نظــر

له امریکایانو سره راتلونکي مذاکرت څه ډول بايد پرمخ یوړل شی؟

د روان کال دغبرګولې د میاشتې په ۲۸ نیټه په قطر کې له امریکایانو سره دخبرو په غرض  دطالبانو (اسلامي امارت) دفتر په رسمي ډول پرانیستل شو، خوبیرته ډیر ژردهغه په سردکلیمې دبیرغ اوداسلامي امارت په نوم دلوحې نصبولو له امله وتړل شو.

اوس چې بیا امریکایانو ددغو مذاکراتو دپیلولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دبهرنیو چارو وزیر جان کیري او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى جيمز ډوبينزافغانستان اوسیمې ته سفرونه پیل کړي نوپه کار ده چې داځلې دامذاکرات په داسې ډول ترسره شي چې له یوې خوا هغه په یوې مثبتې نتیجې پایته ورسیږې او له بلې خوا که هرجانب دمذاکراتو په جریان کې ناغیړي کوي هغه تشخیص کړای شي.

معمولا دسولې مذاکرات دپوځې جګړې دنتائجو محصول وي او دپوځي جګړې طرفین هغه وخت دسولې مذاکراتو ته مخه کوي کله چې ونه توانیږي له پوځې اړخه یوپربل برلاسی پیداکړي .

معنا داچې دسولې مذاکرات دتعبیر په تغیر سره یوډول دیپلوماتیکه جګړه ده چې دجګړې ښکیل لوري غواړي دهغې په وسیله هغه اهداف ترلاسه کړې کوم چې دپوځې جګړې په ترڅ کې له ترلاسه کولوناتوانه شوي وي .

دبیلګې په توګه امریکایانو هغه وخت له طالبانو سره دسولې دمذاکراتو هلې ځلې پیل کړې چې کله هغوئ په دې متیقین شول چې له پوځې اړخه يي په طالبانو باندې برلاسی ناممکن دی .

نو ددې لپاره چې طالبان وکولای شي له امریکایانو سره د دیپلوماتیکې جګړې په ډګرکې هم هغه پایلې ترلاسه کړې کومې چې یې دپوځې جګړې په ترڅ کې ترلاسه کړې هغوئ ته په کارده چې له امریکایانو سره  راتلونکي مذاکرات دیولړهغو اوصولو اومقرراتوپه رعایتولو سره پیل کړي کوم چې په اصولي توګه د دیپلوماتیکې جګړې(مذاکراتو) دپرمخبیولو لپاره وضع شوي .

دغه مقرارات عبارت دی له :

۱ـ دمذاکراتو لپاره دځای تعینول

۲ـ دمذاکراتولپاره وخت او مهال ویش ټاکل

۳ـ دمذاکراتو نوعیت او موضوع مشخص کول

۴ـ دمذاکراتو لپاره دهیآتونو معرفي کول .

۵ـپه مذاکراتوکې دجانبینو دسیاسي اصطلاحاتواورسمي تعریفونو درناوی کول.

په مذاکراتو کې دمذاکراتو ترسره کیدو لپاره دځای ټاکل محوري اهمیت لري او دجګړې ښکیل لوري هریو کوښښ کوي چې مذاکرات په داسې ځای کې ترسره شي چې هغه ددوئ تر ولکه لاندې وي؛ ځکه په دې سره په طبیعې ډول جانب مقابل تر خپل فشار لاندې راوستلی شي او هغه څه ورباندې منلی شي چې دجګړې په ترڅ کې له ترلاسه کولو ناتوانه شوي وي.

خوکه بالفرض دجګړې طرفین دیته نه حاضریږي چې دیوبل ترواکمنۍ لاندې ساحه کې مذاکرات ترسره کړي ،نو هغوئ کولای شي په دریم داسې ځای کې چې هغه دجګړې دښکیلو لوریو له تسلط او تاثیر نه بهروي هم دسولې مذاکرات ترسره کړي .

