نظــر

د ثور اوومه؛ يو خونړی پيل، چې د دوو ښکېلاکګرو چپاو ته يې لاره اواره کړه!!!

غلام حضرت شاکر

د ١٣٥٧ کال د غويي په درېیمه نيټه  چې په کابل کې مير اکبر خيبر په قتل ورسول شو ، يو زيا ت شمېر کمونيستانو يې په يوه پلا نيزه او منظم ډول په جنازه کې ګډون وکړ ، ببرک کارمل او يو شمېر نورو جګ پوړو کمونیستانو يې په قبر له پاسه قلقله يې او پرشوره ويناوې وکړې… داسې يې ښودله چې يو ځواک دی او د خيبر د کسات اخيستلو جوګه ….

د کمونيستانو د هغې ورځې له شور او زوږ نه ډ کو مراسمو ددې غمازي کوله  چې افغانستان د يوه توپان غېږې ته ورلويدونکی دی !!

که څه هم افغا ني کمونيستان په هغه حد کې نه وو ، چې د ټول مسلمان ملت په وړاندې چلينج وګڼل شي ؛ خو د کمونیستا نو تر شا سره ستر واکنۍ ولاړه وه ، چې يو په بل پسې يې بلها هېواونه تر پښو لاندې کړي وو ، د کمونیستانو د هغې ورځې پر شوره مراسم هم د سرې ټولواکنۍ له خوا ترتيب شوي ؤ ، دا هغه ورځې وې  چې روسا نو د افغانستان دوسيه تکميله کړې وه او دایې ښه فرصت باله چې په افغانستان کې روس پلوی نظام په پښو ودروي ؛ ځکه خو دا اټکل او تشویش په ځای ؤ چې افغانستان به ديوه توپان څپان په سر واخلي !!!

داوود خان  چې د اقتدار په وروستيو شپو- ورځو کې سعودي عربستان ته سفر وکړ ، دا دروسانو له پاره دخطرهغه زنګ ؤ چې په افغانستان کې يې د کې جي بي د کلونو ، کلونو خوارۍ ورسره برباد ليدلې او روسيې دا اټکلوله  چې کېدای شي د افغانستان حکومت د امريکا په لور مخه کړي ، له روسانو سره دا تشويش لا هغه وخت پيدا شوی ؤ چې داوود خان د روسیې په سفر کې دیادهېواد له چارواکو سره په استغنا ولاړاودیوه مستقل هېواد داولس مشرپه څېر  برخورد وکړ… ، د کريملين له واکدارانو نه د داوود خان د هغې ورځې استغنا او ورپسې يې د خليج هېوادونو ته سفراو تمايل ، روسان په افغانستان کې يوه جدي غبرګون ته وهڅول ، د مير اکبر خيبر د جنازې انتظام د هغوی د پروګرام لومړۍ برخه وه او د هغه قتل هم د کريملين له پاره د کمونيزم د مرګ په مانا ؤ ، دوی فکر کاوه  چې کېدای شي د مير اکبر خيبر وژنه د نورو کمونيستانو د وژنې پيلامه شي ، له افغانستان نه د کمونيزم جنازه ووځي اوپه نها یت کې د روسانو لاس له دې هېواد نه وخيژي ؛ ځکه خو یې د صبر کاسه په مورګو شوه او د مير اکبر خيبر د جنازې له مراسمو يې د ثور د اوومې خونړۍکودتا پيل کړه ، داوود خان په اوضاع پوهېدلی ؤ ؛ځکه خویې د تره کي ، ببرک کارمل ، حفيظ الله امين او يو شمېر نورو کمونيستي مشرانو په نيولو لاس پورې کړ ؛ خو دا ډ ېر نا وخته اقدام ؤ ؛ ځکه چې د کمونیستانو مشرانوداسدالله سروري په کور کې د روس په ننګه او لارښوونه د کودتا ټول پروګرام بشپړ کړی ؤ او په ټولو عسکري قطعاتو کې يې ترتيبات نيولي وو ، متاسفانه کمونیستا نو د داود په حکومت کې لوړ ، لوړ دولتي مناصب اشغال کړي ول ، آن تر دې  چې د هوايي او ځمکني ځواکونو لوړ پوړي قوما ندانان يې کمونیستان ول !!

