شعـــــرونه

پرون: سپین کوچی

سپين کوچی

څومره دې ډیر و ځورولم انتظاره پرون
نور راته مه یادوه بس، د خدای لپاره پرون

موږ د سبا په سپینو وړانګو پسې پل اخیستی
سبا راستون مکړې پر موږ، پروردګاره پرون

هر چا ستاینه د خزان کړه د ازغو له ډاره
تش یادونه هم چا نکړه له بهاره پرون

تا نن د ویر په ټغر کېنولو، هغه څوک چې
چا چې دې اوښکې پاکولې له رخساره پرون

نن دې هغوی راځي، په شنو څانګو دې، اور بلوي
چا چې دې سیوري ته خوبونه کړل، چیناره پرون

ماته دې سترګو ته را وشیندلې خاورې، او تا
د چا د پلو نښې دې ورانې کړې غباره پرون

تا چې د درد کیسه په شونډو باندې و زبیښله
ما مې هم اوښکه په لېمو کې کړه ایساره پرون

ته که د زړه د کوم ټپي ارمان، له څړېکو ویښ یې
ما دې تصویر ته شپه شوګیر کړه تر سهاره پرون

نن په خندا غیږ ورکومه، انتقام ترې اخلم
څوک چې تریو مخ تیر شوي مانه دي په لاره پرون

چا د تروږمۍ د مسافر جانان پوښتنه وکړه
سترګې دې ډنډ شولې کوچیه سپینه یاره پرون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x