ټولنیزه برخه

علماوو او د دين مينه‌والو ته د يو شيخ نصيحتونه او سپارښتنې

احمدالله احمدزی

علما د دين خادمان او د رسول الله صلی الله عليه وسلم وارثان دي، خو کله کله څوک داسې علما وګوري، چې به ليدو يې انسان ته الله تعالی ور ياد شي.

په ديني مدرسو کې د فراغت او دستاربندۍ ورځې دي، هره ورځ، يا هره دويمه ورځ د دوستانو له لوري د دستاربندۍ بلنې راځي، خو د ګډوډ ژوند له امله مو دا ډېر نه نصيب کېږي، چې په دې برکتي غونډو کې ګډون وکړم.

تېره شپه په دارالعلوم حقانيه کې د بخاري شريف ختم و، د ماښام له لمانځه وروسته له خپلو دوستانو سره ورغلو، ګورو، چې د دين زرګونه مينه‌وال دې برکتي مجلس ته راغلي او ټول دومره خاموش ناست وو، چې د نه منلو خبره وه او ټول لامل يې د حديثو او استاد احترام و.

د بخاري شريف اول جلد له وتلي عالم، شيخ مغفور الله بابا سره و او د ده له مبارکې خولې مو د بخاري د ورستي حديث د اورېدو سعادت حاصل کړ.

د شيخ مغفور الله بابا نوم، چې په علمي حلقو کې واخيستل شي، نو د علم مينه‌وال او علما پوهېږي، چې شيخ مغفور الله بابا هغه ستره علمي سټه او د علم دنګ منار دی، چې په سيمه کې يې په دې وختونو کې ساری نه ليدل کېږي او د علومو جامع عالم دی.

ټول عمر يې  د علم او دين په خدمت کې تېر شوی او له هر ډول لفاظي، بيداري، خطابي او ريا کارۍ دومره لرې دی، چې تصور يې نه شو کولای.

د شيخ صیب د يوې ورځې ليدل، د هر چا لپاره د ځان او ټولنې د اصلاح، عاجزي، روغ نيت او خدمت لپاره کافي دي، دا خبرې زه د عقيدت له امله نه کوم، بلکې علی وجه البصيرت يې وايم، چې په مغفور الله بابا کې دا نېک خويونه الله تعالی ايښي دي.

شيخ مغفورالله بابا حفظه الله

د بخاري له ختم وروسته شيخ صيب خپلو شاګردانو څو نصيحتونه وکړل، غواړم، چې له خپلو دوستانو او ګرانو لوستونکو سره يې هم شريک کړم.

شيخ صيب خپلو شاګردانو ته وويل، چې ستاسې ټوله هڅه او کار بايد خلکو ته دين رسول وي، بل څه نه.

لومړی باید خپل ځانونه اصلاح کړئ، چې خلک ستاسې د عمل له وجې دين سره مينه او محبت پيدا کړي.

خلکو ته دين ورسوئ، په لويو لويو کتابونو پسې مه ګرځئ، بس چې چا ته په يو جومات کې قرانکريم او بغدادي قاعده وښيئ او دغه شاګرد، چې ټول عمر بيا څه زده کوي، ستاسې برخه به په کې وي او ثواب به يې تاسې ته رسيږي.

خلکو ته قرانکريم ورسوئ، خو د قران د اخلاقو له مخې. که الله تعالی پر تاسې دا پېرزوينه وکړي، چې د قرانکريم د زده‌کړې او خلکو ته د رسولو توفيق يې درکړ، نو خلکو ته قرانکريم په اصلي معنا ورسوئ، شر مه جوړوئ، کنځلې مه کوئ، قرانکريم د يووالي درس ورکوي، تاسې بايد د خپلو درسونو له لارې د امت يووالي ته کار وکړئ، نه تفرقې او لانجو ته.

خپل تعامل او چلند کې بايد د ګرمي پر ځای نرمي غوره کړئ، هېڅکله خپلو خلکو او نورو مسلمانانو سره تريخ چلند مه کوئ، تريخ او ناوړه چلند د قران له اخلاقو سرغړونه ده.

عزت او ذلت د الله تعالی په لاس کې دی، له بل چا د عزت تمه مه کوئ. داسې نه شي، چې تاسې ته کوم ځای کې د خير، دعوت او دين رسولو موقع په لاس درشي او له دې امله يې له لاسه وباسئ، چې چا مو عزت ونه کړ، يا درته چا په کمه سترګه وکتل، له دې خبرو تېرېږئ او هر څه يوازې او يوازې د الله تعالی د رضا لپاره کوئ، اجرونه به يې الله تعالی درکوي.

خپلې کورنۍ، دوستانو، متعلقينو او عامو مسلمانو سره بايد په ډېر ادب، مينه او احترام چلند وکړئ او ستاسې د ښو اخلاقو له امله بايد خلک دين لور ته متوجه شي.

په فتوا او مسايلو بيانولو کې پوره احتايط کوئ، داسې نه، چې څوک درنه پوښتنه وکړي او تاسې سمدستي ځواب ورکړئ، يوه خبره هم د کتاب له سمو کتلو پرته مه کوئ. تاسې خپلو مشرانو علماوو او مفتيانو حضراتو ته وګورئ، چې په فتوا کې څومره احتياط کوي، د هرې مسئلې لپاره معتبرو کتابونو اوفتاواوو ته رجوع کوي او تاسې هم بايد د خپلو علماوو په قدمونو لاړ شئ. تاسې وګورئ، چې امام مالک رحمه الله څخه يوه ورځ يو سړي پوښتنه وکړه، هغه مبارک ورته وويل، چې سبا به درته ووايم، نو شاګردانو ورته وويل، چې دا مسئله تاسې پرون په کتاب کې موږ ته وويله، نو امام مالک رحمه الله ورته وايي، چې هو ما درته پرون وويله، خو زه ډارېږم، هسې، چې مسئله له خپلې اندازې کمه يا زياته ونه کړم، چې بيا به د قيامت په ورځ څه ځواب وايم. علم بايد يوازې او يوازې د الله تعالی د رضا لپاره وي او چې کله علم د الله تعالی د رضا لپاره شي، نو بيا څوک په دې هم نه شرميږي، چې زه ولې چا ته ووايم، چې زه نه پوهېږم، يا بل وخت به ځواب درکړم.

وروستۍ خبره يې د مخالف نظر او اختلاف په اړه وه. شيخ صيب حفظه الله وايي، چې تاسې سره څوک اختلاف کوي، دا به د هغه د پوهې خپله کچه وي، تاسې بايد دا اختلاف په دښمنۍ وانخلئ، د رايې اختلاف مو بايد دښمنۍ او تاوتريخوالي ته ونه رسيږي.

د شيخ صيب حفظه الله دا مغلرې او نصيحتونه به کېدای شي، ځينو ته ساده او عامې خبرې بريښي، مګر حقيقت دا دی، که پر دې خبرو عمل وشي، نو زموږ ټولنه په ډېره اسانۍ د خير لور ته لاړه شي.

الله تعالی دې اول ما بيا ټولو مسلمانانو ته پر دې خبرو د عمل توفيق راکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x