ورزش

افغانستان له سکاټلینډ سره دوه یوه ورځنۍ لوبې لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵): د سکاټلینډ کرکټ بورډ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د همدې کال په جولايي میاشت کې به د دوو یوه ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کوربه وي. د افغانستان کرکټ بورډ هم دغه خبر تایید کړ.

د افغانستان او سکاټلینډ تر منځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه به د ګارنیج او دوهمه لوبه به د ایډنبرګ په لوبغالیو کې ترسره شي. لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه د جولايي د میاشتې په څلورمه به ترسره شي.

د افغانستان او سکاټلینډ لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د جولايي په شپږمه ترسره کیږي چې له دې لوبې وروسته ملي لوبډله به د ایرلینډ په خلاف پنځو یوه ورځنیو سیالیو لپاره ایرلینډ ته روانیږي.

د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش د ملي لوبډلې په اړه وویل:« په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وړتیا غښتلی شوی او هغوي د پوره غړیتوب لروونکو هیوادونو په وړاندې غوره لوبې ترسره کړي.»

افغانستان په نژدې راتلوونکي کې به د نیدرلینډ هیواد سره هم د انټرکانټینیټل جام سیالیو په لړ کې څلور ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

تقریبا تیر یو کال د افغانستان ملي لوبډلې لپاره تاریخ جوړوونکی کال و او ملي لوبډلې وتوانیده بشپړ غړیتوب لروونکی هیواد زیمبابووي ته هم په شل اوریزو سیالیو کې او هم په یوه ورځنیو سیالیو کې سختې ماتې ورکړي.

ملي لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې هم غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. په نړیوال شل اوریز جام کې د ملي لوبډلې پیاوړې او غښتلې لوبه ټوله نړۍ حیرانه کړه.

ملي لوبډلې په نړیوال شل اوریزو جام کې د نړیوال شل اوریز جام ګټوونکې لوبډلې ویسټ انډیز ته سختې ماتې ورکولو سره د کرکټ نړیوالې ادارې او ټولې نړۍ توجه په جلبولو بریالۍ شوه.

راتلوونکي سیالۍ د افغانستان لپاره په نړیواله درجه بندۍ کې د غوره مقام ترلاسه کولو او د ۲۰۱۹ز کال نړیوال جام ته د غوراوی پړاو پرته لار موندنې له نظره ډیرې مهمې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx