افغانستاناقتصاد

کابل: په یوه کارت له ټولو بانکونو د پیسو ویستلو سستم جوړ شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د یوه بانکي کارت پر مټ د ټولو بانکونو څخه د پیسو ویستلو سیستم جوړ او نن رسما معرفي شو.

دغه سستم د «ملي سویچ» په نوم باندې د یوې غیردولتي ادارې «د افغانستان د تادیاتو سستم Afghanistan Payment system» له خوا جوړ او نن رسما معرفي شو.

د افغانستان بانک مرستیال رییس خان افضل هډوال وايي چې اوسمهال د افغانستان ۱۷ خصوصي او دولتي بانکونو له منځه غضنفر بانک، عزیزي بانک، پښتني بانک او د افغانستان ملي بانک له دغې نوې بانکي پروګرام څخه استفاده کولای شي.

هډوال وویل چې تر دې وروسته هغه کسان چې بانکي کارتونه لري، له خپل کارت څخه په استفادې له هر بانک څخه چې د دغه سستم غړیتوب لري، خپلې پیسې ویستلای شي.

د یادونې وړ ده چې بانکي کارت ATM Card په لومړي ځل په ۱۹۶۷ کې معرفي شوی و خو افغانستان ۴۹ کاله وروسته دغه سستم عملي کړ.

اوسمهال هم ډیری افغانان له دې کړیږي چې په بانکي کارتونو د انترنیت له لارې خریداري نشي کولای نه هم چېرې پیسې جمع کولای شي.

په عین حال کې د افغانستان د تادیاتو غیردولتي ادارې رییس ظهیر باور چې دغه طرحه یې عملي کړې ویلي چې د یاد سستم طرحه په ۲۰۱۱ز کال کې پر لاره واچول شوه چې ټولټال د نړیوال بانک په ۵.۵ میلیونه مرستې او د څلورو کورني بانکونو د یو میلیون ډالر په سهم باندې ایجاد شو.

هغه زیاته کړې چې د هېواد نورو بانکونو ته یې هم د دغه سستم د عملي کولو لپاره پیشنهاد کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x