مشرانو جرګه: د افغانستان د بدبختیو او ناورینونو لامل د غويي ۷مې کودتا ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۷مه ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د ۱۳۵۷ل کال د غويي د ۷مې کودتا د افغانستان په تاریخ کې «توره ورځ» ګڼلې او دا کودتا یې د افغانستان د بدبختیو او ناورینونو لامل ګڼلې ده.

له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ل کال د غويي په ۷مه کمونستي ګوند «افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند» د یوې کودتا له لارې واک ترلاسه کړ، ولسمشر داوود خان يې له ټولې کورنۍ سره و وژلو او وروسته یې روسي ځواکونه افغانستان ته راوغوښتل چې د افغان ولس له سخت مقاومت سره مخ شول.

د دغې کودتا وروسته تر دې دمه د افغانستان په خاوره جګړه نه ده درېدلې، میلیونونه کسان مهاجر شول، تر یو نیم میلیون زیات و وژل شول او سلګونه زره نور معیوب شول.

د مشرانو جرګې یو استازي مولوي محی الدین منصف ویلي چې د غويي ۷مې کودتا د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړ.

هغه د غويي ۷مې کمونستي کودتا د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ وبلله او ویې ویل چې د روسانو لخوا د افغانستان د اشغالولو وروسته سلګونه زره افغانان و وژل شول، هېواد ویجاړ شو او میلیونونه افغانان په هجرت مجبور شول.

د مشرانو جرګې یو بل غړي ګلالی اکبري هم د غويي ۷مه توره ورځ وبلله او ویې ویل چې د هېواد ورانېدل، د ډيری افغانانو وژل کېدل او ټپي کېدل د غويي د ۷مې کودتا له پیغامونو څخه دی.

سربېره پر دې محمد رحیم حسنیار هم د غويي ۷مه په افغانستان کې د بدبختیو پیلامه وګڼله او له حکومته یې وغوښتل چې هغه کسان چې د غويي د ۷مې په کودتا کې دخیل و او د داوود خان مشروع نظام يې نسکور کړ او اوس په لوړو څوکیو ناست دي، محاکمه کړي.

د مشرانو جرګې یو بل غړي زلمي زابلي هم د غويي ۷مه د افغانستان د خلکو د بدبختیو پیلامه وګڼله او ویې ویل چې «خلک دې په تمه دي چې هغه کسان چې د دوی د بدبختۍ لامل و، محاکمه شي».

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال فرهاد سخي چې د نننۍ غونډې مشري يې په غاړه وه، هم د غويي ۷مه توره ورځ وګڼله او له حکومته یې وغوښتل چې هغه کسان محاکمه کړي چې د سردار محمد داوود خان د حکومت په نسکورولو کې دخیل وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د غویی کودتا ( لمړنی اشغال ) زمونږ د هیواد له اسلامه له وتلو لمړی مرحله او اوسنی کوړدتا ( دوهم اشغال یی دوهمه مرحله ده هغوی په فکری او نظریاتی ډول زمونږ ځینی خبیثان بی عقیدی او بداخلاقه کړل او دوهم اشغال په عملی بڼه کی زمونږ ځنی به عملی بڼه کی ماده پرست ، پی عقیدی او مغزشویی کړل ، ښه ثبوت یی د کمونست غنی چمهور ریس کیدل ، علومی داخله وزیر ، ستانګزی د دفاع وزیر او اثمر د امنیت ریس د هغه وخت پيژندل شوی خلقیان او برجمیان دی د یو حکومت کلیدی پوستونه د… نور لوستل »

محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

له بده مرغه افغانستان د موچی کور دی له مخکی هم خوسا وو، خو چی باران ورباندی واوریدنو بیخی یی بوی ولګید. دلته هیڅوک هم دخدای په لاره ندی برابر، تر اوسه یی دملا د لوټي داسنتجاُ څخه ندۍ راوتلۍ، ما پخپلو سترګو لیدلی چی دهلمند ولایت کی مجاهدینو دجغرافیی لوست د غټي فتوی چی ۶۰ په اصطلاح دینی عالمانو لاسلیک کړی وه پوسیله حرامه ګڼلی وه (کال ژمۍ ۱۹۹۱ موسی کلا دملامحمدرسول اخونزاده په وخت کی) .مګر ټول هلمند بیا دتریاکوډک وو او هغه حلال وو.پدی هکله امریکایی ګرځندوی (آرتور بونیر) هم لیکنی کړیدی چی دهماغه کتاب نوم یی… نور لوستل »

خان محمد
میلمه
خان محمد

د بیانزي صیب د خبرې په تأیید او په یوڅه اضافه کولوسره:
هر څوک که مقدس جهاد پلوري نو انشاالله چې الله به یې شرموي، دا مهمه نده چې کوم جهاد او څه وخت.