افغانستان

د ملا محمد عمر مجاهد یو مهم بیان خپریدونکی دی

نن ټکی آسیا: د طالبانو د معمول سره سم سږ کال هم د کوچني اختر تر مخه تمه کیږي چي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد بیان به د اختر په مناسبت په رسنیو تقسیم شي، او هم به د افغانستان د اسلامي امارت په رسمي جرایدو او پاڼو کي نشر شي.
د طالبانو یوه چارواکي نن ټکی آسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چي دا ځل به هم ملا صاحب د ورځي په مهمو مسایلو خپل نظر څرګند کړي، چي په هغو کي د راتلونکو ټولټاکنو موضوع دهاو هم دافغانستان دتجزیې دموضوع په اړه دطالبانو دریځ دی.

نوموړي زیاته کړه چي دا ځل به بیان داسي نه وي لکه څرنګه چي په تیرو کلونو کي وو، چي ملا محمد عمر مجاهد به د هیواد او نړی هره طبقه خلګ جلا جلا مخاطبول، بلکي دا ځل به د نوموړي بیان هیوادوالو او نړیوالو ته په عمومي توګه مخاطب وي،

او زیاته یې کړه چي د قطر د دفتر موضوع به هم د بیان یوه حصه جوړوي. هغه د بیان د محتوا د شریکولو څخه ډډه وکړه، او وې ویل چي په نن او صبا کي یی امکان سته چي نشر سي، خو زمونږ همکار ته یی وویل چي بیان کي به عامو مسلمانانو، هیوادوالو او طالبانو ته ډاډ ورکول کیږي چي طالبان به هیڅ کله تر خپلو دیني مقرراتو او ملي ګټو تیر نه شي.

باید وویل شي چي طالبان هر کال د اخترونو په موسم کي د خپل مشر او امیر ملا محمد عمر مجاهد بیان د میډیا له لاري په پراخه کچه تقسیموي، او هم یی په هیواد کي دننه او بهر په چاپ شوې توګه په خلګو تقسیموي، او هم یې د اختر په خطبو کي ملا امامان خپل مقتدیانو ته په جوماتونو کي وايي.

داچي دا ځل به د ملا صاحب په بیان کي نور څه وي، دا لا تر وخت مخکي خبره ده، خو ګمان کیږي چي یو ځل به بیا میډیا او د افغانستان په اړه څیړونکو او کتونکو ته دسیاسي مسایلو څیړلو لپاره خام مواد برابر شي، او د طالبانو رسمي موقف به په مستنده توګه یو ځل بیا میډیا ته راووزي.

که له یوې خوا عامه میډیا او کتونکي د ملا صاحب بیان ته د اهمیت په سترګه ګوري، خو له بلي خوا د طالبانو مشران، قومندانان او عام مجاهدین په ډیره لیوالتیا سره د نوموړي خبرو ته غوږ ږدي، او د نوموړي خبرو ته د یو دستور په توګه ګوري، او د هغه تر خبرو په هیڅ توګه تیرېدو ته تیار نه وي.

د ملا محمد عمر مجاهد بیان که له یوې خوا خپل مجاهدینو او هیوادوالو ته د ډاډ او بري پيغامونه ورکوي، خو له بله اړخه خپل سیاسي مخالفینو او دښمنانو ته هم ځانګړي پيغامونه ورکوي، چي ډیر کله ورته په ډیر دقت او هوښیارۍ معنی داره کلمات غوره شوي وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x