نظــر

د ثور اوومه په افغانستان کې د کمونيزم د تور دور پيل

ليکنه ـ بدر منهاج

د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه په افغانستان کې هغه درنده خويه ظالمان واک ته ورسيدل کومو چې د انسانانو تر منځ د ټولنيزو اړيکو د تنظيم لپاره وحشي او ځنګلي نظريات درلودل او د کايناتو د ستر خالق له وجود څخه انکار يې اولنی شعار ؤ.

واک ته له رسيدو سره سم يې د ټولو هغه افغانانو په قتل پيل وکړ کوم يې چې د کمونستي انقلاب په مخ کې خنډ بلل.

دیني علماءکرام ، روحاني شخصیتونه ، شتمن اسلامي شخصیتونه ، پوهان اودین داره اشخاص يې نيول اودکمونیزم د وحشي فلسفې له مخي يې په شهادت رسول ، دوی د خپل کمونستي انقلاب د ريښو د ټينګولو او بقاء لپاره هم په ژبه او هم په عمل کې د لينن  الحادي ، ځناورانه ، له ظلم ، قساوت او فساد څخه ډک شعارونه زمزمه کول.

لينن وايي د انقلاب د کاميابۍ لپاره د وينو بهولو ته ضرورت دی ، څومره وينې چې کيدای شي بايد ورته وبهول شي ، بايد د وينو سيلابونه روان شي . افغاني کمونستانو همداسې وکړل ، د خپل واک په موده کې يې هم په خپله او هم د وخت د شوروي اتحاد د سرو، ملحدو ، جاهلو ، وحشي او ظالمو لښکرو په زور د يو نيم مليون افغانانو د وينو سيلابونه روان کړل ، د شپې  به يې  افغانان له کورونو څخه ويستل او  په ډلئيز ډول به يې ژوندي تر خاورو لاندې کول ، سختې بمبارۍ به يې پرې کولې او په مظاهرو به يې مخامخ ټانګونه ورخيږول او د ټانګونو او توپونو په ډزو به يې د افغانانو په سيلاب شکله مظاهرو کې کوڅې جوړولې او د ښارونو په کوڅو او سرکونو کې به يې د وينو  لښتي بهول.

په افغانستان کې د کمونستي انقلاب مهم درنده ګان نور محمد ترکی ، حفظه الله لعين ، ببرک کارمل ، او قاتل ډاکټر نجيب الله ؤ  ، دخلق اوپرچم په نامه په دوو ګوندونوکی رایوځای شوي ؤ اوترخپل منځ ئی هم سخت رقابت لاره حفیظ الله امین ترکی وواژه ، حفیظ الله امین شورویانواو خپلوملګرو مړکړ ، کارمل روسانولرې کړ ، او ډاکټرنجیب يې راووست او دډاکټرنجیب حکومت د وخت مجاهدینوړنګ کړ ، ډاکټرنجیب څوکاله په کابل کی دملل متحدپه دفترکی پناه اخيستې  وه اوکله چی طالبانوکابل ونیوفوراً یی دخپل عمل په سزاورساوه او په دار يې  وځړاوه .

کمونستانوپه خپله وحشي او کرغيړنه دوره کې له یونیم میلیون  څخه زیات افغانان  په شهادت ورسول ، دیومیلیون څخه یی زیات معیوب کړل اوملیونونه نوریی دخپل هیوادڅخه مهاجرت ته مجبورکړل چی ترننه پوري په ګاونډیوهیوادونو کې له سختيو ډک ژوند تيروي.

د افغانستان د اوسنی ټولې بربادۍ اصلي عوامل کمونستان دي .

د کمونيزم نظريه ؟

کمونیزم دکارل مارکس نظریه ده کارل مارکس په ۱۸۱۷م کال کښې په جرمني کی په یوه یهودي کورنۍ کی پیداشوی ، کمونیزم د سوسیالیزم اعلی مرتبه ده اودغربي دیموکراسۍ په عکس العمل کې منځ ته راغلې.

 دکمونیزم نظریه دیهودو لخواداسلام دمقابلې اومخنیوي لپاره طرحه شوې،  سوسیالیزم یاکمونیزم څوبنسټیزاصول لري :

1.    د ژوندانه مادي نظريه : کمونستان وايي چې ټول حیوانات ، نباتات.اوجمادات خپله منځته راغلي ،  معاذالله کوم خالق نلري ، ټول دمادې مختلف شکلونه دي اوبشردمادي مکروبودتکامل یوشکل دی ،  دانظریه په حقیقت کی  ددهري داروین نظریه ده چی کمونیزم دیوه اصل په توګه خپره کړې اودالله جل جلاله دپالنې په ځای ماده پالنه دکمونیزم یواصل اوبنسټ دی.

