شعـــــرونه

غزل: اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

نه له سرابه ګيله من، نه له صحرا نه اجمل
له خپلو سترګو او له پښو نه دى ستومانه اجمل

داسې خاموشه د هغه ظالم څېره چېرته وه
خداى خبر، چېرته پاتې شوى دى له ځانه اجمل؟

ولې دې وخوړه قاتله اضطرابه اجمل؟
ولې دې پرېښوده کافره اطمينانه اجمل؟

اول دې راکاندي ځواب ما ته زما د نظر
بيا دې پوښتنه د خپل زړه وکړي له ما نه اجمل

څه دې کړ، چېرته درنه ورک شو جل وهلې تندې؟
څه دې کړ، تا پسې دروتى و بارانه اجمل؟

له خپله ځانه په لفظونو کې پټېږي اجمل
د خپلو تورو په حصار کې له بلا نه اجمل

هغه منزل له چا نه نه غواړي د خپلې جذبې
په خپل مزل باندې به ولې وي پښېمانه اجمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx