شعـــــرونه

د پلار زيارت «لنډه کيسه»

عبدالوکيل سوله مل

د پلار د مړینې مې یوه اوونۍ تیره شوې وه خو له بده مرغه نه توانیدو خاورو ته یې وسپارو. د ده د وصیت له مخې مو باید کلی ته وړی وای او پخپله پلرنۍ هدیره کې مو د کلیوالو په بدرګه خاورو ته سپارلی وای خو د کلي هدیره په رنګارنګ چاودیدونکو توکو ډکه وه .هره ورځ نه یوازې ګڼ څاروي د هغې په لارو او غاړو الوتل بلکې ډیر مړي هم دې چاودنو له قبرونو دباندې راغورځول.

په ښار کې د هدیرو کمی نشته خو هسې چې زورواکو او شتمنو ګڼ ښارونه او منصبونه رانیولي دي، ګردې هدیرې یې هم ملکیت ګرځیدلی دي او هیچا نه هغه وخت او نه اوس ددوی له اجازې او اجورې پرته هلته خپل مړي خاوروته سپارلی شي.

دلته هره هدیره خپل بیرغونه ،سیمبولونه او رنګونه لري. د یوې هدیرې د مړو په قبرونو سرې جنډې راځوړندې دي ، په بله سپین بیرغونه رپیږي او دد ریمې په قبرونو شنې ټوټې باد رپوي. په قبرونو د شنو ، سرو او سپینو جنډو برسیره په هره شنا خته د هر مړي تصویر هم سلیښ دئ.

ددغو مړو په  لویو او وړو عکسونو نه یوازې ټولې هدیرې ډکې دي ، دې لویو او وړو عکسونو د ښار ټولې کوڅې او واټونه هم نیولي دي او د هریوه له نا مه سره د شهید او غازي لقب هم په لویو او وړو تورو لیک دئ . له دې جوتیږي چې د دوی لویه برخه پخپل مرګ نه دئ مړه یا چا وژلي او یا هم دوی څوک وژلي دي . او ددې مړو ټول وارثا ن د بلې هدیرې مړي سپیڅلي او ښا غلي نه ګڼي . دا ځکه چې دوي ټول یو ل بله سره په جګړو کې مړه دی او اوس هریو بل د جګړې په پیلولو پړ ه بولي .

په دې هدیرو کې په رښتیا هم ګڼ کسا ن په سره کفا نه مړه دي خو حیرانونکي او خندونکې خبره دا ده هغوی چې پخپل مرګ هم مړه دي پلو یان او وارثا ن ېې شهیدان او غازیان بولي او ددوي له قطاره یی نه رابا سي.

موږ نه هومره پیسې درلودې چې په دغو هدیرو کې دپلارد قبر لپاره ځمکه په بیه راونیسو او نه هم له هغو سره تړلي وو چې هدیرې ېې خپل ملکیت دئ . له یوې خوا دپلار د مړینې دروند غم او له بلې خوا په ډاګ دده دمړي پا تې کیدلو ټولې کورنۍ ته لویه اندیښنه را اچولې وه، له ویر او اندیښنو مو خوب تښتیدلی وو. د کورنۍ د هر غړي سترګه په شپو شپو سره نه وه ورغلې

د هر چا سترګې له ډیرې بې خوبۍ او ژړا په مخ کې ننوتي وې ، په ستونی کې غږونه بند وو لکه چا چې مو په مرۍ لاس ایښي وو سوڼ مو له خولې نه را خوت. بېوسي او ناداري یوه ټکه  او ددنیا شرم بله ټکه چې په موږ رالویدلې او موږ یی پوره زبیښلي وو. لار رانه ورکه او واروپار مو خطا وو. نه پوهیدو د غم دا دروند بار او شرم څنګه له اوږو ښکته کړو!

چې څنګه شپه او ټولو ورونو او خویندو د ما سختن لمونځ ادا کړ، ددې ستونزې د هواري په لټه مو کورنۍ غونډه را وبلله.

