
دویم خلیفه عمر فاروق (رضی الله عنه) د شپې چېرته تلی
کتاب: مناقب
ژباړه: م. حمد الله (دانشـمند)
“طلحة بن عبد الله” (رضي الله عنه) فرمایي: یوه شپه عمر(رضي الله عنه) له تیارې نه په استفادې له کوره ووت، زه ور پسې شوم، نوموړی(رضي الله عنه) یو کورته ننووت، چې کله سبا شو، و هاغه کورته و رغلم، ناڅاپه مې سترګې په یوه ړنده او شله بوډۍ و لګېدې، ورته کړه مې: د اسړی(عمر رضی الله عنه) د څه له پاره تا ته راځي؟
بوډۍ راته کړه: ” هغه له فلانکي مهال نه زما کور ته راځي، زما اړینې اړتیاوې پوره کوي، او زما د کور خاورې خزلې د باندې باسي”.
ځان ته مې کړه: مور دي بوره شه اې “طلحة!” ته په عمر(رضي الله عنه) کې د تېروتنو څرک لټوې؟).
ماخذ: [مناقب: ص۶۸، والحدائق: ص ۳۶۴، والحلیة: ۱/۴۸] .
ــــــــــ.ــــــــــ.ـــــــــ.ـــــــــ.ــــــــــ.
له بالا په لیکه رښتینې کیسې نه مونږ لاندې سبق زده کولای شو:
(ا)- یاد خلیفه (رضي الله عنه) له ریا ځخه په کامله توګه کرکه درلوده.
(ب)- هغه مبارک له لوړ منصب او مقام سره، له زیاتې تواضع (خاکساري) نه برخمن وو.
(ج)- هغه(رضي الله عنه) به د اړو خلکو لازمې اړتیاوې پوره کولې.
(د)- هغه (رضي الله عنه) ډېر ځله د اړو، ضعیفو وګړو خدمت په خپل لاس کړی.
(ه)- امارت/ خلافت یو دروند مسؤلیت دی، لویه حوصله او لوړ مرال غواړي.
(و)- که څوک د ستر مسؤلیت څښتن شي بیا هم د یو فرد په توګه د خیر ښېګڼې و کړنو ته اړ دی.
(ز)- د چا منفي اړخ مه څېړئ، بلکې مثبت لوری یې په پام کې نیسئ.
(ح)- سړی نه یواځې باید بل څوک په ناوړه کړنه ملامت و ګڼي، بلکې خپل ځان ته هم باید د تېروتنې پر مهال د ملامت شخص په توګه خطاب وکړي.
(ط)- او…
له ستر څښتن نه غواړم، چې په یاده “عمري” تګلاره یون را په برخه کړي! او د همدې سپېڅلي بهیر پیروان مو کړي! .