داچې اوس طالبان د هیواد په ډیروسیمو بالقوه تسلط لري نو که راتلونکي مذاکرات په هماغو ساحوکې ترسره شي ښايي  په قطر هیوادکې دتر سره کیدونکو مذاکراتو په نسبت يي د دوئ لپاره تاثیر ډیر مثبت وي .

ځکه قطر هیواد که څه هم چې په ظاهره یوخپلواک هیواد بلل کیږي خو په حقیقت کې نوموړی هیواد له پوځي لحاظه په مکمله توګه دامریکایانو تر تسلط لاندې او دالعدید په نوم دامریکایانو ترټولو ستره پوځي اډه هم په دې هیواد کې متمرکزه ده.

په قطرهیوادکې دالعدید پوځې اډه دامریکې له خاورې بهر دنړۍ په کچه دامریکا ترټولو لویه اومهمه  پوځي اډه بلل کیږي چې په کال ۱۹۹۶کې دقطر دپلازمینې دوحې لویدیځ ته په ۳۵ کیلومتري کې جوړه شوه او په ۲۰۰۱ کې په افغانستان باندې دامریکايي یرغل په مهال له همدې اډې څخه د۱۰۰۰۰پوځیانوپه استخدام او ۱۲۰ پوځي الوتکو په کارولو سره د پوځي اولوجیستیکي چارودپرمخبیولو لپاره کارواخیستل شو.

نوموړې اډه دمنځني ختیځ لپاره دامریکا دمرکزي قومندانی دقیادت دمرکز( CENTCOM)  په حیث له منځنۍ آسیا تر افریقا پوري دامریکايي ځواکونو لخوا استخدامیږي اوپه دغې پراخې سیمي کې خپل ټول پوځي اواستخباراتي عملیات له همدې اډې څخه رهبري کوي.

چې له همدې لحاظه دقطر هیواد که په ښکاره دافغانستان په جګړه کې نه دی دخیل ولي بالواسطه په بشپړه توګه په دې جګړه کې ښکیل دی ځکه دقطر دچارواکو په خبرتیا اوموافقه سره دامریکایانو لخوا دقطرهیواد ځمکه او فضا په تیرو ۱۲ کلونوکې دافغانستان په خلاف استعمال شوي چې په دې سره دسولې په مذاکراتوکې دقطر دهیواد منځګړیتوب  په ښکاره توګه ترپوښتنې لاندې راځې .

امریکایان دنړي دترټولو مغرورو غاصبینو په توګه تل کوښښ کوي چې ددوئ تراستعمار لاندې جهتونو او هیوادونو سره په معاهداتو او تړونونوکې له یوې داسې مستبدانه لارې کارواخلې چې هغوئ ټول وخت ددوئ استعماري سیاست ته سر ټیټې وي.

دبیلګې په توګه کله چې په دوهم نړیوال جنګ کې امریکایانو په جاپان وژونکې بیولوژیکي بمونه وکارول اوجاپان دامریکایانو په مقابل کې شکست وخوړ امریکایانو جاپانیان مجبورکړل چې له دوئ سره دتسلیمي وثیقه لاسلیک کړي .

امریکایانو جاپاني چارواکوته وویل چې دغه وثیقه باید دجاپان په خاوره کې نه بلکې دهغې امریکایي جنګي بیړي په سر لاسلیک کړي کومه چې امریکایانو مخکې ترمخکې  دجاپان په ساحل کې لنګر کړې وي چې په دې سره هغوئ وكړاي شول جاپان دتل لپاره ترخپلې استعماري سلطې لاندې وساتي.