مشر ورور مې چې اوس یی موږ ته د پلار ځا ی نیولی ووپه ورو خبرې پیل کړې:

ـ پوهیږم چې دا به لوی پیغور او شرم وي چې د پلار نیکه پټی ګرو یا خرڅوو خو چاره څه ده؟ بله لار نه لرو.

 خو خبره ېې لا بشپړه نه وه چې بل ورور موجلال په خبره کې ور ودانګل:

ـ  په کوم کلیوال به پټی ګرو او یا واخلئ ، په دې شپو ورځو کې چې دلته په ښار کې پیسې نشته په کلی کې هغو خورانو پیسې د کومه کړې ؟

د مشر ورور سترګې بټې راووتې . خوله یی له حیرانتیا وازه پا تې شوه ، نا ببره یی له خولې ووتل:

ـ دوکا ن څنګه؟

ددوکان په اوریدومې ټول ورونه وتر هیدل . لکه کار او د روزۍ دروازه چې ېې په مخ وتړل شي او یا یی له لاس تیاره مړۍ واخلئ جمال ورورمې ور غبرګه کړه:

ـ دا څه وایی لا لا له دوکانه خو روزي راځي دا راباندې څنګه دروئ !! دا چې ودریږي ګیډه په څه مړوئ او دا لویه خیلخانه په څه شي سا تئ؟

مشر ورور چې وارو پار ېې خطا او د پلار دروند غم ترې عقل ،پوهه او سنجش وړی وو دریم وړاندیز وکړ:

:کور څنګه ؟ دې کې څه وایا ست که دا په چا ګرو او موږ د څه وخت لپاره کوم کرایی کور ته کډه یوسو؟

دریم وړاندیز ټول په فکر کې لا هو کړل ، یو څه د ټولو زړه ومنله چې د پلار د قبر د رانیولو لپاره دا یوازینۍ لار ده چې ټول با ید غاړه ورته کیږدي خو کشري ورور جمیل لکه په ښوونځي کې چې نا ست وي او له خپل ښوونکي پوښتنه کوي لاس پورته کړ:

ـ اجازه ده لالا زه څه ووایم.

لالا سر را پورته او کشري ورور ته ځیر شو ، سر ېې د تا یید او تصدیق په بڼه وخوراوه . ورور مې هیښوونکی وړاندیز وکړ:

ـ څه وایا ست که پلار په همدې کور کې ښخ کړو؟

دجمیل ورور وړاندیزټولو ورونو ته ټکا ن ورکړ، ټولو اوږې وغورزولې . یوه بل ته مخ ورواړاوه او له هریوه لار ورکه شو ه چې ددغه هیښونکي وړاندیز په غبرګون کې څه ووایی!! خو جمیل ژر دا چوپتیا ما ته کړه او دوی ېې ځواب او بیړنی غبرګون ته پرینښوستل.

ـ هیڅ فکر مه کوئ ما په هر څه فکر کړئ .

ټولو په یوه سا ه په حیرانونکې بڼه وویل:

ـ څنګه ؟

ورور مې غاړه تازه کړه :

ـ د پلار په قبر زیارت جوړو .

زموږ ستر ګې بیا رډې راووتې او خولې موبیا وازې پا تې شوې ،ټولو په حیرانتیا وویل:

ـزیارت!!

ـ خود ، ولې زموږ پلار ددې دومره زیارتونو له مړو له چا کم دئ ؟

مشر ورور مې لکه له لوېې اخلاقي  ننګونې سره چې مخ شي ځمکه په سوک ووهله  اوله غوسې ېې چیغه کړه:

ـ دوی خو ټول په درواغو او زور له خپلو مړو ولیان او غازیان جوړ کړي . موږ نه ددوی هومره زور لرو او نه ددوی هومره درواغجن یو چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندو.

