نظــر

سرتاج خیل د زړه سوي وړ دي

sartaj rasool
له نن څخه درې کاله مخکې د غربي میډیا د تبلیغاتو له امله دا خبره له محالاتو ګڼل کیده چې طالبان د پاکستان له موافقې او اجازې پرته نیغ په نیغه د امریکا سره خبرې وکړی. خو وايي د افکارو په بدلون سره حقیقت نه بدلیږي، طالبانو عملا وښوده چې د پاکستان له موافقې پرته څه چې د خبرولو پرته هم د امریکا سره د مخامخ خبرو ځواک او ازادي لري. 

تر هرڅه نه وړاندې طالبانو د ټولو توقعاتو خلاف پاکستان د روانې پروسې څخه په بشپړه توګه په حاشیه کې وغورځاوه. پاکستان چې د پخوانیو جهادي تنظیمونو غوړه مړۍ لیدلې وه او د طالبانو د صداقت او خوشباورۍ نه یې یو ځل ګټه پورته کړې وه د دوهم ځل لپاره په طمع نه بلکه متیقن وه چې لکه د پخوا په شان به د طالبانو د صداقت نه په استفادې د طالبانو د نوم او قوت نه د خپل ځان په ګټه کار اخلي. 

طالبانو د پاکستان سره داسې کار وکړ چې په خوب کې به یې نه وي لیدلی. نه یې د منځګړي په توګه ومانه، نه یې د دفتر د کوربه توب لپاره غوره کړ، او نه یې د خبرو اترو په پروسه کې بل کوم امتیاز او رول ورکړ. باور دی چې د پاکستان به هغه ورځ کله هم هیره نه شي چې کله د جرمني شپیګل ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره د طالبانو او امریکا د خبرو اترو بهیر افشا کړ او پاکستان هم لکه د نورو خلکو په شان د خبري رسنیو او میډیا د لارې ددې هیښوونکي، لړزوونکي او ټاکونکي جریان نه خبر شو. 

خو څرنګه چې پاکستان د دې قضیې په عمق او اهمیت او د خپل منفي غبرګون په نتایجو ښه پوهیده هیڅ د پام وړ عکس العمل یې ونه ښود بلکه برعکس داسې دریځونه یې نیول چې وښيي په یاده پروسه کې دوی په جریان کې اچول شوي او هر څه ددوی تر نظارت لاندې تیریږي. 

پاکستاني چارواکو د هماغه وخته راهیسې وخت پر وخت په خپلو څرګندونو کې سوله او امنیت د پاکستان موافقې ته معطل انځور کړې، او په روانه پروسه کې یې د خپل کاذب اهمیت په مطرح کولو ځان ته د یو رول د پیدا کولو هڅه کړې.

پاکستان چې د طالب ضد رسنیو د تبلیغاتو په آینه کې نه بلکه د حقیقت په هینداره کې ورته خپل ځان معلوم دی چې واقعا په څومره اوبو کې دی، دې نتیجې ته رسیدلی چې طالبان به کله هم دې هیواد ته د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې په رول قایل نه شي. همدا وجه ده چې له کله نه په قطر کې د طالبانو د سیاسي ظهور خبره مطرح شوې پاکستان د کرزي له حکومت سره ټولې پخوانۍ تربګنۍ شاته غورځولي او د امید دواړه سترګې یې د کرزي حکومت ته نیولي دي. له بلې خوا د کرزي حکومت چې عین د پاکستان درد او رنځ لیدلی له ناکامې ورځې د پاکستان سره د موافق دریځ په موقف کې غورځیدلی او د مذاکراتو له جریان نه لیرې ساتل شوي دواړه خواوې د یو بل د مطرح کولو او مهم ښودلو هڅې کوي. په دې وروستیو کې په لوړه کچه د طرفینو ترمینځ تګ راتګ زیات شوی. 

د دې لړۍ وروستۍ کړۍ کابل ته د سرتاج عزیز رسمي سفر او هلته د کابل حکومت ته دا ژمنه ورکول وه چې هیواد به یې د خبرواترو په پروسه کې په طالبانو د خپل نفوذ نه په استفادې مرسته او همکاري وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو پاکستانی چارواکی د ارګ مشرانو ته داسې غوړې خو په مینځ پوچې وعدې ورکوي. له دې وړاندې د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت چارواکو وخت پروخت داسې څرګندونې کړي.

که څوک د سرتاج خیلو څرګندونو ته وګوري او بیا د پاکستان په رابطه د طالبانو موقف او دریځ ته وګوري هغه د پښتو مشهور متل پرې ډیر ښه تطبیقیږي چې یو سړی چا په واده کې نه پریښود ویل زه د ناوې څنګ ته کښینم. 

د پاکستان د لافو او وعدو په کاغذي توب کې هیڅ شک نه شته خو زه هغه خلکو ته سخت حیران یم چې له یوې خوا د پاکستان دوه مخۍ او منافقت ته ځانونه ډیر بیدار او متوجه بولي او له بلې خوا تر هر چا زیات پرې همدوی غولیدلي دي. خو لکه چې وړاندې مو اشاره وکړه، وايي کله-کله سختي، تکالیف او مجبوریتونه دوه دښمنان په خوږو دوستانو بدلوي، د کرزي او پاکستان ازلي دښمني له هیڅ چا پټه نه ده، خو هغه درد چې پاکستان یې تیروي او د مذاکراتو په پروسه کې طالبان د یوې توت پاڼې ارزښت نه ورکوي، کټ مټ د کرزي حکومت په همدې درد مبتلا دی. امکان لري دا د دواړو ترمینځ هغه یوازینی مشترک مصلحت وي د کوم له مخې چې دواړو هیوادونو په دې وروستیو کې د سوال یاري رامینځ ته کړې، په لوړه کچه یې تګ راتګ زیات کړی، پاکستان د خبرو اترو په پروسه کې د کرزي د حکومت په مطرح کولو ټینګار کوي او په مقابل کې کرزی د ستونزې اساسي حل د پاکستان په لاس کې ګڼي… داسې معلومیږي چې دواړو خواوو د (ته ما ته کاکا وایه، زه به تا ته حاجي) د قاعدې له مخې د خپل آب او حیثیت د خوندیتوب لپاره په دې موافقه کړې په دغسې ډراماتیکو څرګندونو به خپل ځانونه بوخت او ولسونه غولیدلي ساتي.

لنډه دا چې که د مذاکراتو د روانې پروسې شالید ته نظر واچوو ټولې هغه اندیښنې او پوښتنې په کې په ډیره ښه توګه ځوابیږي چې په طالبانو باندې د پاکستان د اغیز په اړوند خلکو درلودلې او لري یې. او که لږ نور هم د خبرو اترو د روانې پروسې بهیر ته ځیر شو پاکستان به په ډیرو داسې مواقفو کې ومومو چې که سیاسي ملحوظات یوې خوا ته پریږدو او یوازې د انساني عاطفې له زاویې ورته وګورو، د ډیر سخت زړه سوي او ترحم وړ به یې وګڼو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x