ددې لپاره  چې په اوسنیو شرائطوکې له دو دریو هیوادونوپرته  بل داسې ځای نشته چې هغه دې په مستقیم او یاغیر مستقیم ډول دامریکا تر ترتاثیر لاندې نه وي نو غوره داده چې له امریکایانو سره راتلونکي مذاکرت دهغوئ له واکمنۍ پرته خپله دافغانستان په داخل کې ترسره شي اوکوم سیمه چې دمذاکراتو لپاره غوره کیږي په هغه کې دي دمذاکراتو تر پایته رسیدلو پوري ددواړو لوریو (طالبانواوامریکایانو) پوځي فعالیتونه متوقف شي .

هغه سیمې چې دمذاکراتو ترسره کیدل په کي په اغلب احتمال ممکن دی هغه دکابل په شمال کې دکاپیساولایت چې هسي هم په ټولیزه توګه دطالبانو تر کنټرول لاندې دی په شمال کې بدخشان ولایت په ختیځ کې کونړ ولایت ،په جنوب لویدیځ کې هلمند په مرکزي افغانستان کې غزني ولایت او یا په شمال کې قندوز ولایت هغه سیمې دي چې طالبان ورباندې بالفعل تسلط لري او ددمذاکراتو لپاره تري ګټه اخیستلای شی.

دافغانستان په داخل کې دمذاکراتو ترسره کیدل دا ګټه لري چې له یوه پلوه به دمذاکرتو بهیر دفاتحینو په توګه دامریکایانوله تسلطه بهروي او بل به نور په دې سره دافغانستان په اړه دجلاوطنه کانفرانسونو ، تړونونو او معاهداتو لړۍ هم پایته رسیدلې وي .

دمذاکراتو لپاره دوخت او مهال ویش ټاکل

دمذاکراتو لپاره دوخت او مهال ویش ټاکل په دې خاطر مهم دی چې د بي ځایه وخت ضایع کولو مخنیوي پري کیدلای شي اوهمدا راز دهغو دسیسو او توطیو مخه پری نیول کیدای شي چې دسولې دمذاکراتو ترنامه لاندې دجانب مقابل لخوا ترسره کیږي .

 د مذاکراتو په وخت کې لامحدودیت ډیرځله خطرناکې پایلې لري چې ترډیره بریده دیوه جانب په  ګټه تمامیږي اوبل جانب تري زیات متضرر کیږي .

دبیلګې په ډول دطالبانو او امریکایانو ترمنځ له تیرو دریو کلونو راهیسي په قطرکې مذاکرات جریان لري خو دیوه مشخص مهال ویش او وخت  ټاکلو دنه موجودیت له امله  تراوسه پکي ددې څرک نه لګیږي چې خبرې پیل شوي په څه اوختمې په څه شولې؟

بلکې تر ډیره بریده له دغه لامحدودیت څخه امریکایانودځان په نفع ګټه پورته کړې او دطالبانو په منځ کې يي ناسمو تبلغاتو او دبي باوریو رامنځته کولوته زمینه مساعده  کړې.

همداراز امریکایانو دغه لامحدوده سوله ایزه پروسه د یوې احتیاطي (reserve) پروژې په توګه  دخپلې استفادې لپاره کارولې ،نه داچې دقضیې بل ښکیل لوري (طالبانو) دي له هغه څخه کومه ګټه ترلاسه کړې وي.

دبیلګې په توګه کله چې اوباما وغوښتل په کال  ۲۰۱۲ دوباره دامریکې ولسمشریزو ټولټاکنولپاره ځان کاندید کړي نويي دهمدې پروژې له لارې کوښښ وکړ ترڅو طالبان دیته وهڅوي چې دهغوئ په اسارت کې بندې امریکايي پوځي دبندیانو دتبادلې ترعنوان لاندې دهغوئ له اسارت څخه ازاد کړې .

په حقیقت کې اوباما اودهغه کاري ټیم له طالبانو سره په دغې تبادلې کي هیڅ ریښتینولې نه لرله بلکې له نوموړې موضوع څخه یې دخپل تبلغاتي کمپاین لپاره هسې ابزاري استفاده کوله اوهغه يي ترلاسه کړه ،ځکه چې دهمدغې مهمې موضوع راسربیره کول داوباما له انتخاباتي کمپاین سره دمرسته وکړای شوه چې نوموړي ته يي ددوهم ځل ولسمشري چانس ورپه برخه کړ .

