شعـــــرونه

د وطن شهيد ته!

خود به په تا باندي نن وياړي افغانان شهيده

چي اشغالګرو ته دي وښود خپل ايمان شهيده

تا چي په وړاندي د دښمن پر وطن سر کښېښود

سر دي کړ لوړ د افغانانو پر جهان شهيده

دا ستا د وينو څاڅکو رنګ د سرې بلا کړ بدل

توره بلا هم ستا له وېري ده  لړزان شهيده

لو انګازه دي په نړۍ کي د غيرت پورته سوه

دي ولسونه ستا مېړاني ته حيران شهيده

تا د خپلواک ژوندون لپاره پر ځان مرګ ومانه

خو وي نه مانه د بل واک پر خپل ځان شهيده

تا خپل ټټر وطن ته سپر کړ سوې شهيد آفرين

رشتیا چي وې د موري زوی مرد ميدان شهيده

ستا روزي سوی لوړمقام په جنتونو کي دی

په خدمت فخر کوي ستا حوري غلمان شهيده

ته چي له مور او پلار او خپل کور وکهوله ولاړې

ځکه ”همت“ دي وړي وقبر ته ګلان شهيده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x