2.    د الله له وجود څخه انکار : دکمونیزم دوهم اصل دالله جل جلاله له وجودنه انکارده ( معاذالله ) لینن چی په روسیه کې کمونیستي انقلاب په ۱۹۱۷م کې  رامنځ ته کړ  ، وايي  په اصل کې هر سوسیالیست یاکمونیست دهري دی ،  دالله جل جلاله دموجودیت په هکله وايي  چې موږپه الله جل جلاله هېڅ باور نلرو يعنې معاذالله الله جل جلاله نشته .

3.    له دين څخه انکار : دکمونیزم دریم اصل له دین نه انکاردی ،  دکمونیزم بنسټګرمارکس وايي ،  چی دین دټولنې لپاره تریاک دی ، لينن وايي مارکسیزم ، سوسیالیزم اوکمونیزم ماده پالنه ده ، موږ باید ددین په خلاف وجنګیږو اوددین جرړې وباسو.

د شورویانو په قانون کی ددین په هکله دخبروکولواجازه نه وه ، خوددین په خلاف پروپاګند دهروګړي حق ؤ.

4.    د کورني نظام له منځه وړل : دکمونیزم څلورم اصل دکورني نظام له منځه وړل دي.  دخپل کمونست ګوندپه اساس نامه کې مارکس لیکلي دي : موږ دکورنۍ له منځه وړل غواړو. لينن  په خپله یوه ویناکې وايي :  موږ د حلالي او حرامي اولاد په منځ کې فرق ختم کړو . دکورني نظام دله منځه وړلونه دکمونیزم مطلب داده چی  هیڅوک هم بایدمستقله ښځه ونه لري اوځان ته یوه کورنۍ نه وي بلکه  ښځې باید دټولو له منځه شریکې وي چې دا له ځنګلي اوحیواني ژوندپرته بله معنی نه لري.

5.    د شخصي ملکيتونو ختمول : دکمونیزم پنځم اصل دشخصي ملکیت ختمول دي کمونستان وايي چې هیڅوک هم بایدشخصي ځمکه اوشخصي شتمني ونلري هرڅه بایددانسانانوترمنځ شریک وي اوهرڅه بایددحکومت په لاس کی وي.

6.    طبقاتي کشمکش : دکمونیزم شپږم اصل طبقاتي کشمکش دی . دوی نړۍ په دوه طبقو ویشي یو مزدوران او بل پانګه وال ،  مزدوران له پانګه والوسره جنګوي اوددې په ځای چی ظلم له منځه یوسي ،  یوه طبقه او بله سره په جنګ اچوي چی پدغه جنګ کی دواړه طبقي هلاک کیږي په ټولنه کی موجودنظم اونسق له منځه وړي .

په افغانستان کې هم ځناورو کمونستانو له کودتا او کرغيړن  کمونستي انقلاب له اعلان وروسته سم دستي د ښځو د شريکولو او  د ځمکو د له سره ويشلو فرمانونه اعلان کړل.  له الله څخه به يې ښکاره انکار کاوه او په اسلام پسې به يې مسخرې کولې.

امريکايي يرغل ، سيکولرستي انقلاب او کمونستان :

کمونستانو د خپل کرغيړن او تور انقلاب له اعلان وروسته د لويديځ د پانګوال سيستم يا کپيټاليزم په ضد هم زيات شعارونه ورکول ، ډير افغانان يې د لويديځ له استخباراتي سازمانونو سره د اړيکو او يا د لويديځوالې ديموکراسۍ د افکارو د درلودلو په تورونو ونيول ، ژوندي يې تر خاورو لاندې کړل.

کمونستانو به له لويديځې ديموکراسۍ نه سخته کرکه او نفرت ښکاره کاوه له امريکا او نورو لويديځو هيوادونو سره يې سخته دښمني کوله . خو کله چې په افغانستان کې د کمونيزم په تابوت وروستی ميخ ټک وهل شو د کمونستانو په دريځ کې زر درجې تغير راغی او لويديځ هم د خپلو راتلونکو استعماري ګټو لپاره ورته غيږ خلاصه کړه او بې له دې چې د افغانانو په ضد د دوی بشرضد انسان بوږنونکو جنايتونو ته پام وکړي ، ټولو قاتلو کمونستانو ته که هغه فوځي جنرالان ؤ يا يې استخباراتي وينې زبېښونکي افسران ، يا يې سياسيون ؤ ، سياسي پناه يې ورکړه  ، استخباراتي سازمانونو يې د جاسوسي موخو لپاره استخدام کړل او دا دی اوس د دې شاهد يو چې کله د امريکا په مشرۍ لويديځوالو په افغانستان يرغل وکړ کمونستان يې بيرته راټول له سره منظم او د اوسنۍ سيکولر ادارې په ملکي او نظامي تشکيلاتو کې يې په لوړو څوکيو وګمارل او د هرې ورځې په تيريدو ارتقاء ورکوي …