همدا راز په دې پروژې کې دوخت نه محدودیت امریکایانوته داچانس مهیاکړ چې هروخت به دطالبانو لخوا په پوځي ډګرکې ترفشار لاندې راغلل سمدستي به يي په تبلیغاتي لحاظ دسولې دمذاکراتو خبره رامنځته کړه او په دې سره به دنړیوالو توجه له خپل هغه شکست څخه چې دوئ به دافغانستان په پوځي ډګرکې ورسره مخ ول بلې خواته واړوله .

نو ددې لپاره چې په راتلونکې طالبان وکولای شي دمذاکراتو له پروسې څخه دامریکایانو داستفاده جويي او همداراز دهغوئ دناسمو تبلیغاتو او وخت ضایع کولومخه ونیسي دا ورته اړینه ده چې له امریکایانو سره دمذاکراتو وخت او مهال ویش مشخص کړې او په هماغه مشخص وخت کې ورسره دمهال ویش مطابق معین موضوعات مطرح کړي .

 دمذاکراتو نوعیت او موضوع مشخص کول .

په مذاکراتو کې دهغوئ نوعیت او موضوع تعینول حیاتي ارزښت لري .

ځکه مذاکرات په خپل ذات کې مختلف ډولونه لري اودبیلابیلو موضوعاتوپه اړه ترسره کیږي .

داوربند مذاکرات ، دبندیانو دتبادلې مذاکرات ، دسولې مذاکرات، دځواکونو دپرشاتګ مذاکرات … دجنګي تاوانونو ورکولو مذاکرات …

طالبانو ته دا په کارده چې  له امریکایانو سره دراتلونکومذاکراتو نوعیت او اجنډا معلومه کړي .

داچې له تیرو دریو کلونو راهیسې په قطرکې دطالبانو او امریکایانو ترمنځ داسې مذاکرات  روان ول چې نه يي نوعیت مالوم ،نه یې موضوع مالومه اونه يي هم مهال ویش مالوم هماغه ده چې ددغه نامالوم تسلسل له وجې په ځای ددې چې طالبان له نوموړو مذاکراتو څخه ګټه ترلاسه کړې په ډیرو مواردو کې دهغوئ لپاره په زیان تمام شول؛ځکه دغو ابهاماتو هم نړیوال ،هم عام افغانانو او حتی هم خپله  ځیني طالبان  له تشویش سره مخ کړي.

 هغوئ ته داپوښتنه پیداکیږي چې که خبره یواځې له امریکایانوسره دبندیانو دتبادلې په سروي نو هغه خو یوعادي موضوع ده او ددې وړتیا نه لري چې دري کاله دي یواځې په یاده موضوع داسې خبرې وشي چې هغه دې هم کومه مثبتې پایله  ونه لري.

دقطر دمذاکراتو په تیر جریان کې دجانبینو ترمنځ یواځې داعتمادسازي مرحلې دري کاله وخت واخیست ، که مونږ نور له هغه څخه دکومو اجراآتو اولاسته راوړنو تمه لرو نو داراته په کار ده چې باید کم ترکمه دری څولور کاله نورهم انتظار وباسو.