حفيظ الله امين لا نه ؤ نيول شوی او تر نيولو لږ مخکې يې ټولو کمونیستانو ته د کودتا شفر ورکړی او د اقدام ورځ يې ټاکلې وه ، د ١٣٥٧ کال د غويي په اوومه نېټه کمونیستا نو په کودتا لاس پورې کړ اسلم وطن جار د زرهدارو لومړی کنډک ارګ ته ورساؤ،دزرهداروپینځلسمه اوڅلورمه فرقه دټانکونوله غړمبهارسره مخ په ارګ روانې وې، اوجنرال عبدالقادر هوا بازانو ته قومانده ورکړه چه دداووداوکابینې داوسېدو موقیعیتونه بمبا رد کړي…،هوابا زانوله پاسه اوشوبله والو (ټانکیستانو) له لاندې ارګ تر اور لاندې ونیو…، ټول کابل د ثقیلو وسلو ډزو په سر واخیست، په لږ وخت کې ارګ تصفيه شو داوود خان او دهغه د کورنۍ ټول غړي او يو شمېر نور لوړپوړي کسان يو په بل پسې په قتل ورسېدل ، بالاخره په همغه ورځ د کمونیستانو کودتا نتيجه ورکړه !! په سهار د کابل راډيو نه اسلم وطنجار او عبدالقادر په دري او پښتو ژبو اعلان وکړ  چې :

« د نادري کورنۍ ټغر د تل له پا ره ټول شو او واک د خلق ديموکراتيک ګوند ته په لاس ورغی … .!!! »

هو ! له همغې ورځې زمونږ هېواد ته د غمیزو را مخه شوه !! ددغه بحران په لومړي پړاو کې د خلق ديموکراتيک ګوند مشر او د سره ښکېلاک لومړني نوکر ( تره کی ) له « اخوانيا نو » سره جنګ اعلان کړ او کمونیستانو ته یې امر وکړچې اخوانیان هر چېرته مومې ؤیې وژني اوپه صحرایي دادګاووکې یې دمرګ کومي ته وسپاري!!دهغوی له نظره ټول هغه افغانان اخوانیان ووچې لمونځ یې کاؤ،روژه یې نیوله اوله اسلام سره یې تړاولاره!!

د اعلان عملي اړخ دا ؤ چې کمونیستانو نه ملا پرېښود ، نه پير ، نه يې په محصل او متعلیم صرفه وکړه او نه په فني او مسلکي خلکو ، هره ورځ په زرګونو خلک جوپې ، جوپې نيول کېدل او ترشدیدوشکنجووروسته یا په قتل رسېدل،یا دآموسندته غورځول کېدل اویا په پلیګون اونوروځایونوکې ژوندي ترخاورولاندې کېدل !!

کمونیستانو د پرولتاريای جهان د حمايت چيغې ووهلې ؛ خو په افغانستان کې يې کارګران ژوندي تر خاورو لاندې کړل !!!

يوازې د لغمان ‎ عليشنګ ولسوالۍ په «قلعه نجیل »کې يې شپږ نيم سوه تنه همدغه کارګران ژوندي په خاورو کې خښ کړل !!! په کنړ کې يې د کرهاله په سيمه کې ١۲۶٠ تنه بزګران د ايمان په جرم په يو ځای په ګولیوغلبېل غلبېل کړل !!!

دهرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلیریشت زره بې ګناه افغانان دټانکونوترچاینونولاندې کړل ….!!!،

په افغانستان کې دهغه مهال پوځي لوی سلاکار جنرال(الکساندرمایوروف) په خپل کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکي چې:

«دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!

کله چې تره کی له منځه لاړ«حفیظ الله امین» یوازې د څرخي پله زندان ددوولس زره هغوسیاسي بندیانولستونه خلکوته وښودل چې دهغه په خبره د تره کي په امر وژل شويوو!!! په هغوکې ډ ېری هغه کسان ول چې هریوه یې دهېواد درهبرۍ په حد کې ظرفیت اواستعداد درلود!!!

په دې ترتيب دکاذبې دموکراسۍ او پرولتاريا دروغجنو حاميانو د هېواد د غريبو بچيانو د مرګ ژوبلې خبره هغه حد ته ورسوله چې په واز کومي به يې ويل چې :

« دکمونیستانو د افغانستان خاوره په کار ده او خلک یې نه دي په کار» !!  ببرک کارمل به په بړبړویل چې:

« دهېواد ریښتیني او وفاداربچیان هغه دي چې روسیې اولینین ته وفاداروي !!»

(مایوروف) لیکي چې ببرک کارمل به ویل چې:«هرڅه به ترکمونېزم اولېنینیزم ځا ر کړي او….!!»

هغوی په ډېر جرئت سره دا خبره کوله چې :

« د افغانستان له پا ره کمونیستان کفايت کوي او نور خلک بايد ټول د هغوی په پښو کې قرباني شي !!!. »

د همدغې پروسې د تطبيق له پا ره د ١٣٥٨ کال د مرغومې په ٦مه نېټه کمونیستانو روسان هم زمونږ په هېواد راوخيژول !!!

کمونیستان په دې خوښ وو ، چې افغانستان د روسانو مستعمره شي ؛ خو په دې نه ول خوښ چې يو افغان د مسلمان په توګه په کې ژوند وکړي !!!

دافغاني اوروسي کمونیستا نوشریک پروګرام داؤچې افغانستان د سرې ټولواکمنۍ شپاړسم جمهوریت شي!!!

