شعـــــرونه

نعت: دا مخامخ چی ورته ګوری، دا د خوږ نبی روضه ده

دا مخامخ چی ورته ګوری، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده
د زړه کیفیت می عجیبه ده، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده

پرون می خیال او فکر نور و
په زړه می بل د  هجران اور و
نن د انوارو سلسله ده، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده

———-

د  مرسلینو ای سرداره
د  مومن  د زړه قراره
ستا  یوه نظر ته می اسره ده، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده
—————-

دا چی نن په دی مقام یم
په در کی ولاړ په احترام یم
دا ستا د مینی نتیجه ده، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده
——————–

زما الفاظ به را تمام شی
ټول فکرونه به ناکام شی
 ستاشمایل خو جګه مناره ده، دا د خوږ نبی روضه ده
دا د خوږ نبی روضه ده

نعت شریف : نجیب الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x