دهمدغې اعتمادسازي په مرحله کې دوه کرته نوموړی بهیر له معطلي سره مخ شوی خو په دواړوځلونوکې دانه شوه مالومه چې ددې معطلې عامل امریکایان دي که طالبان؟ اوددوئ دواړو په منځ کې داختلاف نقطه کومه خبره ده  چې دمذاکراتو دتوقف لامل ګرځیدلې؟

ددې لپاره چې بیا نه د مذاکراتو بهیر له خنډ سره مخ شي او نه هم هیڅ لوري ته د اندیښنو راپیداکیدو لامل وګرځي په راتلونکي کې باید دغه مذاکرات دیوه مشخص عنوان ،مشخصې ایجنډا او مشخص مهال ویش په لرلوسره پیل او دغه دري واړه مشخصات دیوې رسمي اعلامیې په وسیله انظار عامه ته ابلاغ شي ، اودمذاکراتو دهرپړاوله ترسره کیدو وروسته دهغه لاسته راوړنې او نیمګړتیاوې په واضحه توګه دمذاکراتو دټیم دمشخص ویاند لخوا خلګوته اعلان شي .

چې داکار به له یوې خوا  دمذاکراتو له پرمختګ او له بلې خوا دهغوئ په اړه دعامه  ذهنیت له روښانتیاسره ښه مرسته وکولای شي.

مثلا که چیرې دغه مذاکرات دبندیانو دتبادلې یا له بهرنیو ځواکونوسره داروبند اویاهم دبهرنیوځواکونو دپرشاتګ دمذاکراتو ترعنوان لاندې د مشخصې ایجنډا اومعلوم مهال ویش په درلودلوسره اعلان شی نو نه به په هغو ترخپلې ټاکلې مودې  زیات وخت ضایع کیږي او نه به له خلګوسره دهغوئ په اړه پوښتنې راپیداکیږي .

اوکه هرجانب دهمدغو معلومو مشخصاتو په ترسره کولوکې ناغیړي کوي هغه به مالوم او پریوه اوبل باندې له مسؤلیت ورغورځولوبه خبره وتلې وي.

په مذاکراتو کې دپلاوي حیثیت او دهغوئ مسؤلیت باید مشخص وي.

په مذاکراتو کې داخبره ضروري ده چې جانبین خپل شریک پلاوي، دهغوئ حیثیت اودهغوئ غړي په مکمله توګه یوبل ته  معرفي او دهغوئ دنومونو، رتبو اومسؤلیتونوپه اړه یوبل ته معلومات ورکړي.

ترمذاکراتو له مخه داخبره باید روښانه وي چې په مذاکراتو کې ګډونکوونکي لوري دکوم حیثیت له مخې دمذاکراتوجریان په مخ بیایي؟

ایاهغوئ دقضي داصلي لوري په حیث اوکه دښکیلیولوریو ترمنځ دمنځګړي په حیث په مذاکراتوکې شرکت کوي .

په قطرکې تراوسه په ترسره شويو مذاکراتوکې داخبره نه ده سپینه شوې چې امریکایان له طالبانو سره دقضیې دښکیل لوري په استازیتوب او که دطالبانو اوکرزي حکومت ترمنځ دمنځګړیوپه حیث ګډون کوي.

که څه هم چې له پیله مذاکرات په دې عنوان پیل شول چې امریکایان په هغوکې دقضیې ددخیل په حیث ګډون لري ، خو وروسته چې کله دلوحې اوبیرغ لانجه راپورته شوه نو امریکایانو وویل چې خبرې اصلا باید دطالبانو اوکرزي حکومت ترمنځ ترسره شي او مونږبه دهغوئ لپاره دمنځګړیو په توګه ددغو خبروزمینه سازي کوو!!!.

