افغانستان

اور لګېدني د جلال اباد ښار لسګونه دکانونه وسوځول


د جلال اباد ښار په چپلک فروشۍ کوڅه کې د اور لګېدنې له کبله لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي او د عیني شاهدانو په قول اوس هم پرې لمبې بلې دي.

ویل کېږي، اوس مهال خلک په بېړه له خپلو دوکانونو مالونه باسي او لا هم اور بلېږي.

يو  تن عیني شاهد اسدالله له رسنیو سره د خبرو پر مهال د سترګو لیدلی حال داسي بیان  کړ:  اور له غرمې مخکې شاوخوا ٩ بجې لګېدلى او په ياده کوڅه کې په زير زمينۍ کې تر سلو ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.نوموړى زياتوي، چې تر اور لګېدنې وروسته سېمي ته اطفاييه را ورسېده او اور يې څه ناڅه کنټرول کړى دى.

نوموړي د اورلګېدني علت په ډاګه نکړ، ویې ویل : تر دې مهاله د اور لګېدنې لامل نه دى معلوم او نه تر اوسه د اوښتي زيان کچه اټکل شوې ده.

دوکاندارانو د اور د ژر تر ژره دفع کولو او وژلو غوښتنه کړي،دوی ویریږي چې که اور ژر مړ نشي؛ په دې سيمه کې د غاليو دوکانونه هم شته ښایې د اورلګېدني زیان زیات او ملیونونو ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x