دامام شعراوي یو څو په زړه پوري غوره ویناوي

قاري احسان

شیخ محمد متولی شعراوي رحمه الله هغه څوک وو چي الله پاک ورته په قرآن کریم لویه پوه ور نصب کړي وه، او ده ته الله پاک دقرآن کریم د هغه اسرارو او رازونو پوهه ورکړي وه چي ډیری نه ورباندي پوهیږي.

شیخ رحمه الله امة مسلمة ته دقرآن کریم د پوهي لپاره دتفسیر یسیر په نامه یو ښکلی تفسیر هم پرې اېښی دی.

له دې سره سره الله پاک شیخ ته دحکمتو، اسرارو او زرینو ویناوو لویه زخیره هم ورپه برخه کړي وه.

لاندي دشیخ رحمه الله څو دحکمت نه ډک مشهور اقوال او زريني ویناوي دي، کېدی شي چي الله رب العزت يي د هدایت لامل وګرزوي.

کله چي الله هغه څه درنه واخلي چي تا يي امید نه درلود، زر ده چي هغه څه به در وربخښي چي ته به يي تمه هم نلري.

که دحق وینا توان نلري، نو پر ناروا خو لاس مه ټکه وه.

کله چي دي مخالف نه درلود، نو پوه شه چي بې فایدي انسان يي.

که غمجن شي او دا لویه دنیا درباندي تنګه شي مه خفه کیږه، کېدای شي چي الله پاک ته به ستا دفریاد اورېدلو شوق لري.

د خلګو له دسيسو نه مه په تکیف کیږه، دوی چي څومره وس وکړي د الله له ارادي نه زیات تکلیف نه شي در رسولای.

د چا چي پلار وي هغه هیڅ تکلیف او تنګي هم نه محسوسه وي، نو د چا چي رب وي هغه به څنګه تنګي محسوسه کړي.

کله چي دمسمانانو په ملک کي مسکین ووېنې، نو پوه شه چي دلته یو سرمایه دار حق ترینه غلا کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د