امریکایان دنړۍ په کچه تربل هرچا زیات مکار او چلبازخلګ دي،هغوئ په ډیرو نړیوالو لانجوکې په یوه وخت کې هم ځانونه اصلي طرف او هم منځګړي معرفی کوي،دبیلګې په توګه هغوئ په فلسطین کې دفلسطینیانواواسرائلوترمنځ په مذاکراتوکې ځان منځګړي معرفي کوي په داسې حال کې چې په واقعیت کې دفلسطین په لانجه کې داسرائلو ترشا خپله همدغه امریکایان ولاړدي او دفلسطین په لاندې کولو، دفلسطینیانو په وژلو اودهغوئ دکورونو په نړولوکې داسرائیلو پوځي اوسیاسي ملاتړکوي ، امریکایان غواړي دخپلې دوه مخئ اومکاري له مخې عین رول دافغانستان په لانجه کې هم ولوبوي چې له یوې خوايي کرزي دخپلو بي ۵۲ الوتکو اوکروز میزایلو په وسیله په افغانانو تحمیل کړ له بلې خوا اوس غواړي دسولې په مذاکراتوکې ددغه تحمیلي نظام اوطالبانو ترمنځ دمنځګړیتوب رول ولوبوي.

په قطرکې تراوسه پوري په ترسره شویو مذاکراتو کې دطالبانو دمذاکره ونکي ټیم حیثیت، دهغه مسؤل او ددغه ټیم دغړیونومونه او مسؤلیتونه واضح دي ،خودجانب مقابل دمذاکره چیانو په اړه هیڅ څوک هیڅ ډول معلومات نه لري .

دانه ده مالومه چې هغوئ دامریکا داستخباراتي شبکې غړي ،که وسله وال پوځیان اوکه د سپینې ماڼې دتنظیفاتو عادي کارمندان ول ، ځکه نه تراوسه دامریکا دحکومت لخوا دهغوئ دمعرفي په اړه کوم وضاحت شوي او نه په رسنیوکې دهغوئ دتشخص  دمعلوم والې په اړه څه ویل شوي.

په داسې حال کې چې دطالبانو (اسلامي امارت) لخوا له هغوئ سره جانب مقابل مذاکره کوونکی شخصا داسلامي امارت  دمشرتابه ځانګړی استازی او د قطر دپروسي مسؤل مقام  مخامخ دی.

په دغو مذاکراتو کې دامریکايي جانب دمذاکره کوونکي ټیم دمشر او غړیو نه مالوم والی خپله ددې ښکارندوینه کوي چې امریکایان اصلا جانب مقابل(اسلامي امارت) ته دقضيي داصلي مسؤل لوري په نظر نه ګوري او نه خپل ځان هغو مقراراتو ته ژمن بولي چې باید دمذاکراتوپه جریان کې یودبل ترمنځ دمساویانه حیثیت په لرلوسره رعایت شي.

ددې لپاره چې راتلونکي مذاکرات دطرفینو ترمنځ دمساویتوب اوبرابروالي دمعیارونوپه اساس پرمخ یوړل شي طالبانوته داپه کارده چې له امریکایانو څخه وغواړي چې له دوئ سره دمذاکره کوونکي امریکايي ټیم حیثیت اودهغه پلاوي معرفي اودهغوئ درتبو او مسؤلیتونوپه اړه دوئ ته مخکې ترمخکي معلومات ورکړي.

۵ـ په مذاکراتوکې دجانبینو دسیاسي اصطلاحاتو اورسمي تعریفونو درناوی کول .

په مذاکراتوکې دسیاسي اصطلاحاتو، مذهبي شعارونو اورسمي تعریفونو درناوي دمذاکراتو دجریان ترټولو اهم عنصر او دهمدغه درناوي او دجانبینو لخوا دهغه رعایت دمذاکراتو دبریالیتوب لامل ګرځي .

دبیلګې په توګه طالبانو په قطرکې له امریکایانوسره  داسلامي امارت درسمي دفتر ترعنوان لاندې مذاکرات پیل کړل ، هغوئ په رسمي ډول ددغه دفتر په پرانیستلوکې دهغه په سر داسلامي امارت بیرغ چې په سپیڅلې توحید کلیمې مزین دی لوړ او د دفتر دورودي دروازې په اړخ یې داسلامي امارت دفتر لوحه نصب کړه .

