شعـــــرونه

نظم: مولوی نیک محمد ادیب

مولوی نیک محمد ادیب

دا چې د وخت دا تقاضا وه رانه
چې دبلال د خولې اذان شمه زه
نو مې بیان ته خو لږ تم شه کنه
شاید د زړونو ترجمان شمه زه

زه له دې دوره شکایت لرمه
زه مې وجدان ته خجالت یمه ډیر
ماچې دځان دحق دفاع وه نه کړه
اوس مې وه ځانته ملامت یمه ډیر

راشه ددې دور دوران وګوره
چې څه حالات دي اوڅه حال روان دی
خپل مو پردي کړه او پردي موخپل کړه
یو عجیبه شانتې جنجال روان دی

موږ د رنګونو داسې ښارکې اوسو
چې په رنګو باندې لړلي یو ټول
یویې په توربل یې په سپین رنګ کړي
داسې یې موږ سره ویشلي یو ټول

راته داخلګ به څوک پوی کړي خدایه
چې د مظلوم پرحق چاپې لګوي
هر یو دخپل ځانه قاضي جوړشوی
بس پر یو بل باندې ټاپې لګوي

څوک دخپل ځان قاتل پخپله جوړشو
چا دی په خپلو لاسو ورور وژلی
څوک دمسجدامام ته مرګ خوښوی
چا بیا خادم دی د خپل کور وژلی

عجیبه وخت شو عجیبه خلګ دي
د فساد ژمنو ته رواج ورکوي
پرځای ددې چې ترې توبه وباسي
خو لا یې کړنو ته رواج ورکوي

دلته واړه د لویو قدر نه کړي
دلته مشران هم شفقت نه لري
دلته مالدارو ته سجدې لګیږي
دلته غریب سړی عزت نه لري

ګناه یې نه بولي پرې فخرکوي
وه ناروا لار ته پلمه جوړوي
دتواضع سره یې نه لګیږي
کبر غرور دځان پیشه جوړوي

دا فلسفه شوله او دا منطق دی
د چق رفتار په سرکښۍ بدل شو
بغاوت څنګه وي او څه ته وایي
دجهاد نوم په توند لارۍ بدل شو

دجنګ جدال په معناښه پوهیږي
دحق و لوري ته یې زړه نه ورځي
په بدو چارو کې هیڅ دریغ نه لري
دقرآن توري ته یې خوله نه ورځې

هرڅه خپل حد اوإنتهاء لري خو
په ظلم زورکې پښتانه سوځیږي
نورترې وزګاردي اوبی غمه ګرځي
دوحشت اورکې پښتانه سوځیږي

داسې بل در د تیښتې نه لرو مونږ
باداره تا ته مو پناه دروړې
ستا نه مدد غواړو او تاته ژاړو
ستا وه درګاه ته مو پناه دروړې

ته خو قادر یې هرڅه ستاپه اراده تړلي
په دغه ستړې زندګۍ کې درنه سوله غواړم
ددې وطن هر یو وګړی ساه نیولی ګرځي
الهی ربه په ځولۍ کې درنه سوله غواړم

یو ورځ تربلې بد ترینه ښکاري
حالات زموږ و تباهۍ ته درومي
داسې به څوک واګي په لاس کې واخلي
د ژوند شیبې مو بر بادۍ ته درومي

ادیبه: تیښته ترینه نه ده په کار
ادیبه: دې وخت ته سمون په کاردی
ادیبه: دا وحشت زغملی نه شو
ادیبه: دې حال ته بدلون په کاردی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x