سترجنرال«الکساندرمایوروف» لیکي چې:

«اوستینوف اودکا جي بي نورولوړپوړوروسي چارواکوبه دپوښتنې په ترڅ کې همدا پوښتنه ډېره کوله چې شپاړسم جمهوریت به ژرجوړشي اوکه څنکه؟!

اوهمدا راز د شوروي دهغه مهال سفیربه داخبره کوله چې:«افغانستان به ډېرژر په شپا ړسم شوروي جمهوریت اوړي!!!»

کمونیستانو افغانستان روسا نو ته ورقواله کړی اودشوروي شپا ړسم جمهوریت ګڼلی ؤ!!!

په افغانستان د روسا نو له چپاو سره دروسي  کمونیستانو حدس دا ؤ  چې په دوومياشتو کې به افغانستان تصفيه کړي او د مجاهدينو مقاومت به پای ته ورسوي ، برژنيف د هند په سفر کې په ډېر غرور سره وويل چې :

« په دوو مياشتو کې به په افغانستا ن کې مقاومت ختم کړي …. »

(الکسا ندرمایوروف) هم کاږي چې روسانواټکل کاوه چې افغا نستان به ډېرژرلاندې اودهند سمندر ته به ځانونه رسوي…!!

د نورې نړۍ انګېرنه هم داوه ، چې د روسانو پښه چې کوم هېواد ته داخله شي ، بيا يې ايستل ممکن نه دي ؛ خو برعکس د مجاهدينو او افغان مسلمان ملت فيصله دا وه  چې روسان به له افغانستان نه با سي او د هغوی لاسپوڅو ته به ددې موقع ورنه کړي ، چې د اتحاد جماهير شوروي جزیې وګرځوي ، همداسې وشول ، افغان مسلمان ملت يرغلګرانو ته ماتې ورکړه او تر لس کاله مقاومت وروسته يې په همغه ورځ روسان له افغانستا نه شرمېد لي او سرماتې وشړل په کومه چې يې بې شرمانه يرغل کړی ؤ!!(مایوروف) لیکي چې:

«دافغانستان جګړه دشوروي اتحاد له خوا ترسره شوې وروستۍ جګړه ده، دا له هغووروستیوځا ن وژونکو ما ینونوڅخه یوه را وختله چې یو لوی دولت پرې والوت اودړې وړې شو.!!»

او له همغې نيټې نه څلور کاله وروسته يې په همغه ثور او په همغو ورځو کې د روسانو لاس پوڅی او ګوډاګی رژيم هم را نسکوراو د کمونيزم په تا بوت وروستی ميخ ټکوهل شو ، سره امپراطورۍ دړې وړې شوه ، پینځلسو مستعمره هېوادونو خپل استقلال تر لاسه کړ او ټول جهان د کمونيزم له شر نه خلاص شو،افغا نستا ن له شپاړسم جمهوریت کېدلو بچ شو او افغان مجاهدینو د پینځلس مستعمره جمهوریتونو د آزادۍ ویا ړ هم تر لاسه کړ. !!

دا د معاصر تاريخ يو عظيم رويداد ؤ  چې دپاک رب(ج) شکرانه يې غوښتله ؛ خو متاسفانه افغانانو د خدای (ج) ددغه عنايت پاس ونه پېژاند او د شکران په ځای يې کفران وکړ !!! د اقتدار په جنګونو کې ښکېل شول او د کمونیستانو تر شکست وروسته يې لس کاله سر په سر بحرانونه رامنځ ته کړل ، چې دا دی اوس يې د سور استعمار ځای په تور استعمار ډک کړ !!!

د جهادي لوريو د اقتدار خواهۍ په جنګريز کې د کابل کنډر ، کنډر تاسيسات او د خلکو نړېدلې او شړېدلې جونګړې  ددې سبب شوې ، چې زمونږ د ۳۷ کلن بحران مسبب کمونیستان د خپلو ټولو جناياتو او د افغانستان د ورانيو پړه په مجاهدينو واچوي  او په وران او ويجاړ کابل استناد وکړي !! بده يې لا دا چې روسا نو هم د خپلو راليږليو وسلو او باروتو بيل راواستاؤ او لس ميليا رد ډالره یې له افغان چا رواکونه وغوښتل!!!

(خدای ( ج ) خبر) سبا به امريکا په افغانستان کې خپل استعمال کړي بمونه او کروز يو يو په څو راته حسابوي او د خپلو تخريب شویو وسلو به څومره بيل راته جوړوي !؟ اختلاف همدغسې نتايج لري او همدغسې د ملتونو په سر ښند نو او شهکاريو خاورې اړوي .!!!

چـــې زه اوتـه ســره پـــه جنــګ یــــــو
په ګران وطن به اجنبي راج چلوینه.!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x