د کابينې مهم وزارتونه د کمونستانو په لاس کې دي ، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې کمونستان په پرېمانه کچه شتون لري ، د دفاع وزارت مرکزي رئيسان ، د قول اردو ګانو ، فرقو ، لواګانو ، غنډونو او کنډکونو زياتره قوماندانان پخواني کمونست جنرالان يا د دوی اولادونه دي چې نوي يې کمونستي افکار خپل کړيدي.
د ملي امنيت د لوی رياست زياتره رئيسان او اکثريت مديران ، آمران او کارمندان پخواني کمونستان دي.

د داخله وزارت زياتره مرکزي رئيسان او د نورو تشکيلاتو چارواکي او کارکونکي يې زياتره پخواني کمونستان دي.

لنډه دا چې  اوسنۍ اداره په ټوله کې له کمونستانو جوړه ده او د واک اصلي سرچينې د دوی په لاس کې دي ،او هغه کسان چې کمونستان ندي هغه په تدريج سره د يو پلان له مخې له واک نه لرې کيږي.

خو له کومه مهاله چې اشرف غني واک ته رسيدلی د پخوانيو خلقيانو او پرچميانو زياته دبدبه ده  ، حنيف اتمر ، معصوم ستانکزی او ځينې نور کمونست وزيران او لوړپوړي چارواکي د يو منظم پلان له مخې د امريکايانو په خوښه کمونستان د کابل په سيکولر اداره کې ځای پر ځای کوي او هر ځای يې ټومبي.

همدغه راز کمونستانو په هيواد کې تر بيلابيلو نومونو لاندې سياسي ګوندونه او مدني ټولنې هم جوړې کړېدي چې د امريکايانو او نورو لويديځو هيوادونو له لوري تمويليږي او په نفع يې سياسي ، فکري ، رواني او استخباراتي فعاليتونه سرته رسوي.

کمونستان اوس دومره زړور شوي چې په ښکاره د مير اکبر خيبر تلين ، د ثور اوومه ، د ډاکټر نجيب د قتل تلين او د کمونستي دور د مهمو پيښو نورې ورځې لمانځي.

کمونستان د سيکولر ادارې تر چتر لاندې د مطبوعاتو کورنۍ نيږدې په لاس کې لري ، په تصويري رسنيو او سوشل ميډيا کې ډير نفوذ لري او ډير پکې فعال دي او په  خپلو کمونستي او دهري مفکورو د مسلمانو افغان ځوانانو د فکرونو د ناولي کولو لپاره سختې هلې ځلې کوي  او ډير ځوانان يې د افغانستان د تاريخ او خپلې اسلامي عقيدې نه د ناخبرۍ له وجې په دام کې ګير شوي ،  پلار به يې له کمونستانو سره په جهاد کې په شهادت رسيدلی وي ، خو زوی به يې د ډاکټر نجيب ستاينه کوي ، آيډيال به يې ګرځوي ، فخر به پرې کوي او په ټولنيزو شبکو کې په خپل اکونټ به يې د ده تصوير لګولی وي ، پلار به يې د کمونستانو په مقابل کې په شهادت رسيدلی وي ، خو زوی به يې اوس يا د کمونست باډيګارډ وي او يا به د کوم کمونست جنرال تر قوماندې لاندې له طالبانو سره جګړه کوي.

د ديني علماء کرامو ، مشرانو ، متنفذينو او داعيانو مسؤليت :  

ديني علماء کرام ، مشران ، متنفذين او داعيان ټول دا مسؤليت لري چې د هيواد ځوان نسل چې د هيواد راتلونکی سرنوشت به يې په لاس کې وي د کمونستي  افکارو له ناولي ډنډ نه وساتي ، په وړاندې يې سخته فکري مبارزه وکړي ، ځوانان د کمونيزم له وحشي دهري نظريې څخه اګاه کړي ، د خپل ولس په وړاندې د کمونستانو له تاريخي جنايتونو څخه يې خبر کړي ، افغاني کمونستان وروپيژني ، د هغوی ظلم او بربريت وروپيژني ، په ځانګړې توګه د ملت د سخت زړي قاتل ډاکټر نجيب اصلي څېره ورته بربنډه کړي او له کمونستانو په ځانګړې توګه ډاکټر نجيب سره يې د محبت او دوستي له دنيوي او اخروي عواقبو آګاه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x