افغانستان

افغانستان: پاکستان دې پر افغان خاوره توغنديز بريدونه ودروي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غويي ۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان بهرنيو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتی او احتجاج يې کړی، چې پاکستاني پوځيان دې پر ګوشتې او لعلپوره ولسواليو راکټي بريدونه سمدستي ودروي.

د بهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال نصير احمد اندېشه کابل کې د پاکستان سفير سيد ابرار حسين ورغوښتی، د پاکستان له لوري يې د پرله پسې توغنديزو بريدونو په اړه د افغان حکومت احتجاجي ليک ورسپارلی او له پاکستانه يې غوښتنه کړې، چې دغه بريدونه سمدستي ودروي.

نصير احمد اندېشه وويل، چې د پاکستاني پوځيانو په وروستيو بريدونو کې د سرحدي پوليسو يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د اداري مرستيال په وينا پاکستان په داسې حال کې، پر افغانستان راکټي بريدونه کوي، چې افغانان لا هم د تېرې اوونۍ د خونړۍ پېښې له غم او خفګانه نه دي وتلي.

نصير احمد اندېشه له پاکستاني سفير څخه غوښتنه وکړه، چې دغه بريدونه بايد ژر تر ژره ودرول شي، تر څو د دواړو هېوادونو د ګاونډيتوب اړيکې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

د پاکستان سفير سيد ابرار حسين په دغه پېښه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د افغان چارواکو اندېښنې به پاکستاني مقاماتو ته ورسوي.

پاکستان له تېرو څو کالو راهيسې په کونړ، ننګرهار، خوست، پکتيکا او کندهار کې  وخت پر وخت د افغانستان پر خاوره توغنديز بريدونه کوي او د ډيورينډ له کرښې دېخوا يې د افغانستان په خاوره کې خپل تاسيسات جوړ کړي  دي.

تېره اوونۍ هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې پاکستاني پوځيانو د خوست تڼيو او ګربزو او د پکتيکا انګور اډې سيمه کې پنځه کيلومتر دننه خپل تاسيسات جوړ کړي او ګڼې ستراتيژيکې سيمې يې لاندې کړي دي.

د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي نن ټکی اسيا سره په خپله مرکه ويلي ، چې پاکستاني پوځيان د افغانستان ختيځ کې دغه شان بريدونه هغه مهال کوي، چې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه وشي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې پاکستاني طالبان د ډيورينډ کرښې له هغې غاړې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي؛ نو دوی خو بيا پر هغه ځای نه پاتې کيږي او د پاکستاني پوځيانو په بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ښاغلي يوسفزي زياته کړه، چې پاکستاني طالبان له داسې ځايه بريدونه کوي، چې د افغان حکومت له کنټروله بهر ده، مګر د پاکستاني پوځيانو په توغنديزو بريدونو کې بيا ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې دا کار مناسب نه دی.

د ښاغلي يوسفزي له قوله پاکستان ښايي دا بريدونه د دې لپاره کوي، چې پر افغان حکومت فشار راوړي تر څو د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بريدونو مخنيوی وشي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته ګواښ کړی و، که د افغانستان په خاوره يې خپل بريدونه ونه درول، نو افغانستان به مجبور شي، چې د پاکستان پر ضد پوځي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x