د ثور ۷ او ۸ مختلفې پیښې مشترک محصول

نن ټکی آسیا – سرلیکنه:

د ثور د میاشتې اوومه او اتمه زمونږ د هیواد د سیاسي تاریخ دوه بیلابیل جریانونه دي.

د ۱۳۵۷کال د ثور په اوومه نیټه بیدینه خلقیانو د یوې کرغیړنې خونړۍ کودتا له لارې د هیواد پر سیاسي واک منګولې خښې کړلې او تر هغه ۱۴ کاله وروسته د ۱۳۷۱کال د ثورد میاشتې په اتمه نیټه د افغانستان د مجاهد ولس د سرښندنو او قربانیو په نتیجه کې کمونیستي نظام ړنګ او د هیواد سیاسي واک د مجاهدینو لاس ته ورغی.

د ثور اوومه زمونږ د هیواد د اته دیرش کلنې غمیزې پیلامه بلل کیږي چې ملحدو کمونیستانو د کور، کالي ډودۍ تر غولوونکي شعارلاندې پیل کړه.

له دغې خونړۍ پیلامي سره د افغان مظلوم ولس د قتلونو،اسارتونو،مهاجرتونو او زرګونو نورو مصیبتونو لړۍ هم پیل شوه.

ملحدو کمونیستانو د خپلې وحشيیانه سلطې د ټینګولو لپاره د افغانانو وژل او ځورول یواځینۍ وسیله بلله، خو افغان مجاهد ولس د هغوی له دغه وحشت سره مقابله وکړه ، نه یې وحشت ته تسلیم شول او نه یې د هغوی د کفري نظام پرخلاف له پیل کړي جهادي مقاومت څخه لاس واخیست.

په ډیرغیرت او شجاعت سره یې د کمونیستانواو بیا د هغوی د وحشي بادارانو یرغلګرو روسانو مقابله وکړه چې د هغې په ترڅ کې تر یونیم ملیون زیات افغانان شهیدان په لکونو نور معیوب، مهاجر او اسیران شول خو یرغلګرو روسانو او د هغوي سرټیټو غلامانو خلقیانو او پرچمیانو ته يي هم داسې شکست ورکړ چې ټوله نړۍ یې د کمونیزم له شره وژغورله.

د ۱۳۷۱کال د ثور په اتمه د جهادي تنظیمونو مشران کابل ته رادننه او له کمونیستانو څخه یې د واک واګې تر لاسه کړې، خوله بده مرغه چې په کابل کې یې د جهادي آرمانونو د تحقق په ځای يې په خپلو منځو کې د قدرت په سر مسابقه شروع کړه چې له امله يي په هیواد کې کورنۍ جګړه پیل او بیرته مو د یو نیم ملیون شهیدانو د وینو په قیمت ګټلې ازادي په افغانستان باندې د امریکايي اشغال په ترڅ کې له لاسه ووتله.

تنظیمی مشرانو چې د شوروي اشغال په مهال یې د ولس د قربانیو په مټ د اتلولۍ نوم خپل کړی و، په خپل منځي جګړو کې د جهاد ټول ګټلي افتخارات له لاسه ورکړل او پر هغه علاوه يي د اسلامي امت هغه هیلې او توقعات چې له افغان جهاد څخه يي لرل ټول له خاورو سره خاورې کړل .

د دغې ستر جفا په مقابل کې چې دوی له جهاد او د مسلمانانو له آرمانونه سره وکړه الله تعالی دوی هم شرمنده او په ذلتونو مبتلاء کړل چې ځینی یې بیرته په ټیټو سترګو له هغو کمونیستانو سره چې دوی ۱۴ کاله د جهاد په نوم ورسره جنګیدلي وو په یوه صف کې د امریکايي اشغال د مدافعینو په توګه ودریدل.

د ثورله اووم او اتم څخه چې اوس څه کم څلورلسیزې تیریږي په هیواد کې مو د سیاسیونو لخوا ډیر جریانونه راپیدا او بیرته له منځه ولاړل خو افغان مسلمان ولس له خپلو ټولو هغو ستونزو سره چې په دې مختلفو جریانونو کې ورباندې راغلل خپل دین او عقیدې ته متعهد اوژمن پاتي شو.

سره له دې چې ډیر هغه دجهاد، اسلام او هیواد پالنې مدعیان چې د جعلي شعارونو په ورکولو سره یې د شوروي اشغال په مهال د خپل مسلمان ملت له احساساتو او قربانیو څخه ناوړه استفاده وکړه اوس بیرته خپله د هماغو یرغلګرو ملګري او مدافعین جوړ شوي، خو مسلمان ولس د خپل هغه واقعي تعهد له مخې چې جهاد ، عقیدې او خپل اسلامي هیواد ته یې لري د امریکايي یرغلګرو په خلاف یې هم هماغسي د مقاومت سنګر تود وساته لکه چې د شوروي اشغالګرو په مقابل کې چې یې ساتلی و.

سږنی د ثور اومه او اتمه په داسې حال کې زمونږ پر ولس راځي چې هغوی د جهاد په برکت یوه بله مغروره امپراتوري هم سقوط ته نیږدي کړې ، الله دې وکړي چې نور مو مؤمن غیرتي ولس او ویاړلی هیواد د یرغلګرو او ټولو دښمنانو له شره محفوظ ولري. خدای تعالی دې نور زمونږ ځوریدلی مسلمان ملت په هیواد کې د یوه مقتدر، اسلامي نظام په سیوري کې د جګړو ، تباهیو او ورانوونکو جګړو له شره وژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د