د هغوي هدف دا دی، چې څنګه وکولی شي مسلمانان د نظام/ حکومتدارۍ له محوره وغورځوي او يوازې اعتقادي مسائلو او فضائلو پورې د هغوي ژوند منحصر کړي.

تيوکراسي هم يو له هغو پاکو مفاهيمو څخه ده، چې ورسره ظلم شوی او په عامه ذهنيتونو کې کم رنګه او غلطه انځور شوې. د تيوکراسۍ مفهوم او تصور په اصل کې ډير پاک او مقدس دی، خو د تاريخ په ادوارو کې ځني وختونه داسې راغلي، چې د کليسا پاپانو او مذهبي راهبانو د خپلې ګټې په موخه د دغه عنوان نه ناوړه ګټه پورته کړې او د دې فهم اصلي رنګ يې پيکه کړی، ان تر دې چې د ډیرو په فکر کې د حکومتوالۍ دغه تصور يو بدنام، ناکام او ناقص تصور دی.

تيوکراسي((Theocracy  په اصل کې يوناني کليمه ده، چې Theo خدای ته وايې. او Cracy واکمنۍ ته وايې. يعنې د خدای واکمني.

نو د خدايي حاکميت تصور خو ډير پاک دی، يعنی د نړۍ ټولو کائناتو اصلي حاکم او واکدار الله تعالی دی، د نړۍ ټول نظام به د هغه په امر څرخيږي، فيصلې به د هغه پر کتاب باندې کيږي، عبادات او معاملات به د هغه د کتاب او نازل شوو اصولو په رڼا کې صورت نيسي، د ځمکې د نظام قانون به الهي وي، قضا او څارنوالي به د همدغه الهي قانون په محور څرخيږي، مکافات او مجزات به د الهي قانو په رڼا کې وي، همدغه د تيوکراسۍ اصلي او حقيقي مفهوم دی؛ دا چې دکليسا پاپانو او يهودي واکمنانو د دغه عنوان نه ناوړه ګټه پورته کړې او دغه تصور يې د خلکو په ذهنيتونو کې ډير بدنام معرفي کړی، د هغوي جرم دی، د دغه فهم په اصليت او ماهيت کې هېڅ ستونزه نشته، بلکې په پلي کيدو کې يې د اسلامي نړۍ د کاميابيدو راز دی.

په عيسايې نړۍ کې داسې تصور راپيدا شو، چې د ځمکې په سر باندې به حاکميت الهي وي، خو د حکمونو تعين به د کليسا مشر پاپ کوي. دلته د کليسا پاپانو د دغه حالت نه، چې د حکمونو تعين به دوي کوي، د خپل تجارت او ځان ساتنې لپاره ناوړه ګټه پورته کړه، هغه څه چې د دوي په ګټه به تماميدل هماغه به يې الهي حکمونه ګڼل او کوم څه چې د دوي په زيان تماميدل هغه به يې له مخې لرې کول، له همدغه ورځې نه د تيوکراسي فلسفه د خدايي حاکميت نه د «مذهبي مشرانو حاکميت» ته واوښتله. او تر ننه پورې  خلک داسې فکر کوي، چې ګوندې تيوکراسي به د مذهبي مشرانو حاکميت وي، دې ته پام نه کوي چې د تيوکراسۍ دغه تصور د عيسايت په نړۍ کې راوټوکيد.

اوس هم په اسلامي نړۍ کې ډيری خلک د تيوکراسۍ پر خلاف خپل غږونه پورته کوي او وايې، چې تيوکراسي نظام د اسلام ضد او منافي دی، اسلام د تيوکراسي پلوی ندی، په داسې حال کې، چې دغه خلک اصلا د تيوکراسي د اصلي تصور نه ناخبره دي، دوي د تيوکراسي د اصلي تصور او عيسوي نړۍ کې د هغې د عملي اطلاق توپير نه شي کولی.

تيوکراسي د ( ان الحکم الا الله) تصور په لنډو ټکو او واضع تعبير کې وړاندې کړی، که څوک وايې، چې موږ تيوکراسي نه منو په دې معنی چې هغوي د ځمکې پر مخ الهي / خدايې نظام او حاکميت نه مني.هغه خلک چې له سوچ او فکر پرته دا خبره کوي، چې په اسلام کې د تيوکراسۍ تصور نشته، دې ته يې پام ندی چې څومره خطرناکه خبره کوي!!

اسلام د تيوکراسي خلاف ندی او نه هم تيوکراسي د اسلام خلاف ده، بلکې د تيوکراسي مفهوم په اسلام کې ډير دروند او د نظام غښتلی تصور دی. دا چې د ځينو له خولې نه د تيوکراسي خلاف غږونه راپورته کيږي، دوي بې چاره ګان په اصل کې د دغه تصور له اصلي ماهيت نه ناخبره دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د