خو کشری ورور جمیل په سړه سینه  د خپل وړاندیز سپیناوی او ننګه وکړه:

ـ خو کله چې درواغ او غولونه عا مه شي په داسې سودا او معا ملو ټوله ټولنه اوړي او که څوک له داسې سودا پرهیز او ډده کوي نه به په کور کې ځای ولری او نه په صحرا . اوس موږ اړ یو لالا.

  په مور مې چې له پیله یی د زامنوخبرې په ځیر څارلې رپ ولګید نا ببره لکه د لیونتوب حمله چې پرې راشي چیغه کړه:

ـ تا سې اوس غواړئ په خپل پلار سودا وکړئ . هغه تا سو ددې لپاره ستر او سړي کړئ ؟ زه مې خپلې شیدې نه دربخښم.

او له دې سره یی ژړا او چیغو ته نور هم زور ورکړاو له پینډې او مرکې نیغه پا څیده .

مور مې خوابدې او بیرته را نغله. موږ تر نا وخته بحث وغزاوه او په داسې یوې پریکړې صلا ح کیدل راته خورا ګران کار وو خو جمیل موږ ټول په دې باوری کړو چې په کور کې د پلار خښول پر ځای کار او پریکړه ده.

موږپخپل کور کې لوی قبر وکیند خو قبر ته د پلار له سپارلو د مخه مو په خپلو او پردیو کې آوازه ګډه کړه چې پلار مې له اوږدې څیلې او د قران پا ک له تلاوته وروسته ساه ورکړې ده او د مړینې په شپه یی محمد رسول الله هم په خوب ورغلی دئ. په څو ورځو کې مو دده ښکلې مقبره چمتو اولوي دیوالونه مو ترې را وګرځول . دده د قبر لپا سه مو د لویو او شنو جنډو تر څنګ د هغه لوی تصویر هم ودراوه .

موږ پوهیدو چې درواغ وایو خو نه شرمیدو ځکه چې د یو بل د تیرایستنې په دغو شپو ورځو کې د رښتیا په پرتله درواغ ښه چلیدل او بازار یی ښه روان وو. سمه ده چې موږ درواغ ویل او دنورو په څیر مو خلک ګمراه کول او پخپله اخترا ع کې ریښتیني نه وو خو دومره بد احسا س مو هم نه کاوه ځکه زموږ پلار که د ولي مرتبې او درجې ته نه و رسیدلی نو چا ته ېې په ټول ژوند کې بد هم نه وو رسولي او ټول عمر یی په دیا نت او تقوا کې تیر کړی وو خو د نن سبا د زیارتونو ډیرو مړو یا پخپل لاس او يا پخپلو آمرونو او فرما نونو ډیر بیګنا ه وګړي وژلی او د ګڼو تبا هیو د ګنا ه بار یی په اوږو وړ.

اوس له هغې نیټې څو کلونه اوړی زما د پلار زیارت ته هره ورځ د شا وخوا کوڅو،لیرې او نږدې سیمو په سلګونو کسا ن رادرومي . نه یوازې زما پلار ته د مغفرت لاسونه د خدای دربار ته پورته نیسی بلکې زما د پلار زیارت کوونکي هم د خپلو مرادونو د پوره کیدلو لپاره زما مرحوم پلار خدای (ج) ته واسطه ګرځوي او له ده غواړی چې د ژوند ارما نونه او امیدونه یی پوره شي.

زما د ورورد دې نوښت  په برکت  موږ اوس نه یوازې د ټولې کوڅې کورونه رانیولي دي او کوڅه اوس زما دپلار په نا مه یا دیږي بلکې د ښار ډیر مار کیټونه او  تعمیرونه مو خپل ملکیت ګرځیدلی دي . اوس موږ هم د نورو شتمنواو زورورو په څیر خپله  ځا نګړې کورنۍ هدیره لرو.چې په قبرو را ځوړندې جنډې مو هم خپل ځا نګړی رنګ او سیمبول لري.

سوتهال ـ لندن

د شپې یوه بجه د ۲۰۱۶ میلادی کال د اپریل ۲۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x