ادبي لیکني

زما او د مرحوم نوکیا مبایل یارانه – طنز

اکرام الدين کامل

زما د زړه سر او د سختو ورځو یار نوکیا مبایل ۱۱۰۰ نن د ورپېښې ناروغۍ له کبله د سمارټ فونونو له نړۍ څخه رحلت وکړ. مرحوم مبایل د خاتمه جانې د لاس وروستۍ نښه وه، چې شپږ کاله وړاندې یې د تحصیل پر مهال د زوکړې ورځې د ډالۍ په ډول راکړی و.

د مرحوم بیترۍ له کماله ډکه وه، هره ورځ مې د دې مرحوم مبایل د بیترۍ پر مټ تقریبا ۱۰ ساعته فاطمه جانې سره خبرې کولې. د مرحوم صاف غږ له کبله د وحیده جانې په څېر بې خونده غږ هم په غوږونو بد نه لګېدلو.

په یوې دقېقه کې ۲۱ پیغامونه ترلاسه کول او په یوه وخت له څلورو کسانو سره پیغامونه لېږل یواځې د مرحوم په وس پوره و. د دې نرم او اسانو بټنو پر مټ ما په یوه وخت څلور څلور کسان کنترولول.

مرحوم زما لپاره یو څه سرخوږی هم جوړ کړی و، ثنا جانه رانه د همده په سبب پاتې شوه، او هغه ځکه چې کله هغه د سیلفي عکس اخېستلو لپاره ودریدله او ما له جیبه دا مرحوم مبایل راوویست نو هغه له ډيرې غوسې راته وویل چې یا خو دا مبایل بدل کړه یا ما بدله کړه. د خاتمه جانې وروستۍ د لاس نښه ما چېرته بدلولای شوه، مجبورا مې ثنا بدله کړه.

مرحوم مبایل شخصا هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی، څو ځل له ماتېدو هم بچ شوی. یو ځل خو راضیه جانې خپله غوسه په مبایل وویستله، له دوهم پوړ یې لاندې راګوزار کړ، خو مبایل بیا هم مات نشو او له مقاومته لاس پر سر نه شو.

ګل اندامه لومړنۍ انجلۍ وه چې مرحوم مبایل يې دومره خوښېده لکه زما چې څومره ګل اندامه خوښېدله. تر اوسه به ما څو آیفونونه اخېستي وو خو د ګل اندامې د ټینګار له کبله ما بیا هم مرحوم نوکیا مبایل استعمالولو. ماته ښه یاد دي چې ګل اندامې به چې کله هم راسره لېدل نو له ما وړاندې به یې مبایل لومړی مچې کاوه.

مرحوم مبایل مې هر هغه وخت ملاتړ کړی چې نورو پرېښی یم. دا راته تر ملګرو انډیوالانو ټولو وفادار و. نه یې کله راسره نخرې کړي، نه یې دوکه راسره کړې او نه هم بې وفايي.

مرحوم زما هر څه و، زما د کم عقلیو عیني شاهد و، زما لپاره یې لارې چارې جوړلې، زما ستون پنجم و، او زما سره په تېروتنو او جرمونو کې شریک و.

نن مرحوم مبایل د پیغامونو په انباکس کې سلګونه پټ او له راز ډک پيغامونه او د ښکلو نمبرونه له ځان سره یو ځای ویوړل او زه یې د انسانانو په څېر د تل لپاره ځانته پرېښودلم. مرحوم په ويركوونكو کې یو آی فون مبایل پرېښی دی.

د ښه نعم البدل په هیله

——–

یادونه: د دې طنز آیډیا له یوه اردو پوسټ څخه کاپي شوې بیا پښتو ته د یو لړ تغیراتو سره ژباړل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
oooo

کامل جانه خپل شخصیت جان اونظریه جانه دي توهین کړي….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x