دتوحید په سپیڅلې کلمې مزین بیرغ د اسلامي امارت ترټولو لوړاومقدس عقیدوي شعار اودهمدغه سپیڅلې بیرغ ترسیوري لاندې یې په افغانستان کې پوره ۱۲ کاله دامریکایانو داشغال په خلاف  مقاومت کړی.

همداراز داسلامي امارت نوم هغه څه دي چې دهغه ترعنوان لاندې طالبانو دامریکایانو په خلاف جهاد پیل کړي ، او نن امریکایان مجبورشوي چې ددغه جهاد له زوره  له طالبانوسره خبروته تیارشوي .

ماناداچې هم بیرغ او هم داسلامي مارت مسمی دطالبانو لپاره هم مذهبي قداست لري او هم دهغوئ سیاسي تعریف او تشخص دی.

د((طالبانو)) اصطلاح یواځې داسلامي امارت دتنفیذي او پوځي ځواک نوم دی نه دهغوئ دهغه نظام عنوان دی چې  دوئ یې د اعادې او اقامې لپاره تیر دولس کاله له امریکایانو سره دمقاومت په مرچلونوکې جنګیدلي .

په سیاسي لحاظ په دغو مذاکراتوکې امریکایان  داسلامي امارت مسمي او عنوان ته باید په هغه حیثیت او ارزښت قائل شي په کوم چې طالبان ددوئ دمتحده ایالتونو نوم او مسمی ته قائل دي .

په راتلونکومذاکراتو کې دهغوئ دپیل ترجریان له مخې دمذاکره کوونکو پلاویو ترمنځ دهرجانب دسیاسي تعریف او اصطلاحاتو خبره باید په بشپړه توګه روښانه شي او بیا دهغوئ دمنل شویو تعریفونو اومسمیاتو ترعنوان لاندې خبرې پیل شي.

دهرجانب لخوا دجانب مقابل درسمي تعریف نه منل او یادهغه تغیرول په بشپړه توګه دمذاکراتو جریان زیانمنوي او پریکړې ترقانوني مواخذې لاندې راولې.

دقطر په تیروترسره شویو مذاکراتو کې له ابتداء نه  دغه اصل له پامه غورځول شوي وه ځکه يې جریان له پیل نه ترپایه له خنډونو او موانعوسره مخ دی او تیر دری کاله وخت  له کومې ملموسې لاسته راوړنې پرته  ورباندې مصرف شو.

ددې لپاره چې په راتلونکې کې دغه مذاکرات دجانبینو لپاره  دراتلونکوقانوني اجرآتواصولي حیثیت ولري او ترپیلیدو له مخې بیا له خنډونوسره مخامخ نشي باید طالبان (اسلامي امارت) راتلونکي مذاکرات له امریکایانو سره دافغانستان داسلامي امارت تر مشخص نامه  لاندې پیل کړي .

کوم ځای چې مذاکرات ترسره کیږي هماغه ځای باید ددیپلوماتیکي مقراراتو له مخې خپل مشخص تعریف  نوم او ادرس ولري ، دهغه په سرباید دتوحید دکليمې سپیڅلی بیرغ  رپاند او دپیژندلو لپاره يي (دافغانستان داسلامي امارت دمذاکراتو دفتر) لوحه په دیوال نصبه شوې وي.

طالبان له دغه نوم او عنوان څخه باید په هیڅ ډول تنازل ونه کړي او که يي جانب مقبل له منلو انکار کوي په کلې توګه دي له هغوئ سره دمذاکراتو بهیر دموقت تعطیل په ځای په کلي توګه تحریم شي.

ځکه داسلامي امارت له نوم او بیرغ سره په سیاسي او مذهبي لحاظ ددغه نظام ټول راتلونکی برخلیک تړلی دی ،اوله دغه نوم اوبیرغ څخه تنازل په حقیقت کې ددغه نظام له ټولو آرمانونو او غوښتنوڅخه دتنازل په معنا دی چې باید په هیڅ  قیمت  ترسره نشي.

عبدالرحیم (ثاقب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x